ګاز پروم
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد | |
څښتن |
برخه د |
---|
بنسټګر | |
---|---|
جایزې |
|
وېبپاڼه |
gazprom.ru (روسي) |
---|
ګاز پروم ( انګلیسي : PJSC Gazprom) د روسیې د لوی دولتي ملکیت په توګه یو ملي د انرژۍ شرکت دی چي مرکزي دفتر یې د سینټ پیټرزبورګ په لکتا کي موقعيت لري. [۳]د ګازپروم نوم د روسي gazovaya promyshlennost ( د ګازو صنعت) څخه اخیستل سوی دی. د 2022 په جنوري کي ګازپروم د بازار د پانګووني له مخي په روسیه کې د ترټولو لوی شرکت په لیست کي لمړئ ځای خپل او سبربینک کمپنۍ یې هم شاته پرېښودل. په 2022 کي ددې شرکت عاید 8 ټریلیون روبل ته ورسېدی.
ګاز پروم په هر اړخېزه توګه د ګازو د صنعت په هره برخه کي لکه د اکتشاف او تولید، تصفیه، ټرانسپورټ ، توزیع او بازار موندنه او د بریښنا تولید کي فعال دی. په 2018 کي ګازپروم د طبیعي ګاز د نړیوال تولید دوولس سلنه چي 497.6 ملیارد متر مکعب طبیعي ګاز او 15.9 ملیون ټنه ګاز کنډنسیټ کیږي تولید کړ. ګازپروم خپل تولید د پایپ لاینونو له لاري نړۍ ته صادروي چي ددغه پایپ لاینونو شرکت یې په روسیه او بهر دواړو کي شتون لري. یاد شرکتونه نورډ سټریم 1 او ترک سټریم نومیږي. ګازپروم په همدغه 2018 کي د 35.1 ټریلیونه متره مکعبه ګاز او 1.6 ملیارد ټنه ګاز کنډنسیټ ثابتي زیرمي درلودې. [۴] ګازپروم د خپل فرعي شرکت Gazprom Neft له لاري د تیلو لوی تولیدوونکی هم دی چي شاوخوا 41 ملیونه ټنه تیل تولیدوي او زیرمې یې 2 ملیارد ټنه دي. [۴] دا شرکت په صنعتي سکتورونو کي فرعي شرکتونه لکه د مالیې، رسنیو او هوايي چلند او نورو کي هم برخه وال دی.
ګاز پروم په 1989 کي هغه مهال کله چي د شوروي د ګازو صنعت وزارت په یوه شرکت بدل سو، رامنځ ته سو. د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته دغه شرکت خصوصي سو او په روسیه کي یې خپلي شتمنۍ پخپل لاس کي واخیستې. دا شرکت وروسته د 2000 لسیزي په لومړیو کي د دولت کنټرول ته راستون سو، او له هغه وخت راهیسي شرکت د روسیې د حکومت په دیپلوماتیکو هڅو، د ګازو د بیو په ټاکلو او پایپ لاینونو ته د لاسرسي په برخه کي رول لوبوي.
Gazprom د 2000 په مارچ کي د RUB3.94T (US $44.96 ملیارد) د بازار پانګه اچونه درلوده، چي د 2019 تر سپتمبر پوري 80.56 ملیارده ډالرو ته لوړه سوه
- ↑ سرچينې تړی: http://www.gazprom.com/investors/stock/structure/. Retrieved: ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸. Archive URL: https://web.archive.org/web/20180915225605/http://www.gazprom.com/investors/stock/structure/. Archive date: ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸.
- ↑ سرچينې تړی: http://www.gazprom.com/investors/stock/structure/. Retrieved: ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸.
- ↑ . 6 June 2017.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help) - ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs named:2
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P127 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P112 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P856 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP154
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: missing title