Jump to content

یوهان ګوټليب فيشته

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یوهان ګوټليب فيشټه (19 مۍ 1762 – 29 جنوري 1814) یو المانی فيلسوف و، څوک چې د الماني بېلګه ييز توب په نوم سره د مشهور  فلسفي خوځښت له بنسټګرو څېرو وګرځېد، کوم خوځښت چې د «امانويل کانت» د نظرياتي او اخلاقي ليکنو څخه منځ ته راغلی و. په وروستيو کې، فلسفيانو او پوهانو، د ذاتي شعور يا ذاتي بيدارۍ د طبيعيت په د هغه د اصلي فهم له امله د هغه د  ادعا پر بنسټ، د فيشته په ستايلو پيل کړی دی. فيشته د تيسس – انټي تيسس – او ساينتيسس (نظريه-خلاف نظريه-او د دواړو نظريو د یو ځای کېدو ترکيب) مبتکر هم و، دا هغه اند دی چې ډېر ځله په تېروتنې سره هيګل ته منسوب کېږي. له هغه مخکې د «ډيکارټس» او «کانت» په څېر، فيشته هم له موضوعيت او د شعور له ستونزې څخه اغېزمن و. فيشته د سياسي فلسفې اثار هم ليکلي دي؛ نوموړی د الماني ملتپالنې د پلار په نوم مشهور دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

ژوندليک

[سمول]

منشاً

[سمول]

فيشته د «اپر لوستيا» په «راميناو» کې زېږېدلی و، او د «لوتري» مذهب سره سم د تعمید غسل ورکړل شوی و. نوموړی د یو سنۍ اوبدونکي زوی و، په يوه پرهېزګاره کورنۍ کې زېږېدلی و، چې دې سيمه کې له څو نسلونو څخه مېشته وه. د «یوهان ګوټليب» پلار، «کرسچن فيشته» د خپلې طبقې څخه په لوړه طبقه کې واده کړی و. ګومان کېږي چې يوه ځانګړې بې صبري چې فيشته په خپل ټول ژوند کې درلوده، د خپلې مور څخه يې په ميراث وړې وه.[۸][۹][۱۰]

هغه خپلې لومړۍ زده کړې له خپل پلار وکړې. په کم عمرۍ کې يې د پام وړ وړتياوې له ځانه وښودې، او دا د کلي په خلکو کې د هغه د شهرت له امله وه چې نوموړي ته له دې څخه د ښه زده کړې فرصت برابر شو، چې په بل ډول هغه نه شوای تر لاسه کولای. کيسه کېږي چې د «فريهرر وون ملټيټز» په نوم د يوې کليوالې سيمې د ځمکې مالک، د سيمه ييز پادري د تبليغ اورېدلو ته ډېر ناوخته ورسېدو. هغه ته وويل شول چې په کلي کې يو هلک نږدې ټکی په ټکی دا وينا تکرارولای شي. پايله دا شوه چې دې بارون فيشته په خپلې سرپرستۍ کې واخيست او د هغه د زده کړې لګښت يې تاديه کړ.[۱۱]

د ښوونځي لومړۍ زده کړې

[سمول]

فيشته ته د «ميسين» سره نږدې په «نيډيراو» کې د «کريبل» په نوم د يو پادري په کورنۍ کې ځای ورکړل شو، او دلته ورته په کلاسيکي مطالعاتو کې د زده کړې فرصت برابر شو. له دې راپدېخوا، فيشته خپل مور او پلار ډېر کم ليدل. د 1774ز کال د اکتوبر په مياشت کې، نوموړی د «نامبرګ» سره نږدې د «پورټا» په مشهور فاونډيشن ښوونځي کې شامل کړای شو. «فريهر وون ملټيټز» د هغه ملاتړ ته دوام ورکړ، خو هغه په 1774ز کال کې مړ شو. پورټا ښوونځی د «نوواليس، اګست وليم شليګ، فريډرک شلګل» او «نيچه» له نومونو سره تړلی دی. د دې ادارې روحيه نيمه رهباني وه، او په داسې حال کې چې تعلیم يې خورا ښه و، داسې شکونه شته چې ايا د فيشته لپاره پوره ټولنيز ژوند او د نورې سره اړيکې مهيا وې که نه.[۱۲]

مذهبي او خصوصي زده کړې

[سمول]

په 1780ز کال کې، فيشته د جينا پوهنتون د لوتري الاهياتو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړې. نوموړی يو کال وروسته په «ليپزګ» پوهنتون کې د تحصيل لپاره ولېږل شو. داسې برېښي چې د بې وزلۍ او خوارۍ په دې پړاو کې فيشته په خپله خپل ځان پاللی دی. د «وون ملټيټز» له مالي مرستې پرته، فيشته اړ شو چې د خپل سند له بشپړولو غېر خپلو زده کړو ته د پای ټکی کېږدي.[۱۳][۱۴][۱۵]

له 1784 څخه تر 1788ز کال پورې، فيشته د بېلا بيلو «سيکسن» (د خلکو یوه توکميزه ډله ده) کورنيو لپاره د ښوونکي په توګه په کم پايښته ډول ځان وپاله. د 1788ز کال په لومړيو کې، نوموړی د يو ښه کار د لټون په هيله بېرته «ليپزنګ» ته راغی، خو بالاخره اړ شو چې په «زيورخ» کې د مسافرخونې د يوې ساتونکې کورنۍ سره د کمې بريالۍ دندې سره و اوسېږي. نوموړی د راتلونکو دوه کلونو (1788-1790) لپاره په زيورخ کې و اوسېد، دلته يې د خپلې راتلونکې مېرمنې «جوهانا رهن»، او «جوهان هينرک پيسټالوټزي» سره وليدل. نوموړی همدا راز په 1793ز کال کې د "Modestia cum Libertate" په نوم د ماسوني ډلې غړی شو، له کومې سره چې جان «ولفګنګ ګویته» هم تړاو درلود. د 1790ز کال په پسرلي کې، نوموړي له «جوهانا» سره کوژدن وکړه. فيشته د 1790ز کال د دوبي په موسم کې د کانت د اثارو مطالعه پيل کړه. په ابتدايي ډول له دې امله چې د فيشته يو محصل غوښتل چې د «کانت» د ليکنو په اړه وپوهېږي. دې د هغه په ژوند او فکر تلپاتې اغېز درلود. په هر حال، کله چې فيشته د کانت فلسفه لوستله، د «راهن» کورنۍ د مالي ستونزو سره مخ شوه. د هغه متوقع واده بايد له همدې امله ځنډېدلای وای.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

کانت

[سمول]

فيشته د 1790ز کال په مۍ مياشت کې له زيورخ څخه بېرته «ليپزګ» ته ولاړ. د 1791ز کال په لومړيو کې، نوموړي په وارسا کې د يو پولنډي مخور په کور کې استادي تر لاسه کړه. په هر حال، حالات ډېر ژر ناسم ثابت شول، او هغه خوشې کړای شو. له دې وروسته هغه په Königsberg کې له کانت سره د ليدلو فرصت تر لاسه کړ. د همدې کال د جولای د مياشتې په څلورمه نېټه د يوې ناهيلې کونکې مرکې څخه وروسته، نوموړي خپل ځان په خپل استوګنځای کې بند کړ او خپله ټوله شيمه يې د يوې مقالې په ليکلو مصرف کړه، کومې ليکنې چې وروسته د کانت پاملرنه او لېوالتيا راجلب کړه. دا مقاله په پنځو اونيو کې بشپړه شوه، او د « Versuch einer Critik [sic] aller Offenbarung » (په ټول کشف يو تنقيد، 1792) په عنوان وه. د «ډيټر هينريخ» په وينا په دې کتاب کې، فيشته د الهامي وحی او کانت د تنقيدي فلسفې تر منځ اړيکه څېړلې وه. لومړۍ نسخه يې د کانت يا فيشته له پوهې، او د فيشته د نوم او لاسليک شوې سريزې پرته خپره شوه. له همدې امله عامو خلکو باور وکړ چې دا د کانت يو نوی اثر دی.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

کله چې کانت دا ناسم پوهاوی لېرې کړ او په څرګند ډول يې د دې اثر او ليکوال ستاينه وکړه، د فيشته شهرت تر اسمانه ورسېد. «ينس بيګسن» په يو لیک کې «کارل راين هولډ» ته وليکل چې دا "...يو له تر ټولو هېښونکی او ټکان ورکونکی خبر و... [ځکه چې] له کانت پرته هيچا داسې کتاب نه شو ليکلای. په فلسفي اسمانونو کې د دې درېيم لمر دې حيرانونکي خبر زه په دې ډول ناسم پوهاوي کې اچولی وم". کانت د دې پېښې په اړه د بیان ورکولو لپاره اوه کاله انتظار وکړ؛ او د پام وړ بهرني فشار څخه وروسته هغه خپل ځان د فيشته څخه جلا کړ. د هغه په بيان کې، نوموړي وليکل، "زما خدای دې موږ زموږ له ملګرو وساتي. موږ کولای شو له خپلو دوښمنانو خپله د ځان خوندي کولو هڅه وکړو".[۲۹][۳۰]

جينا

[سمول]

د 1793ز کال د اکتوبر په مياشت کې، فيشته په زيورخ کې واده وکړ، چېرته چې هغه پاتې کال تېر کړ. د فرانسوي انقلاب د پېښو او اصولو څخه په اغېزمن کېدو، نوموړي دوه رسالې وليکلې او په بې نومه ډول يې خپرې کړې، د کومو له امله چې هغه ته د فکر او عمل د ازادۍ د يو مخلص ساتونکي او د سياسي بدلونونو د پلوي په توګه کتل کېږي. د همدې کال د ديسمبر په مياشت کې، نوموړی د «جينا» په پوهنتون کې د فلسفې د يو فوق العاده پروفيسر د ځای د ډکولو لپاره وبلل شو. نوموړی دا بلنه ومنله او د 1794ز کال د مۍ په مياشت کې يې تدريس پيل کړ. د فوق العاده لېوالتيا سره، نوموړي خپل "ماورايي بيلګه ييز" سيستم تشریح کړ. د هغه بريا سملاسي وه. هغه د خپل شخصيت د خلوص او پیاوړتيا له امله د يو مدرس په توګه تکامل ته ورسېد. دا درسونه وروسته د "د عالم مسلک" (Einige Vorlesungen über die Bestimmung des Gelehrten) تر عنوان لاندې خپاره شول. هغه خپل ځان د خورا زياتو ليکنو لپاره وقف کړ، او ډېر ژر د هغه پرله پسې اثار راڅرګند شول.[۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې

[سمول]
  1. "Fichte". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. "Duden | Johann | Rechtschreibung, Bedeutung, Definition". Duden (په جرمني ). لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸. Johann منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Duden | Gottlieb | Rechtschreibung, Bedeutung, Definition". Duden (په جرمني ). لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸. Gọttlieb منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Duden | Fichte | Rechtschreibung, Bedeutung, Definition". Duden (په جرمني ). لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸. Fịchte منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Dieter Henrich, "Fichte's Original Insight", Contemporary German Philosophy 1 (1982 [1966]), ed. by Darrel E. Christensen et al., pp. 15–52 (translation of Henrich, Dieter (1966), "Fichtes ursprüngliche Einsicht", in: Subjektivität und Metaphysik. Festschrift für Wolfgang Cramer edited by D. Henrich und H. Wagner, Frankfurt/M., pp. 188–232). Henrich's article is an analysis of the following three presentations of the Wissenschaftslehre: Grundlage der gesamten [sic] Wissenschaftslehre (Foundations of the Science of Knowledge, 1794/1795), Versuch einer neuen Darstellung der Wissenschaftslehre (An Attempt a New Presentation of the Wissenschaftslehre, 1797/1798), and Darstellung der Wissenschaftslehre (Presentation of the Wissenschaftslehre, 1801).
  6. "Review of Aenesidemus" ("Rezension des Aenesidemus", Allgemeine Literatur-Zeitung, 11–12 February 1794). Trans. Daniel Breazeale. In Breazeale, Daniel; Fichte, Johann (1993). Fichte: Early Philosophical Writings. Cornell University Press. مخونه 63. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) (See also: FTP, p. 46; Breazeale 1980–81, pp. 545–68; Breazeale and Rockmore 1994, p. 19; Breazeale 2013, pp. 36–37; Waibel, Breazeale, Rockmore 2010, p. 157: "Fichte believes that the I must be grasped as the unity of synthesis and analysis.")
  7. Robert C. Solomon, In the Spirit of Hegel, Oxford University Press, p. 23.
  8. Verkamp, B.J. (2008). Encyclopedia of Philosophers on Religion. McFarland & Company, Incorporated, Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-3286-8. لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. کينډۍ:Cite NIE
  10. کينډۍ:Cite Americana
  11. کينډۍ:Cite Americana
  12. کينډۍ:Cite Americana
  13. Wood, Allen W. (21 April 2016). Fichte's Ethical Thought. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-107950-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Breazeale, Daniel; Fichte, Johann (1993). Fichte: Early Philosophical Writings. Cornell University Press. مخونه 2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. کينډۍ:Cite Americana
  16. Anthony J. La Vopa, Fichte: The Self and the Calling of Philosophy, 1762-1799, Cambridge University Press, 2001, p. 26.
  17. کينډۍ:Cite NIE
  18. کينډۍ:Cite Americana
  19. She was the niece of the famous poet F. G. Klopstock.
  20. Imhof, Gottlieb (1959). Kleine Werklehre der Freimaurerei. I. Das Buch des Lehrlings. 5th ed. Lausanne: Alpina, p. 42.
  21. Lawatsch, Hans-Helmut (1991). "Fichte und die hermetische Demokratie der Freimaurer." In: Hammacher, Klaus, Schottky, Richard, Schrader, Wolfgang H. and Daniel Breazeale (eds.). Sozialphilosophie. Fichte-Studien, Vol. 3. Amsterdam-Atlanta: Editions Rodopi, p. 204, ISBN 978-90-5183-236-5.
  22. Anthony J. La Vopa, Fichte: The Self and the Calling of Philosophy, 1762-1799, Cambridge University Press, 2001, p. 151.
  23. Breazeale, Daniel; Fichte, Johann (1993). Fichte: Early Philosophical Writings. Cornell University Press. مخونه 4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. کينډۍ:Cite Americana
  25. Anthony J. La Vopa, Fichte: The Self and the Calling of Philosophy, 1762-1799, Cambridge University Press, 2001, p. 151.
  26. کينډۍ:Cite Americana
  27. Breazeale, Daniel; Fichte, Johann (1993). Fichte: Early Philosophical Writings. Cornell University Press. مخونه 7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. It is unknown if the omission was an accident or a deliberate attempt by the publisher to sell copies. In either case, Fichte had not planned it and only heard about it much later. He wrote to his fiancée: "Why did I have to have such utterly strange, excellent, unheard-of good luck?" See Garrett Green's Introduction to Attempt at a Critique of All Revelation. Cambridge: Cambridge University Press, 1978.
  29. Letter from Jens Baggeson to Karl Reinhold. Quoted in Editor's Introduction to Fichte, Early Philosophical Writings. London: Cornell University Press, 1988.
  30. Popper, Karl. "The Open Society and Its Enemies." Princeton: Princeton University Press, 1994. Vol 2, p. 266.
  31. On the role of Freemasonry in Fichte's call to Jena, see Klaus Hammacher, Fichte und die Freimaurerei', in Fichte-Studien 2/1990, pp. 138–159; Hans-Helmut Lawatsch, Fichte und die hermetische Demokratie der Freimaurei', in Fichte-Studien, 3/1991, pp. 204–218. As quoted in کينډۍ:In lang Marco Rampazzo Bazzan, Il prisma "Rousseau". Lo sguardo di Fichte sulla politica tra Staatsrecht e Rivoluzione francese. Franco Angeli Edizioni, 2017, p. 38, ISBN 9788891757531
  32. کينډۍ:Cite NIE
  33. کينډۍ:Cite Americana