د انسان بدن
دانسان بدن د يو انسان جوړښت دی. بدن له ګڼو بېلا بېلو حجرو نه جوړ شوی چې په ګډه سره نسجونه (پلې) جوړوي او په پايله کې د غړو نظام منځ ته راځي. دوی د انسان د جسم توازن او د ژوندي پاتې کېدو ضمانت کوي.
د انسان تنه له سر، غاړې، بدن (په کوم کې چې سینه او خېټه شامل دي)، مټې او لاسونو، ورنونو او پښو جوړ دی.
د انسان د تنې په مطالعه کې اناتومي، فزيالوژي، هسټولوژي او ايمبريالوژي (جنين پېژندنه) شامل دي. په پېژندل شويو لارو کې د انسان تنه د اناتومي له اړخه توپير لري. فيزيولوژي د انسان د تنې په غړو او د دوی په فعاليتونو تمرکز لري. تر خوندي کچې د وينې د خوږو (شوګر) او د اکسيجن په څېر مادو په ساتلو سره، ډېر نظامونه او طرز العملونه په دې موخه فعاليت کوي چې د انسان د بدن توازن وساتي. تنه د روغتیايي متخصصينو، فزيولوجستانو (ډاکترانو)، اناتومستانو او هغو کارکوونکو له خوا څېړل کېږي، چې له دوی سره د دوی په کار کې مرسته کوي.
جوړښت
[سمول]د انسان بدن له هايډروجن، اکسيجن، کاربن، کلشيم او فاسفورس په ګډون له ګڼو عنصرونو نه جوړ دی. دا عناصر د بدن په ملياردونو حجرو او غیر حجروي ټوټو کې ژوند کوي. د يو بالغ انسان تنه نږدې شپېته سلنه اوبه لري چې د ټولو اوبو اندازه يې دوه څلوېشت ليتره (۹.۲امپريل ګلن؛ يوولس امريکايي ګلنه) ته رسېږي. دا تنه له نږدې نولس ليتره (۴.۲ امپريل ګيلن؛ ۵.۰ امریکايي ګلن) له خارج حجروي مايعاتو نه جوړه ده، درې اعشاريه دوه ليتره (۹.۷۰ اميريل ګيلن؛ ۰.۸۵ امريکايي ګلن) د وينې پلازما او نژدې اته اعشاریه څلور ليتره (۱.۸ امپيريل ګيلن؛ ۲.۲ امريکايي ګيلنه) منځنی مايع، او شا او خوا دروېشت ليتره (۵.۱ امپيريل ګيلن؛ ۶.۱ امريکايي ګيلن) د حجرو په منځ کې مايعات په کې شامل دي. د حجرو په منځ او دباندې کې د اوبو توکي، تيزابيت او جوړښت په ډېرې پاملرنې سره پالل کېږی. د حجرو د باندنۍ تنې په اوبو کې مهم اليکټرولايټس سوډيم او کلورايډ دی، په داسې حال کې چې د حجرو په دننه کې پوتاشيم او نور «فوسفاټونه» دي.[۱][۲][۳]
حجرې
[سمول]د انسان تنه ملياردونه حجرې لري، چې د ژوند بنسټيز واحدونه دي. د بلوغ پر مهال په تنه کې د حجرو شمېر ملياردونو ته رسېږي، دا اټکل د تنې د ټولو غړو او حجرو د ډولونو په راټولولو سره کېږي. تنه د نږدې همدومره شمېر غیر انساني او غیر حجروي حجرو ځای هم دی چې د هاضمې په ماشين او پوستکې کې پرتې دي. د بدن ټولې برخې له حجرو نه، نه دي جوړې. حجرې په يو بهرني سلولي ميټريکس (له حجرو نه دباندې زېلاند(زيږندځای) کې پرتې دي، کوم چې د «کلوجين» په څېر پروټینونو نه جوړ دي او خارج حجروي مايعات ځينې چاپېر دي. د يوه منځني انسان د تنې چې وزن يې اويا کيلو ګرامه (۱۵۰ بونډه) وي، نږدې پنځه وېشت کيلو ګرامه (۵۵ پاونډه) يې غیر انساني حجرې يا غیر حجروي توکي دي ،لکه: هډوکي او نښلونکې پلې.[۴][۵][۶][۷]
جينوم
[سمول]په تنه کې حجرې د DNA پر بنسټ عمل کوي. ډي اين ای د ټولو حجرو د هستې (زړي) په داخل کې ځای پر ځای کېږي. په دې ځای کې د ډي اين ای برخې کاپي کېږي (يو نقل يې جوړيږي) او د تنې حجرو ته د RNA په مټ لېږدول کېږي. له دې وروسته ار اين ای د پروټينونو د جوړېدو لپاره کارول کېږی، کوم چې د حجرو، د حجرو د فعاليت او د دوی د توليد بنسټ جوړوي. پروټين د حجرو د فعاليت او «جين» د څرګندېدو لارښوونه کوي، حجرې کولای شي چې، د تولید شويو پروټينونو د اندازې په مټ خپل ځان منظم کړي، خو ټولې حجرې ډي اين ای نه لري؛ د وینې د سرو حجرو په څېر بالغې شوې حجرې د بلوغ سره سم خپله هسته (زړی) له لاسه ورکوي.[۸]
نسجونه (پلې)
[سمول]د نسجونو د ډېرو بېلا بېلو ډولونو تعريف په دې ډول شوی، چې دا هغه حجرې دي چې په يو ځانګړي فعاليت سره خپله دنده پر مخ وړي. د نسجونو څېړنې ته هيسټولوژي وايي او ډېر ځله د مايکروسکوپ په مرسته تر سره کېږي. بدن له څلورو بنسټیزو نسجونو نه جوړ دی. دا څلور يې دا دي: پوښونکې حجرې (اپيتليوم)، نښلونکي نجسونه، عصبي نسجونه او د غړو نسجونه.[۹][۱۰]
هغه حجرې چې بهرنۍ نړۍ ته څرګندې وي يا د معدې په نالۍ (اپيتيليا) يا په داخلي تشو (اينډوتيليم) کې پرتې وي، ډول ډول بڼې او ډولونه لري – د يو پوړ لرونکو هوارو حجرو نه نيولې، بیا په سږو کې د کوچنیو لړزانده ويښتانو په څېر، ځینې يې د ستنو په څېر حجرې دي، کومې چې د خېټې (معدې) په ليکه کې پرتې دي. «اندوتاليال» حجرې هغه حجرې دي، کومې چې د وينې د وريدونو (رګونو) او غدو داخلي تشې پوښي. پوښونکې حجرې هغه نظام اداره کوي، چې د دوی له لارې نه تېرېدې او څه نه شي تېرېدای، د داخلي جوړښت ساتنه کوي او د حسي سطحو په څېر چاره پر مخ وړي. [۱۰]
غړي
[سمول]غړي، د ځانګړو دندو لرونکو حجرو منظمه ټولګه ده چې له پوستکي پرته تر ډېره بريده د تن په دننه کې پرتې وي. په بېلګو کې يې زړه، سږي او ينه شامل دي. ډېری غړي د بدن په خاليګاوو کې مېشت وي. په دې تشو کې ټوله خېټه/معده (چې د بېلګې په توګه خېټه په کې شامله ده) او پلورا چېرته چې سږي موقعيت لري، شامل دي.[۱۱]
زړه
[سمول]زړه يو غړی دی چې د سينې په تشه کې د سږو په منځ کې او ډېر کم چپ اړخ ته پروت دی. له زړه نه «پيريکارډيوم» چاپير دي، کوم چې زړه په «ميډياسټينم» (د ټټر تشه) کې په خپل ځای ساتي، د بانديو صدمو له زيان او له غفونت نه يې ساتنه کوي، مرسته کوي چې د پريکارډ مايعاتو په مرسته د زړه خوځښت د روان ساتلو لپاره کار وکړي. زړه په ټول بدن کې د وينو په پمپ کولو سره کار کوي، اکسيجن، غذايي توکو، فاضله موادو، هورمونونو او د وینې سرو حجرو سره مرسته کوي، چې په بدن کې ولېږدول شي. [۱۲]
زړه له دوو دهليزونو او دوو بطنونو نه جوړ دی. د دهليز بنسټيزه موخه دا ده چې د زړه د «وينټريکولر» انقباض (بطني غونجېدل/راټولېدل) پر مهال په زړه کې وینه بې له ځنډه وبهوی. دا مرسته کوي چې، د دهليزي انقباض په اوږدو کې وينه د زړه بطن ته ننوځي. د دهليز نه شتون د زړه د پنځه اويا سلنه فعاليت د کمېدو لامل ګرځي. د زړه د بطنونو موخه دا ده، تر څو د ښي بطن په مټ وینه سږو ته او د چپ بطن په مټ وينه نور بدن ته ولېږدوي (پمپ کړي). [۱۳][۱۴]
زړه د غړو د انقباض او ارامېدو لپاره د برېښنايي لارښوونې يو نظام لري. دا برېښنايي نظام په سنيټوريل غوټه کې پيليږي، له دهليزونو تېرېږي او د زړه د بطن داخل ته د وينې د لېږد لامل ګرځي. له دې وروسته دهليزي غوټې ته رسېږي چې له دې امله يې سګنل (خپرېدل) يو څه سستيږي او بطنونو ته اجازه ورکوي، چې د وينې د بيا پمپ او د وينې د جريان له پليدو مخکې دا بطنونه له وينې ډک شي.[۱۵]
د کورونار (د زړه د شريانونو د بنديدو ناروغي) د شريانونو ناروغۍ په ټوله نړۍ کې د مرګ مخکښ لامل دی، شپاړس سلنه مرګ له همدې امله پېښېږي. لامل يې زړه ته په مهیا کوونکو کوروناري شريانونو کې د بڅرو (هغه بڅري چې شريان بندوي) راټولېدل دي، په پايله کې دا شريانونه هومره تنګ شي، تر «مايوکارډيم» (د زړه عضله / د زړه منځ) پورې پوره وينه نه شي رسولای، کوم چې د مايوکارډيل خنډ يا د زړه د حملې په نوم پېژندل کېږي، شونې ده چې دا د زړه د درېدو يا د زړه د دورې (حملې) لامل او بيا د مرګ سبب وګرځي. د زړه د شريانونو د ناروغیو د ګواښ پېښېدو په لاملونو کې زياته چاغي، نشه کول، لوړ کولسترول (د وينې غوړ)، د وینې لوړ فشار، د ورزش کمی او شوګر شامل دي. سرطان هم په زړه اغېز کولای شي، خو دا ډېر کم دی او په عمومي توګه د بدن له يوې بلې برخې لکه سږي يا سينو نه خپرېږي. دا ځکه چې د زړه حجرې په چټکۍ سره وېشل کېدل بندوي او ټوله وده د وزن د زياتېدو له لارې تر سره کېږي، نه د حجرې د وېش په مټ.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
سرچینې
[سمول]- ↑ "Chemical Composition of the Human Body". About education. بياځلي په 2 September 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Fluid Physiology". Anaesthesiamcq. خوندي شوی له the original on 3 May 2005. بياځلي په 2 September 2016.
- ↑ Ganong's 2016، م. 5.
- ↑ "The Cells in Your Body". Science Netlinks. بياځلي په 2 September 2016.
- ↑ Sender, Ron; Fuchs, Shai; Milo, Ron (2016). "Revised estimates for the number of human and bacteria cells in the body". PLOS Biology. 14 (8): e1002533. bioRxiv 10.1101/036103. doi:10.1371/journal.pbio.1002533. PMC 4991899. PMID 27541692.
{{cite journal}}
: CS1 maint: unflagged free DOI (link) - ↑ Bianconi, E; Piovesan, A; Facchin, F; Beraudi, A; Casadei, R; Frabetti, F; Vitale, L; Pelleri, MC; Tassani, S; Piva, F; Perez-Amodio, S; Strippoli, P; Canaider, S (5 July 2013). "An estimation of the number of cells in the human body". Annals of Human Biology. 40 (6): 463–471. doi:10.3109/03014460.2013.807878. PMID 23829164. S2CID 16247166.
- ↑ Fredricks, David N. (2001). "Microbial Ecology of Human Skin in Health and Disease". Journal of Investigative Dermatology Symposium Proceedings. 6 (3): 167–169. doi:10.1046/j.0022-202x.2001.00039.x. PMID 11924822. S2CID 34741925.
- ↑ "Gene Expression | Learn Science at Scitable". www.nature.com (in انګليسي). خوندي شوی له the original on 31 October 2010. بياځلي په 29 July 2017.
- ↑ "tissue – definition of tissue in English". Oxford Dictionaries| English. بياځلي په 17 September 2016.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Gray's Anatomy 2008، م. 27.
- ↑ "organ | Definition, meaning & more". www.collinsdictionary.com. Collins Dictionary. بياځلي په 17 September 2016.
- ↑ Jaworska-Wilczynska, Maria; Trzaskoma, Pawel; Szczepankiewicz, Andrzej A.; Hryniewiecki, Tomasz (2016). "Pericardium: structure and function in health and disease". Folia Histochemica et Cytobiologica. 54 (3): 121–125. doi:10.5603/FHC.a2016.0014. ISSN 1897-5631. PMID 27654013.
- ↑ Anderson, RM. The Gross Physiology of the Cardiovascular System (2nd ed., 2012). See "Chapter 1: Normal Physiology."
- ↑ "Ventricle | heart". Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 2021-08-07.
- ↑ "How the Heart Works | NHLBI, NIH". www.nhlbi.nih.gov. Your Heart's Electrical System. بياځلي په 2021-08-07.
{{cite web}}
: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "The top 10 causes of death". www.who.int (in انګليسي). بياځلي په 2021-08-07.
- ↑ CDC (2021-07-19). "Coronary Artery Disease | cdc.gov". Centers for Disease Control and Prevention (in American English). بياځلي په 2021-08-07.
- ↑ CDC (2021-01-11). "Heart Attack Symptoms, Risk Factors, and Recovery | cdc.gov". Centers for Disease Control and Prevention (in American English). بياځلي په 2021-08-07.
- ↑ CDC (2019-12-09). "Know Your Risk for Heart Disease | cdc.gov". Centers for Disease Control and Prevention (in American English). بياځلي په 2021-08-07.
- ↑ "Matters of the Heart: Why Are Cardiac Tumors So Rare? - National Cancer Institute". www.cancer.gov (in انګليسي). 2009-02-10. بياځلي په 2021-08-07.