کرېسټوفر هېچنز
کرسټوفر ارېک هېچنز (زوکړه د ۱۹۴۹ کال د اپرېل ۱۳مه – مړینه د ۲۰۱۱ کال د ډېسمبر ۱۵مه) یو انګلیسی الاصله امریکايي لیکوال او ژورنالېست و چې په پراخه کچه د ۲۰مې او ۲۱مې پېړۍ د تر ټولو متنفذو ماده پالکونکو په توګه پېژندل شوی. هغه د عقیدې، سیاست او ادب په برخه کې د ۱۸ کتابونو لیکوال دی، هغه په انګلستان کې زېږېدلی او هملته یې زدهکړې کړې، چې په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې له اکسفورډ پوهنتون څخه فارغ شوی. هغه د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لومړیو کې امریکا ته کډوال شو او نېشن (ملت) او وینتي فر (د غرور بازار) مجلو ته یې لیکنې وکړې. هغه د نوي الحاد له څلورو سوارکارانو څخه یو بلل کېږي. هغه د ستون لیکونکي او ویناوال په توګه شهرت ترلاسه کړ. د هغه پوهنپوهنیزه/ معرفتي فلسفهییزه چاړه د حقوقو او فلسفې په برخه کې لا هم نښه ده.[۱] [۲][۳]
د هېچنز سیاسي نظریاتو د هغه د ژوند په بهیر کې خورا وده وکړه. هغه په اصل کې ځان د یو دیموکراتیک سوسیالیست په توګه تشرېح کاوه، هغه د خپل ژوند په لومړیو کې د بېلابېلو سوسیالیستي سازمانونو غړی و. هغه د امریکا د بهرنۍ پالیسي پر جنبو لکه په ویتنام شیلي او ختیځ تیمور کې پر مداخله، نیوکه لرله، که څه هم د کوسوو په جګړه کې یې له متحده ایالاتو څخه ملاتړ وکړ. هېچنز پهخپله سیاسي فلسفه کې د امریکا د انقلاب او اساسي قانون پر مرکزیت ټینګار کړی. هېچنز د سقط/نقصان په اړه پېچلي نظریات لرل؛ په ډېری مواردو کې له اخلاقي پلوه ورسره مخالف و او باوري و چې جنین د شخصیت مستحق دی، په ورته حال کې یې د قانوني کېدلو اړوند مبهمې او بدلې نظریې لري. هغه د همجنس پالانو او وسلې له حقونو څخه ملاتړ کاوه حال دا چې د نشهيي توکو پر وړاندې د جګړې مخالف و. د ۱۹۹۰یمې لسیزې له پیل سره په ځانګړې ډول د سېپټمبر تر یوولسمې وروسته د هغه سیاستونو په پراخه کچه ښي اړخ ته تلوسه لرله، خو هېچنز د محافظه کار پر نومولو اعتراض درلود. د ۲۰۰۰مې لسیزې په بهیر کې یې د افغانستان او عراق پر یرغل بحث وکړ، د ۲۰۰۴ کال په ټاکنیزو سیالیو کې یې د جورج ډبلیو بوش بیاټاکنه تایید کړه او اسلام یې د لویدیځې نړۍ لپاره لوی ګواښ وباله. [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
هېچنز ځان پر خدای د عقیدې ضد باله او ټولو مذهبونو ته یې د مضرو، استبدادي او دروغجنو په نظر کتل. هغه د بیان آزادۍ ساینسي کشف او د کلیسا او دولت پر جلاوالي داسې استدلال کاوه چې هغوی د بشري تمدن لپاره د چلند د یو اخلاقي کود په توګه پر دین غورهوالی لري. د هغه دا وینا چې «هر هغه څه چې له شواهدو پرته يې د منلو ادعا کېدی شي، له شواهدو پرته ردېدلی هم شي» د هېچنز د فلسفهییزې چاړې په نوم پېژندل شوې ده. هېچنز په ځانګړې توګه د تبلیغي موقف کتاب کې د کاتولیکې راهبې مور ترزا، د څوک د دروغ ویلو لپاره پاتې نه دي کتاب کې د ولسمشر بېل کلېنټون او د هنري کیسینجر محاکمه کتاب کې د امریکايي ديپلومات هنري کیسینجر انتقادي ژوند لیکونه ولیکل. هېچنز د ۲۰۱۱ کال په ډېسمبر کې د مرۍ سرطان د ګډوډیو له امله د ۶۲ کلونو په عمر ومړ. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
ژوند او دنده
[سمول]د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې
[سمول]هېچنز په پورتسموث کې د دوو زامنو د مشر زوی په توګه نړۍ ته راغی؛ د هغه ورور پیټر یو ټولنیز محافظهکار ژورنالېست شو. د هغوی مور او پلار ارېک ارنست هېچنز (زوکړه ۱۹۸۷ – مړینه ۱۹۰۹) او يېوان ژان هېچنز (چې کورنۍ نوم یې هېکمن و؛ زوکړه ۱۹۲۱-مړینه ۱۹۷۳) د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې په سلطنتي سمندري ځواکونو کې د خدمت پر مهال په سکاټلند کې له یو بل سره وپېژندل. د هغه مور د ښځو د سلطنتي سمندري پوځي خدمتونو له خدماتي کارکوونکو او غړو څخه وه. هغه یهودی الاصله وه (کرېستوفر او ورور یې ۱/۳۲ برخې نژادي اقلیت یهودیان وو)، دا هغه څه و چې چې هېچنز په ۳۸ کلنۍ کې وموندل او هغه د یو یهودي په توګه وپېژندل شو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
هېچنز زیاتره ارېک د یو قومندان په توګه یادوي. ارېک د اچ ام اېس جامیکا په نوم بېړۍ کې وګومارل شو، چې د ۱۹۴۳ کال د ډېسمبر په ۲۶مه یې د شمالي کېپ په جګړه کې د شارنورسټ په نوم د المان د جنګي بېړۍ په ډوبېدو کې برخه واخیسته. هغه په جګړه کې د خپل پلار مرستې ته درناوی وکړ چې ویل یې: «د نازیانو د یوې تصدۍ د ځمکې تل ته کول تر ټولو غوره کار دی چې تردې مهاله یې ترسره کړی.» د ارېک د سمندري دندې له امله اړتیا وه چې د مالتا په ګډون چېرته چې پیټر هېچنز په ۱۹۵۱ کال کې په سلیمه ښار کې زېږېدلی و، په ټوله بریتانیا کې له یوې اډې څخه بلې اډې ته کډه شي. ارېک وروسته د بېړۍ جوړوونکو، چټکو بېړیو او د یو ابتدایه ښوونځي لپاره د حسابدار په توګه کار وکړ. [۲۶][۲۷][۲۸]
هېچنز په دوو خپلواکو ښوونځیو کې زدهکړې وکړې، چې له اته کلنۍ څخه یې د ټاویسټوک، ډوون سیمې په مونټ هاوس او د کمبرېج په لېنز ښوونځي کې زدهکړې وکړې. هېچنز په ۱۹۶۷ کال کې د اکسفورډ په بالیول کالج کې ومنل شو، هلته هغه فلسفه، سیاست او اقتصاد ولوستل، چې تدریس یې سټيون لوکس او انتوني کني پر غاړه و. هغه په ۱۹۷۰ کال کې په درېیمه درجه فارغ شو. هغه پهخپله نوې ځوانۍ کې د ریچارډ لیولین «زما دره څومره شنه وه»، د ارټور کوسلر «په غرمه کې تیارې»، د فئوډور ډاسټایوسکي د«جرمونو او سزا»، د آر.اېچ ټواني «د مذهب او سرمایهدارۍ پر عروج نیوکه» اثارو او په ټوله کې د جورج اورویل د اثار تر اغېز لاندې راغی. هغه په ۱۹۶۸ کال کې د پوهنتون ننګونې په نوم د تلویزوني پوښتنو په خپرونه کې ګډون وکړ.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
هېچنز په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د ویتنام جګړې، اټومي وسلو، توکم پالنې او اولیګارشۍ (د شتمنو واکمنۍ) په ګډون د بې شمېره سیاسي اتحادیو سره د اختلاف له امله له کیڼ سیاسي لوري سره یوځای شو. هغه د ۱۹۶۰مې او ۱۹۷۰یمې لسیزې فرهنګي ضد او اعتراضي غورځنګونو ته لېواتیا ښکاره کړه. نوموړي د هغه مهال د نشهيي توکو له تفریحي کارونې څخه ډډه وکړه او ويې ویل: «زما په ډله کې موږ لږ څه د خونداخیستلو خلاف وو... دې چارې د موندل کېدلو لپاره د پولیسو لمسون خورا اسانه کړی و، ځکه د نشهيي توکو کښت هغه څه و چې نږدې هر څوک پرې پوهېدای شوی.» هېچنز د جېمز کامرون د یوې مقالې له لوستلو څخه الهام واخیست چې ژورنالېست /خبریال شي. [۳۵][۳۶][۳۷]
هېچنز د خپلې ځوانۍ په دوران کې دوهجنس پال و او په ټوکه يې وویل چې د عمر له زیاتوالي سره د هغه ظاهري بڼه «تر هغې کچې راټيټه یا بدله شوه چې یوازې ښځې به له هغه سره د خوب بستر ته تللې.» هغه وویل چې په اکسفورډ پوهنتون کې يې له دوو نارینه زدهکړیالانو سره جنسیي اړیکې لرلې، که څه هم نوموړی د هغوی نومونه په عام ډول نه افشا کوي خو په وینا یې هغوی وروسته د مارګاریت تاچر د لومړي وزیرتوب په دوره کې د محافظهکارانو وزیران شول. [۳۸]
هېچنز په ۱۹۶۵ کال کې له کاریګر ګوند سره یوځای شو، خو په ۱۹۶۷ز.کال کې د هغه څه له امله چې هېچنز «د ویتنام له جګړې څخه د لومړي وزیر هارولډ ویلسون د سپکاويوړ ملاتړ وباله» د کاریګرو زدهکړیالانو د سازمان له لوی اکثریت سره اخراج شو. هېجنز د پیټر سیدوک چا چې د وېکتور سرژ د روسیې انقلاب او د شوري مخالف اثار ژباړلي، تر اغېز لاندې د تروتسکیزم او د سټالینیسټي ضد سوسیالیزم سره تحریفي اېډیالوژیکه مینه پیدا کړه. تر هغه لږ وروسته نوموړی د «لومګزامبورګ د مخکې-تروتسکیزم له یوې کوچنۍ خو مخ پر ودې فرقې سره یوځای شو. [۳۹][۴۰][۴۱]
په انګلستان کې د خبریالۍ دنده (۱۹۷۱-۱۹۸۱)
[سمول]هېچنز د خپل کار په لومړيو کې د نړیوال سوسیالیزم له مجلې سره د ژورنالېست په توګه کار پیل کړ. چې د نړیوالو سوسیالیستانو لهخوا خپرېده، چې اوسمهال د بریتانیا د سوسیالیست ګوند مخکښان دي. دا ډله په پراخه کچه تروتسکیزان وو، خو د نورو اورتودوکس تروتسکیزي ډلو سره یې توپیر درلود، داسې چې هغوی د کمونیستي دولتونو په توګه د «کاریګرانو له دولتونو» څخه دفاع رد کړه. د دوی شعار «نه واشنګټن او نه مسکو و بلکې نړیوال سوسیالیزم» وو. [۴۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "What does 'Hitchens' razor' means in Philosophy?". The Hindu. 17 December 2017.
- ↑ "'God is Not Great' Author Christopher Hitchens on Religion, Iraq, and His Own Reputation -- New York Magazine - Nymag". 26 April 2007.
- ↑ "Author Christopher Hitchens targets God and faith". Reuters. 18 June 2007.
- ↑ Pallardy, Richard (April 9, 2022). "Christopher Hitchens". Encyclopædia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی November 23, 2022.
After the September 11 attacks of 2001, Hitchens was widely perceived as having migrated to the right on the political spectrum, actively campaigning for the invasion of Iraq and deposal of Saddam Hussein and endorsing George W. Bush in the 2004 U.S. presidential election. Hitchens dropped his column for The Nation in 2002. He maintained that the shifts in his political allegiances were motivated by the right's stronger and more-interventionist stance against what he deemed "fascism with an Islamic face."
- ↑ Christopher Hitchens – Charlie Rose (په انګليسي), archived from the original on 3 October 2021, نه اخيستل شوی 3 October 2021
- ↑ Seymour, Richard (27 March 2012). "The late Christopher Hitchens". International Socialism (134). Archived from the original on 20 November 2019. نه اخيستل شوی 25 August 2021.
- ↑ Hitchens, Christopher (2002), Why Orwell Matters, Basic Books, pg 105
- ↑ Hitchens, Christopher (December 5, 2019). "A Left-Wing Atheist's Case Against Abortion". Crisis Magazine (په انګليسي). Sophia Institute Press. نه اخيستل شوی November 26, 2022.
- ↑ Carter, Graydon (2021-12-17). "Christopher Hitchens Was Fearless". The Atlantic (په انګليسي). نه اخيستل شوی November 26, 2022.
..., I asked him if he'd be up for writing a column on gun control. He told me that he'd love to. But he wanted to let me know up front that he was opposed to controls.
- ↑ Hitchens, Christopher (October 12, 2009). "Legalize It". Foreign Policy (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-11-26.
- ↑ Anthony, Andrew (2005-09-17). "The big showdown". The Observer (په انګليسي). ISSN 0029-7712. نه اخيستل شوی 2023-02-28.
- ↑ Pallardy, Richard (April 9, 2022). "Christopher Hitchens". Encyclopædia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی November 23, 2022.
After the September 11 attacks of 2001, Hitchens was widely perceived as having migrated to the right on the political spectrum, actively campaigning for the invasion of Iraq and deposal of Saddam Hussein and endorsing George W. Bush in the 2004 U.S. presidential election. Hitchens dropped his column for The Nation in 2002. He maintained that the shifts in his political allegiances were motivated by the right's stronger and more-interventionist stance against what he deemed "fascism with an Islamic face."
- ↑ Staff (December 13, 2021). "Why Christopher Hitchens Still Matters". Areo (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-11-26.
- ↑ Parker, Ian (16 October 2006). "He Knew He Was Right: How a former socialist became the Iraq war's fiercest defender". The New Yorker. نه اخيستل شوی 23 November 2022.
- ↑ Hitchens, Christopher (October 31, 2004). "Christopher Hitchens: Why I'm voting for Bush (but only just)". The Guardian (په انګليسي). نه اخيستل شوی November 23, 2022.
- ↑ Hitchens, Christopher (2005). Letters to a Young Contrarian. Basic Books. pp. 55, 57. ISBN 0465030335.
I am [not a] part of the generalised agnosticism of our culture. I am not even an atheist so much as I am an anti-theist... all religions are versions of the same untruth... the influence of churches, and the effect of religious belief, is positively harmful... cradle-to-grave divine supervision; a permanent surveillance and monitoring... I am [not] privy to the secrets of the universe or its creator... even [the best of the theisms] are complicit in this quiet and irrational authoritarianism.
- ↑ Hitchens, Christopher (20 October 2003). "Mommie Dearest". Slate. Archived from the original on 12 October 2018. نه اخيستل شوی 24 April 2016.
- ↑ McGrattan, Cillian (2016). The Politics of Trauma and Peace-Building: Lessons from Northern Ireland. Abingdon: Routledge. p. 2. ISBN 978-1138775183.
- ↑ Video: Christopher Hitchens (14 August 1995) appearance on C-SPAN پر يوټيوب باندې
- ↑ Hitchens, Christopher (2 June 2010). "The Commander: My Father, Eric Hitchens". Slate.com. Archived from the original on 15 April 2012. نه اخيستل شوی 14 April 2012.
- ↑ Walsh, John (27 May 2010). "Hitch-22: a memoir by Christopher Hitchens". The Independent. Archived from the original on 30 May 2010. نه اخيستل شوی 28 May 2010.
- ↑ Gordon, Meryl (8 May 2007). "The Boy Can't Help It". NYMag.com. Archived from the original on 1 October 2014. نه اخيستل شوی 30 September 2014.
- ↑ Tracy, Marc (19 December 2011). "On Christopher Hitchens's Jewishness". Tablet Magazine. Archived from the original on 28 May 2016. نه اخيستل شوی 23 April 2016.
- ↑ Barber, Lynn (14 April 2002). "Look who's talking". The Observer. Archived from the original on 31 December 2007. نه اخيستل شوی 1 June 2005.
- ↑ Wilby, Peter (16 December 2011). "Christopher Hitchens obituary". The Guardian. Archived from the original on 9 September 2019. نه اخيستل شوی 22 June 2019.
Hitchens was ... a liberal studies professor at the New School in New York and, for a time, visiting professor at Berkeley in California
- ↑ "Hitchens, death and the Malta connection". Archived from the original on 3 April 2019. نه اخيستل شوی 25 January 2018.
- ↑ Hitchens, Christopher (2 June 2010). "The Commander: My Father, Eric Hitchens". Slate.com. Archived from the original on 15 April 2012. نه اخيستل شوی 14 April 2012.
- ↑ Yglesias, Matthew (20 October 2003). "The Commander: My Father, Eric Hitchens". Slate. Archived from the original on 16 August 2011. نه اخيستل شوی 16 December 2011.
- ↑ Wilby, Peter (16 December 2011). "Christopher Hitchens obituary". The Guardian. Archived from the original on 9 September 2019. نه اخيستل شوی 22 June 2019.
Hitchens was ... a liberal studies professor at the New School in New York and, for a time, visiting professor at Berkeley in California
- ↑ "Obituary: Christopher Hitchens". BBC. 16 December 2011. Archived from the original on 27 July 2018. نه اخيستل شوی 21 June 2018.
- ↑ Hitchens, Christopher. Hitch-22.
What she [Yvonne] wanted was to see me represent Balliol on the University Challenge team, where I did actually make my first-ever television appearance.
- ↑ Morrison, Blake (29 May 2010). "I contain multitudes". The Guardian. Archived from the original on 6 March 2016. نه اخيستل شوی 16 April 2016.
- ↑ Walsh, John (27 May 2010). "Hitch-22: a memoir by Christopher Hitchens". The Independent. Archived from the original on 30 May 2010. نه اخيستل شوی 28 May 2010.
- ↑ Barber, Lynn (14 April 2002). "Look who's talking". The Observer. Archived from the original on 10 April 2019. نه اخيستل شوی 30 June 2015.
- ↑ Simon Cottee; Thomas Cushman, eds. (2008). Christopher Hitchens and His Critics : Terror, Iraq, and the Left. New York, London: New York University Press. p. 168. ISBN 978-0814716861. OCLC 183392372.
- ↑ Barber, Lynn (14 April 2002). "Look who's talking". The Observer. Archived from the original on 10 April 2019. نه اخيستل شوی 30 June 2015.
- ↑ Robinson, Peter (15 September 2007). "You said you wanted a revolution: 1968 and the Counter-Counterculture (Peter Robinson interview with William Buckley Jr and Christopher Hitchens)". web.archive.org. Hoover Institution. Archived from the original on 15 September 2007. نه اخيستل شوی 12 October 2012.
- ↑ Aitkenhead, Decca (21 May 2010). "Christopher Hitchens: 'I was right and they were wrong'". Decca Aitkenhead. The Guardian. Archived from the original on 24 June 2013. نه اخيستل شوی 26 January 2015.
- ↑ Hithens, Christopher (1 January 2005). "Heaven on Earth – Interview with Christopher Hitchens". PBS. Archived from the original on 12 June 2006. نه اخيستل شوی 1 January 2006.
- ↑ Walsh, John (27 May 2010). "Hitch-22: a memoir by Christopher Hitchens". The Independent. Archived from the original on 30 May 2010. نه اخيستل شوی 28 May 2010.
- ↑ Hitchens, Christopher (25 April 2005). "Long Live Labor – Why I'm for Tony Blair". Slate. Archived from the original on 31 August 2011. نه اخيستل شوی 16 April 2016.
- ↑ Hitchens, Christopher (1 April 1972). "International Socialism: Christopher Hitchens "Workers' Self Management in Algeria" (1st series)". Encyclopedia of Trotskyism.