ښاري دولت (خپلواک ښار)
ښاري دولت یو خپلواکه حاکم ښار ته ویل کېږي چې په خپله محدوده کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ژوند د مرکز ونډه لوبوي. د تاریخ له پیل راهیسې دا ډول ښارونه د نړۍ په زیاتره برخو کې وو، لکه د روم، اتن، سپارټا، کارتاج، او د منځنۍ پېړۍ او رنسانس په اوږدو کې د ایټالیا ښاري دولتونه لکه فلورانس، وینیس، جینوا او میلان. په ټوله نړۍ کې د ولسي دولتونو له ودې سره سم، له یو څه ټيټو شرایطو سره یوازې یو څو عصري خپلواکه ښاري دولتونه شته، لکه موناکو، سینګاپور، او واتیکان ښار په عام ډول په دې ډله کې منل شوي دي. سینګاپور له بشپړ خپل اختیاره حاکمیت، خپلو اسعارو، پیاوړي پوځ، او ۵.۳ میلیون نفوس سره روښانه بېلګه ګڼل کېږي. [۱][۲]
زیاتره غیر-حاکم ښارونه په پراخه کچه له خپل اختیارۍ څخه خوند اخلي، او ځینې وختونه ښار دولتونه ګڼل کېږي. هانګ کانګ، مکائو او د متحده عربي اماراتو غړي - په ځانګړې توګه دوبۍ او ابو ظبي – زیاتره دا ډول ښارونه ګڼل کېږي. [۳][۴][۵][۶][۷]
تاریخي شالید
[سمول]لرغونې او د منځنیو پېړیو نړۍ
[سمول]په تاریخي ښاري دولتونو کې سومري ښارونه لکه اروک او اور؛ د لرغوني مصر ښاري دولتونه لکه تیبس او میمفیس؛ د فینیقي ښارونه (لکه تایر او سیډون)؛ پنځه فلسطيني ښاري دولتونه؛ د ګرامنیت اقوامو د بربر ښار دولتونه؛ د لرغوني یونان ښاري دولتونه (لکه آتن، سپارتا، تیبیس او کورنت)؛ د روم جمهوریت چې له ښاري دولت څخه یې پراخه سترواکۍ ته وده وکړه)؛ د منځنۍ دورې څخه تر عصري دورې پورې د ایټالیې ښاري دولتونه لکه فلورانس، سیانا، فیرارا، میلان (چې ځواکمن شول په ګاونډیو ښارونو یې واکمني پیل کړه) او جینوا او وینس، چې په سمندرونو واکمن شول؛ میان او د کولمبیا څخه مخکې د منځنۍ امریکا نور دودونه (ښارونه لکه چیچین اتزا، تیکال، کوپن او مونټ البان)؛ د ورېښمنو لارې په اوږدو کې د منځنۍ اسیا ښارونه؛ د سواحلي ساحل ښاري دولتونه؛ راګوسا؛ د روسیې د منځنیو پېړیو ښارونه لکه نوګورود او پسکوف؛ او داسې نور. ډنمارکي تاریخ پوه پاول هولم د منځني پېړۍ په آیرلنډ کې د وایکینګ استعماري ښارونه، په ځانګړې توګه د ډوبلین سلطنت د ښاري دولتونو په توګه طبقه بندي کړی دی. [۸]
د په قبرس کې د کیتیو فینیقي مېشته سیمه (په اوسني لارناکا کې) یو ښاري دولت و چې شاوخوا ۸۰۰ کال مخکې له میلاد نه د ۴مې پېړۍ مخکې له میلاد نه، تر پای پورې موجود و.
په بشري تاریخ کې د ښاري دولت دود ځینې ډېرې مشهورې بېلګې د لرغوني یونان ښاري دولتونه او د رنسانس ایټالیا سوداګریز ښاري دولتونه دي چې ځانونه یې د خپلواکو مرکزونو په توګه را څرګند کړل. د سیمه ایزو واحدونو بریالیتوب چې په سست جغرافیایي او کلتوري یووالي کې، لکه په ایټالیا او یونان کې، د خپلواکو لوبغاړو په توګه شتون درلود، ډېری وختونه په لویو ولسي واحدونو کې د دوی د یوځای کېدو مخه نیولې ده. خو دا ډول کوچنیو سیاسي بنسټونو زیاتره یوازې د لنډې مودې لپاره پایښت درلود ځکه چې دوی د لویو دولتونو (لکه د روم په لاس د د یونان فتح) د یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره سرچینې نه درلودې. په دې توګه دوی په هرومرو د سترواکۍ او ولسي دولت په ګډون د ټولنې د لویو سازمانونو په لاس کې ولوېدل. [۹]
مرکزي اروپا
[سمول]د سپېڅلي روم په سترواکۍ (۹۶۲ – ۱۸۰۶) کې له ۹۰ څخه ډېر آزاد شاهي ښارونه په منځنیو پېړیو او د عصري زمانې په لومړیو کې له پراخه خپل اختیارۍ څخه برخمن شول، چې د ۱۶۴۸ کال د ویستفالیا له سولې وروسته د نړیوال قانون له مخې په قانوني توګه ملاتړ شول. ځینې ښارونو، لکه د هانسا دری ښارونو - بریمن، هامبورګ او لیوبیک - د بهرنیو ځواکونو سره خپلې اقتصادي اړیکې ټینګې کړې او د پام وړ ډیپلوماتیک نفوذ یې درلود. یوازینیو ښارونو اکثرا د نورو ښارونو یا ګاونډیو سیمو سره محافظتي اتحادیې را منځ ته کړې، چې په کې د هانسا اتحاد (له ۱۳۵۴ کال نه تر ۱۷مې پېړۍ)، د ښارونو سویابین اتحاد (له ۱۳۳۱ کال نه تر ۱۳۸۹ کال پورې)، په السیس کې دیکاپول (له ۱۳۵۴ کال نه تر ۱۶۷۹ کال پورې)، یا د سویس پخواني کنفدراسیون (له ۱۳۳۱ کال ته تر ۱۷۹۸ کال پورې) ګډون درلود. د سویس د زیوریخ، برن، لوسرن، فرایبورګ، سولوتورن، بازل، شافهاوسن او جینیوا سیمې د ښاري دولتونو په بڼه را منځ ته شول.
په ۱۸۰۶ کال کې د سپېڅلي روم سترواکۍ له ړنګېدو وروسته، ځینې ښارونه – چې هغه وخت د بېلابېلو کنفدراسیونونو غړي وو - په رسمي ډول د خپل اختیاره ښاري دولتونو په بڼه را څرګند شول. په دې کې د بریمن آزاد هانسا ښار (له ۱۸۰۶ کال نه تر ۱۸۰۱۱ پورې، بیا له ۱۸۱۳ کال نه تر ۱۸۷۱ کال پورې)، د مین په پاس غاړه د فرنکفورت د آزاد ښار (له ۱۸۱۵ کال نه تر ۱۸۶۶ کال پورې)، د هامبورګ آزاد او هانسا ښار (له ۱۸۰۶ کال نه تر ۱۸۰۱۱ کال پورې، بیا له ۱۸۱۴ کال نه تر ۱۸۷۱ کال پورې)، د لبیک آزاد او هانسا ښار (له ۱۸۰۶ کال نه تر ۱۸۰۱۱ پورې، بیا له ۱۸۱۳ کال نه تر ۱۸۷۱ کال پورې)، او د کراکو آزاد ښار (له ۱۸۱۵ کال نه تر ۱۸۴۶ کال پورې) ښارونو ګډون درلود. د هابسبورګ تر واکمنۍ لاندې د فیوم ښار د جلا خاورې حیثیت درلود (له ۱۷۷۹ کال څخه تر ۱۹۱۹ کال پورې)، چې د ښاري دولت ډېری ځانګړتیاوې درلودې، خو د خپلواک حاکمیت څخه کم و.
سرچينې
[سمول]- ↑ "city-state | Definition, History, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 19 April 2020.
- ↑ Brimelow, Ben. "How a tiny city-state became a military powerhouse with the best air force and navy in Southeast Asia". Business Insider. نه اخيستل شوی 2020-10-15.
- ↑ "City-states never disappeared: Hamburg, Hong Kong, Singapore". Tomorrow.Mag (په انګليسي). 2019-09-06. Archived from the original on 2020-09-24. نه اخيستل شوی 2020-10-15.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Capital Facts for Hong Kong". World's Capital Cities (په انګليسي). 2020-09-16. Archived from the original on 2021-04-23. نه اخيستل شوی 2020-10-15.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Hansen, Mogens. 2000. "Introduction: The Concepts of City-States and City-State Culture." In A Comparative Study of Thirty City-State Cultures, Copenhagen: Copenhagen Polis Centre. Pg. 19
- ↑ Parker, Geoffrey. 2005. Sovereign City: The City-state Through History Chicago: University of Chicago Press.
- ↑ Kotkin, Joel. 2010. "A New Era for the City-State?" In Forbes.
- ↑ Holm, Poul, "Viking Dublin and the City-State Concept: Parameters and Significance of the Hiberno-Norse Settlement" (Respondent: Donnchadh Ó Corráin), in Mogens Herman Hansen (ed.), A Comparative Study of Thirty City-State Cultures Archived 21 June 2013 at the Wayback Machine.. Denmark: Special-Trykkeriet Viborg. (University of Copenhagen, Polis Center). 2000. pp. 251–62.
- ↑ Sri Aurobindo, "Ideal of Human Unity" included in Social and Political Thought, 1970.