Jump to content

وارسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وارسا
Warszawa (پولينډي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
اړوند
پلازمېنه د
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
  لړۍ...
۱٬۸۶۰٬۲۸۱[۲] — ۱٬۷۵۳٬۹۷۷[۳][۴] — ۱٬۷۰۰٬۵۳۶ — ۱٬۶۹۴٬۸۲۵ — ۱٬۶۷۶٬۶۰۰ — ۱٬۷۰۷٬۱۰۰ — ۱٬۶۱۱٬۸۰۰ — ۱٬۵۹۶٬۱۰۰ — ۱٬۴۳۶٬۱۰۰ — ۱٬۳۱۵٬۶۰۰ — ۱٬۱۳۹٬۲۰۰ — ۱٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۴۲۲٬۰۰۰ — ۱٬۳۰۰٬۰۰۰ — ۱٬۰۰۳٬۰۰۰ — ۶۸۶٬۰۰۰ — ۳۸۳٬۰۰۰ — ۱۶۳٬۶۰۰ — ۱۳۹٬۷۰۰ — ۶۳٬۴۰۰ — ۳۰٬۰۰۰ — ۶۳۸٬۰۰۰ — ۲۵٬۰۰۰[۵] — ۴۰٬۰۰۰[۵] — ۱۰۰٬۰۰۰[۵] — ۱٬۷۴۴٬۳۵۱[۶] — ۱٬۷۶۴٬۶۱۵[۷] — ۱٬۷۷۷٬۹۷۲[۸] — ۱٬۷۹۰٬۶۵۸[۹][۱۰][۱۱] — ۱٬۷۳۵٬۴۴۲[۱۲] — ۱٬۷۲۴٬۴۰۴[۱۳] — ۱٬۷۱۵٬۵۱۷[۱۴] — ۱٬۷۰۸٬۴۹۱[۱۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکښي شاملې اداري سیمي
  لړۍ...
Śródmieście (en) ژباړلBiałołęka (en) ژباړلBemowo (en) ژباړلBielany (en) ژباړلMokotów (en) ژباړلPraga-Południe (en) ژباړلUrsynów (en) ژباړلWola (en) ژباړلTargówek (en) ژباړلOchota (en) ژباړلWawer (en) ژباړلPraga-Północ (en) ژباړلUrsus (en) ژباړلŻoliborz (en) ژباړلWłochy (en) ژباړلWilanów (en) ژباړلWesoła (en) ژباړلRembertów (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
رسمي ژبه
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
warszawianin[۱۶]warszawianka[۱۷]warszawiak[۱۸]VarsovianovarsóivarssavlaneVarsovien[۱۹]Varsovienne[۱۹]WarschauerWarschauer[۲۰] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
اداري سیمه
ماسوویان (۱۹۹۹ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
اړين معلومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵۱۷٫۲۴ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې
نور معلومات
وېب‌پاڼه
um.warszawa.pl (پولينډي ژبه، انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پوسټ‌کوډ
00-000 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۵۲°۱۳′۴۸″شمال ۲۱°۰۰′۴۰″ختیځ / 52.23°شمال 21.0111°ختيځ / 52.23; 21.0111 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

وارسا، چې رسمي نوم یې د وارسا د پلازمینې ښار دی، د پولنډ پلازمینه او تر ټولو ستر ښار دی. دا ستر ښار د پولنډ په ختیځ مرکزي سیمه کې د ویسټولا د سیند پر سر پروت دی او د وګړو شمېر یې په رسمي توګه ۱.۸ میلیون وګړو او په پراخ میتروپولیټن سیمه کې ۳.۱ میلیون وګړو ته رسیږي، چې په دې سره په اروپايي ټولنه کې وارسا د زیات وګړو لرونکو پلازمینو په کتار کې په ۷ ځای راځي. د دې ښار مساحت ۵۱۷ کیلومتر مربع (۲۰۰ مایل مربع) ده او ۱۸ برخې لري، په داسې حال کې چې ښاري سیمه ۶۱۰۰ کیلومتر مربع (۲۳۵۵ مایل مربع) ده. وارسا یو نړیوال الفا ښار، یو ستر کلتوري، سیاسي او اقتصادي مرکز او د دې هېواد پلازمینه ده. د دې ښار لرغوني تاریخي سیمه د یونیسکو د نړیوال میراث په فهرست کې شامل دی.[۲۵][۲۶][۲۷]

د وارسا رېشه په مازوویا کې د کب نیوونې یوه واړه ښار ته ورګرځي. دغه ښار د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو کې، کله چې درېیم زیګیزمونډ تصمیم ونیو چې د پولنډ پلازمېنه او سلطتني دربار له کراکوف څخه وارسا ته ولیږدوي، شهرت وموند. وارسا تر ۱۷۹۵ ز کال پورې د پولنډ-لیتوانیا د ټولګټو هېواد پلازمېنه وه او له هغه را وروسته بیا د ناپلیون د وارسا د ډوک پلازمېنه وه. نولسمې پېړۍ او صنعتي انقلاب د دې ښار د اوسېدونکو شمېر زیات کړ او په دې سره دا د اروپا یو له تر ټولو زیاتو وګړو لرونکو ښارونو څخه شو. له هغه را وروسته کله چې وارسا د خپلې ښایسته معمارۍ او بلوارونو له کبله مشهور شوی و، په ۱۹۳۹ ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پیلیدو سره بمبار او محاصره شو. د دې ښار زیاتره تاریخي سیمې په ۱۹۴۳ ز کال کې د ګیټو د پاڅون او په ۱۹۴۴ ز کال کې د وارسا د عمومي پاڅون په ترڅ کې په سیستماتیک ډول سره ویجاړ او د هغه متنوع جمعیت له منځه ولاړ.[۲۸]

په وارسا کې دوه نړیوال هوايي ډګرونه فعالیت لري، چې تر تولو ډېر بېروبار لرونکی یې د وارسا شوپن دی او د وارسا موډلین هوايي ډګر بیا د ارزان قیمته هوايي شرکتونو لپاره ځانګړی شوی دی. په دې ښار کې د عامه ترانسپورت په فعالو خدماتو کې د وارسا مترو، بس، ښاري ریل ګاډی او د تراموا پراخه شبکه شاملیږي. دغه ښار د څېړنې او پراختیا، د سوداګرۍ د بهیر د اوټ سورس کولو او د معلوماتي تیکنالوژۍ د اوټ سورس کولو یو عمده مرکز دی. د وارسا د اسعارو د راکړې ورکړې مرکز په مرکزي او ختیځه اروپا کې تر ټولو ستر او ډېر مهم مرکز دی. Frontex او د بهرنیو پولو د امنیت لپاره د اروپايي ټولنې اداره او همداشان ODIHR، کوم چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د موسسې اصولي ادارې دي، د دې ټولو مرکزونه په وارسا کې دي. له فرانکفورټ او پاریس سره یو ځای، وارسا په اروپايي ټولنه کې له هغو ښارونو څخه ده چې زیات شمېر دنګې ودانۍ لري، په داسې حال کې چې د وارسو ماڼۍ تر ۲۰۲۲ ز کال پورې په اروپايي ټولنه کې یوه له تر ټولو جګه ودانۍ ده.[۲۹][۳۰][۳۱]

په دغه ښار کې د پولنډ د علومو اکاډمي، د فیلارمونیک ملي ارکسټر، د وارسا پوهنتون، د وارسا د تکنالوجۍ پوهنتون، ملي موزیم، د زاختا د هنرونو ګالري او د وارسا ستر تیاتر موقعیت لري چې دا تیاتر په نړۍ کې یو له تر ټولو سترو تیاترونو څخه ګڼل کېږي. بیارغول شوی لرغونی ښار، چې د هر ډول معمارۍ سبک او د اروپايي تاریخې دورې بېلګې په ځان کې لري، په ۱۹۸۰ ز کال کې د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث په توګه ثبت شو. د معمارۍ اصلي نورې جاذبې عبارت دې له سلطنتي کلا او د پاچا زیګیزمونډ سمبولیکه پایه، د ویلانوف ماڼۍ، په جزیره کې جوړه شوې ماڼۍ، د سنټ جان جامع کلیسا، د اصلي بازار څلورلارې او همداشان بې شمېره کلیساګانې او عمارتونه چې د سلطنتي واټ پر غاړه ودانې شوي دي. وارسا له رونق څخه ډک هنرونه او د کلپ ځایونه، خوندور رستورانتونه او سترې ښاري شنې سیمې لري، چې د دې ښار یو پر څلورمه خاوره کې پارکونه جوړ شوي دي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

نوم او نښان[سمول]

په پولنډي ژبه کې د وارسا نوم Warszawa ده. په نورو پخوانیو نومونو کې کېدای شي د Warszewa، Warszowa، Worszewa یا Werszewa نومونه شامل واوسي. د همدې نوم اصلي سرچینه ناڅرګنده ده او تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نشته. په اصل کې Warszawa د هغه کوچني هستوګنځي نوم و چې د ویستولا سیند پر غاړه به یې کبان نیول. یوه تیوري وايي چې Warszawa یعنې «په Warsz پورې تړلی»، Warsz د زړې پولنډې ژبې له مخې د Warcisław د نوم مذکر لنډ شوی نوم دی، چې د ایتمولوژي د علم له اړخه له Wrocław سره تړلی دی. که څه هم د پای -awa توري د یوه ستر ښار لپاره په ځای نه ښکاري؛ د پولنډ د ښارونو نومونه له شخصي نومونو څخه را اخیستل شوي دي، چې په معمول ډول په -ów/owo/ew/ewo سره پای ته رسیږي ( د بېلګې په توګه Piotrków یا Adamów).[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

عامیانه ایتمولوژي د دې ښار نوم له Wars او Sawa سره تړلی بولي. په دې اړه ګڼ روایتونه شته، چې د یوه روایت له مخې، ساوا یوه سمندري پري وه چې په ویسټولا کې یې ژوند کاوه او د وارس په نوم کب نیوونکي زړه پرې وبایلود. په حقیقت کې، Warsz د ۱۲مې/۱۳مې پېړۍ یو اشراف و، چې د نننۍ ورځې مارینشتات په سیمه کې د یوه کلي څښتن و. د ښار رسمي بشپړ نوم miasto stołeczne Warszawa (د وارسا ولایت مرکز) دی.

د وارسا د ښار اصلي اوسېدونکې ته Varsovian وايي، چې په پولنډي ژبه کې warszawiak،  warszawianin(نارینه)، warszawianka (ښځینه) او warszawiacy او  warszawianie(جمع) نومونه دي.

تاریخ[سمول]

۱۳۰۰- ۱۸۰۰کلونه[سمول]

د نننۍ ورځې د وارسا په سیمه کې تر ټولو لومړنی پخه او کلکه هستوګن سیمه په بروډنو (۹/۱۰ پېړۍ) او جازډو (۱۲/۱۳ پېړۍ) کې و. د نږدې قبایلو او ډوکانو له بریدونو وروسته، د کب نیوونې په یوه واړه کلي (وارشزووا) کې یو بل نوی پوخ ښار جوړ شو. د پلوک شهزاده، د ماسویا دویم بلوسلاو، د نننۍ ورځې عصري ښار د ۱۳۰۰ ز کال شاوخوا جوړ کړ او تر تولو لومړنی تاریخي سند چې د یوې کلا د شتون خبره تاییدوي، ۱۳۱۳ ز کال ته ورګرځي. په ۱۹۳۰ ز کال کې د سنټ جان د جامع کلیسا په بشپړیدو سره، وارسا د مازویا د ډوکانو پر یوې څوکۍ باندې بدل شو او په ۱۴۱۳ ز کال کې په رسمي ډول د مازویا د ډوکانو پلازمېنه شوه. له هغه وروسته د دې ښار اقتصاد زیاتره پر لاسي صنایعو یا سوداګرۍ باندې ولاړ و او هغه وخت په دې ښار کې نږدې ۴۵۰۰ کسانو ژوند کاوه.[۴۰]

د پنځلسمې پېړۍ په اوږدو کې، د دې ښار اوسېدونکو له دې ځایه کډه وکړه او د ښار د شمالي دیوال خوا ته خواره واره شول چې یوه خپلواکه سیمه یې جوړه کړه او د دې ښار نوم نوی ښار کېښود. شته لرغونی ښارګوټی بالاخره د لرغوني ښار په نوم مشهور شو. دې دواړو ښارونو د ښار منشور او خپلواکې شوراګانې درلودي. له دې نوي ښار څخه د جوړیدو موخه، زاړه ښار ته د نویو کسانو راتګ و چې اجازه یې نه درلوده تر څو په زاړه ښار کې ژوند وکړي، په تېره بیا یهودان. د دې دواړو ښارونو تر منځ ټولنیز او مالي اختلافات په ۱۵۲۵ ز کال کې د لنډې مودې جګړو لامل شو. د درېیم یانوش له ناڅاپي مړینې او د سیمه ییزو ډوکانو له انقراض نه وروسته، مازویا په ۱۵۲۶ ز کال کې د پولنډ له پاچاهي سره یو ځای شو. د پولنډ د لومړي زیګزیمونډ ښځه، بونا سفورزا، پر وارسا باندې د پولنډ د واک چلولو په خاطر ډوک ته د زهرو په ورکولو له پراخ تور سره مخ شوه.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. Reference URL: https://doksite.de/map/?loc=Warschau.
  2. Reference URL: https://bdl.stat.gov.pl/api/v1/data/localities/by-unit/071412865011-0918123?var-id=1639616&format=jsonapi. File format: JSON. Retrieved: ۷ اکتوبر ۲۰۲۲.
  3. Reference URL: https://web.archive.org/web/20170616104000/https://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  4. Reference URL: https://www.polskawliczbach.pl/Warszawa. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Stated in: '. Page(s): 55. Publisher: State Publishing Institute PIW. اثر ژبه: پولينډي ژبه. د خپرولو نیټه: ۱۹۶۹.
  6. Reference URL: http://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-ludnosci-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-stan-w-dniu-31-grudnia-2015-roku,6,19.html. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  7. Reference URL: https://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-w-2017-r-stan-w-dniu-31-xii,6,23.html. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  8. Reference URL: https://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-w-2018-r-stan-w-dniu-31-xii,6,25.html.
  9. Reference URL: https://bdl.stat.gov.pl/.
  10. Reference URL: https://www.polskawliczbach.pl/Warszawa.
  11. Reference URL: http://www.um.warszawa.pl/warszawa-w-liczbach.
  12. Reference URL: https://web.archive.org/web/20160627233816/http://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-ludnosci-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-stan-w-dniu-31-xii-2014-r-,6,17.html.
  13. Reference URL: https://web.archive.org/web/20160714075352/http://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-ludnosci-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-stan-w-dniu-31-xii-2013-r-,6,16.html.
  14. Reference URL: https://web.archive.org/web/20140426005824/http://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/stan-i-struktura-ludnosci-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-w-2012-r-stan-w-dniu-31-xii-2012-r-,6,11.html.
  15. Reference URL: https://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-w-gminach-wedlug-stanu-w-dniu-31-12-2011-r-bilans-opracowany-w-oparciu-o-wyniki-nsp-2011,2,1.html. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  16. Reference URL: https://sjp.pwn.pl/so/warszawianin;4528258.html.
  17. Reference URL: https://sjp.pwn.pl/so/warszawianka;4528260.html.
  18. Reference URL: https://sjp.pwn.pl/so/warszawiak;4528257.html.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Reference URL: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  20. Reference URL: https://vrttaal.net/taaladvies-taalkwestie/warschau.
  21. Reference URL: https://www.ovpm.org/wp-content/uploads/2024/03/liste-villes-en-regle-pour-page-web12-03-2024.pdf. Retrieved: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. Archive URL: https://web.archive.org/web/20240528143447/https://www.ovpm.org/members/cities/.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ ۲۲٫۳ Stated in: Encyklopedia Warszawy. Publisher: Polish Scientific Publishers PWN. اثر ژبه: پولينډي ژبه. د خپرولو نیټه: ۱۹۷۵.
  23. Reference URL: http://eprints.hist.pl/243/1/1959-04-24_nr2.pdf.
  24. "Museum of Polish History". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "Journal of Laws of Poland, position 1817, 2018". خونديځ د اصلي څخه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. "Population on 1 January by age groups and sex – functional urban areas". Eurostat. خونديځ د اصلي څخه ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۵. لاسرسي‌نېټه ۰۶ فبروري ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Warsaw – Phoenix City Rebuilt From the Ashes". youramazingplaces.com. 26 December 2014. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۵. لاسرسي‌نېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Warsaw Stock Exchange, Poland, stocks, investing online – Fio bank". خونديځ د اصلي څخه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. "Warsaw: The Region's Key Market". Warsaw Capital Market Summit 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. James Newman, سمونګر (2015). "Europes Top Skyscraper Cities". The Top 500. SkyscraperNews.com. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۵. لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "The Grand Theater in Warsaw: one of the largest theatres in Europe and one of the biggest stages in the world –". communications-unlimited.nl. 27 May 2016. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. WorldlyTraveller (10 May 2016). "Warsaw, City of Classical Music and Varied Architecture in Poland – Worldly Resort". خونديځ د اصلي څخه ۱۰ مې ۲۰۱۶. لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Skoczeń, Paulina. "Warsaw is a green city". خونديځ د اصلي څخه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Charly Wilder (په 23 December 2015 باندې). 36 Hours in Warsaw, Poland. The New York Times.
  36. Samuel Bogumił Linde, Slownik jẹzyka polskiego (1808)
  37. Julian Weinberg, Polacy w Rodzinie Sławian (1878)
  38. "Online Etymology Dictionary". etymonline.com. خونديځ د اصلي څخه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. Babik, Zbigniew (31 December 2015). "Pre-Slavic toponomastic layer of Northern Mazovia: corrections and addenda (the Narew drainage)". Linguistica. 55 (1): 29–46. doi:10.4312/linguistica.55.1.29-46. خونديځ د اصلي څخه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۷ – په وسيله revije.ff.uni-lj.si. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. Davies, Norman (2005). God's Playground (چاپ 2). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-925339-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. "Mało czarujący koniec Piastów mazowieckich – Kwartalnik Przekrój". przekroj.pl. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. "Fragment szaty książąt mazowieckich". Muzeum Warszawy. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  44. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).