۲۴ دقیقې وړاندې
په دې وروستیو کې یو ځل بیا
ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو ډېرېدو رپوټونه خپرېږي.
د دې لړۍ په یوه تازه بېلګه کې د داسې قضايي حکم عکسونه خپاره شوي، چې پر دغو کډوالو د ډوډۍ نه پلورلو سپارښتنه پکې شوې ده. دغه حکم پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال '
رسول موسوي' د جمعې پر ورځ (د سپتمبر ۱۳مه) د کرمان په
بردسیر ولسوالۍ کې د یوه نانوايي د مخې پر ښيښه د لګول شوي حکم عکس د انتقاد په ډول خپور کړی، چې پکې لیکل شوي "د څارنوالۍ په حکم پر [بهرنیو] وګړو د ډوډۍ پلورل منع دي."