افغان ترکستان
افغان ترکستان ، [lower-alpha ۱] چي د سویلي ترکستان په نوم هم یادېږي، [lower-alpha ۲] د افغانستان په شمال کي یوه سیمه ده چې د پخواني شوروي جمهوریتونو ترکمنستان ، ازبکستان او تاجکستان سره پر پوله باندي پرته ده. په ۱۹مه پېړۍ کي دلته د ترکستان په نوم یو ولایت شتون درلود چي پلازمینه یې مزار شریف وو. دغه ولايت د اوسنيو بلخ ، کندز ، جوزجان ، سرپل او فارياب څخه جوړ او په 1890 کي د قطغان-بدخشان ولایت د ترکستان له ولایت څخه بیل سو.
د افغان ترکستان ټوله خاوره په شمال ختیځ کي د امو دریا سره د کوکچې سیند له نښلېدو څخه نیولې بیا په سوېل لوېدیځ کي د هرات تر ولایت پوري څه باندي ۵۰۰ ميل (۸۰۰ kم) اوږده او د تزاري روسیې له پولي څخه د هندوکش تر ۱۸۳ کیلومتر (۶۰۰٬۰۰۰ فوټه) پوري په منځني پلنوالي سره پرته وه. په دې توګه یاده سیمه له شاوخوا ۵۷٬۰۰۰ ميل مربع (۱۵۰٬۰۰۰ kم2) مساحت څخه جوړه وه چي دا تقریبا د افغانستان د پخواني سلطنت دوه پر نهمه برخه کېدل.
ځمکپوهنه
[سمول]د افغان ترکستان سیمه د کرني له پلوه بې وزله ده او پرته له دې چي د سیندونو په دره کي راسي، د سویل لور غرنۍ بڼه لري ، مګر د کراکم دښتې په لور په ناپاکو کثافاتو او څړځایونو کي ورګډیږي.
ددې ولایت په ختیځ کي یو مهال د کندز ، تاشکرګان ، بلخ او اکاچې خاني او په لویدیځ کي د سرپل ، شبرغان ، اندخوی (ښار) او میمنې څلور خانۍ یا چهار ولایت ("څلور ولایتونه") شامل وه.