پښتانه
ټول نفوس | |
---|---|
شاوخوا ۶۰–۷۰ میلیون[۱] | |
ګڼ مېشتې سيمې | |
پاکستان | ۴۲٬۵۹۰٬۳۲۰ (۲۰۲۰)[۲] |
افغانستان | ۱۵٬۳۹۰٬۰۰۰[۳] |
متحده عرب امارات | ۲۰٬۰۰۰ (۲۰۰۹)[۴] |
د امريکا متحده ايالات | ۵۰٬۰۰۰ (۲۰۱۰)[۵] |
ايران | ۵۰٬۰۰۰ (۱۹۹۳)[۶] |
برېتانيا | ۴۰٬۰۰۰ (۲۰۰۹)[۷] |
جرمني | ۲۰٬۰۰۰ (۲۰۱۸)[۸] |
کاناډا | ۱۵٬۰۰۰ (۲۰۱۵)[۹] |
هند | ۵٬۰۰۰ (۲۰۱۳)[۱۰] |
روسيه | ۲۰٬۰۰۰ (۲۰۲۰)[۲] |
آسټراليا | ۸٬۳۵۰ (۲۰۲۰)[۱۱] |
ژبې | |
پښتو | |
دين | |
اکثریت: اسلام (سنی اکثریت، شیعه اقلیت)[۱۲][۱۳] لږکي:پښتانه، پختانه، پټان يا افغان یوه ایراني قبیلوي ډله ده چې په منځنۍ او سویلي آسیا کې مېشت دي. د دې توکمیزې ډلې مورنۍ ژبه پښتو ده چې یوه ختیځه آریایي ژبه ده. په داسې حال کې چې د هند په نیمه وچه کې پښاته بیا هندي-اردو د دویمې ژبې په توګه کاروي، خو د پښتنو یو مهم اقلیت پارسي یا هندي-اردو د لومړۍ ژبې په توګه کاروي. د پښتنو ټول نفوس نږدې ۶۰-۷۰میلیونه وګړي اټکل شوې دي؛ خو دا شمېره د ۱۹۷۹ ز کال راهیسې، په افغانستان کې د رسمي سرشمېرنې د نه شتون له امله د اختلاف وړ ده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۱][۲۸] | |
اړوند توکمډله | |
نور اريايي ټبر وګړي |
پښتانه د افغانستان په سویل او د پاکستان په شمال لوېدیځ خاوره کې ځایي اوسیدونکي دي چې د نفوسو ډېری برخه په همدې سیمو کې اوسیږي. پښتنو پاچایانو په لوېديځ کې له مرکزي فارس نه نيولې په ختیځ کې تر بنګال پورې پر بېلابېلو سيمو واکمني کړې ده. د خورو ورو پښتنو د پام وړ او تاریخي ټولنې د پاکستان په سیند او پنجاب صوبو کې (په ځانګړې توګه د کراچۍ او لاهور په ښارونو کې) او د هند د اترپردیش ایالت په روهیل کنډ سیمه (په لویو ښارونو، لکه: ډیلي او ممبئی) کې شتون لري. په دې وروستیو کې پښتانه د فارس خلیج په عربي هېوادونو کې (په ځانګړې توګه په عرب متحده اماراتو کې) د لوی سویلي آسیا د خورو ورو وګړو لویه برخه جوړوي. [۲۹]
په افغانستان کې پښتانه تر ټولو لویه توکمیزه ډله ګڼل کېږي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د دې هېواد د ټول نفوس نږدې ۵۰٪ برخه جوړوله. دوی په افغانستان کې د دې ولس د را منځ ته کېدو راهیسې د توکمیزو ژبو واکمنه ډله ده. له دې سره، په پاکستان کې پښتانه دویمه لویه توکمیزه ډله ده چې د هېواد د ټول نفوس له ۱۵٪ نه تر ۱۸٪ پورې برخه جوړوي او د نوموړي ولس له پنځو لویو توکمیزو ډلو نه ګڼل کېږي. په نړۍ کې پښتانه ۲۶مه لویه توکمیزه ډله ده او د نسب د طبقاتو تر ټولو لویه توکمیزه ډله ګڼل کېږي. د اټکل پر بنست له ۳۵۰ نه تر ۴۰۰ پښتانه قومونه او قبیلې شتون لري. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
جغرافیایي وېش
[سمول]دودیز ټاټوبی
[سمول]د پښتنو ډېری نفوس په اصلي پښتون ټاټوبې کې چې د امو سیند په سویل کې په افغانستان کې او د سیند سیند په لوېدیځ کې په پاکستان کې موقعیت لري، مېشت دي. په دې کې خیبر پښتونخوا او شمالي بلوچستان هم ګډون لري. په دې سیمه کې لوی ښارونه جلال آباد، کوټه، کندهار، مردان، مینګوره او پېښور سیمې ګڼل کېږي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
د هند نیمه وچه
[سمول]د هند د نیمې وچې پښتانه، چې له اصلي ټاټوبي نه بهر دي، خپل ځانته او د دې وچې د نورو قومونو له خوا د پټان په نوم یادېږي (چې په هندوستاني ژبه کې د پښتون مترادف کلیمه ده). [۴۱]
له تاریخي اړخه، پښتانه د بریتانوي واکمنۍ په دوران او له هغه نه مخکې د سیند سیند په ختیځ کې په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل چې په کې کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ، بمبۍ (اوس ممبۍ)، ډیلي، کلکته، روهیل کنډ، جیپور او بنګلورکې ګډون لري. دا اوسیدونکي، د اوسني افغانستان او پاکستان (د ۱۹۴۷ دمخه بریتانوي هند) د پښتنو نسل دی. د هند په ځینو سیمو کې دوی ته کله ناکله د کابلی والا په نوم هم غږ کېږي. [۴۲]
په هند کې د پام وړ خورې ورې پښتني ټولنې شته. د اترپردیش د روهیل کنډ سیمه د پښتنو د روهیلا د ټولنې په نوم نومول شوې ده. د ښکېلاک په دوره کې دواړه بمبۍ او کلکته، د افغانستان نه د پښتنو کډوالو لومړنۍ موخې وې. د راجستان په جیپور او د کرناټکا په بنګلور ښارونو کې هم د ۱۰۰۰۰ کسانو نه ډېر نفوس شتون لري. بمبۍ (اوسنۍ ممبۍ) او کلکته دواړه، د یو میلیون نه زیات پښتانه نفوس لري، په داسې حال کې چې جیپور او بنګلور شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ وګړي اټکل شوي دي. پښتانه په بنګلور کې د خان وروڼه فیروز، سنجې او اکبر خان دي، چې پلار یې له غزني نه بنګلور ته کډه شوی و. [۱۰][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
له اصلي ټاټوبي نه بهر، کراچۍ د پښتنو د تر ټولو لویې ټولنې کور دی (چې شاوخوا ۷ میلیونه اټکل شوی دی). د قطر د جورج ټاون له پوهنتون نه اناتول لیوین په ۲۰۲۱ ز کال کې لیکلي وو چې د دې ښار د پښتنو د اوسېدو له امله، کراچي له (کابل، کندهار یا پېښور نه وروسته) ښايي د نړۍ تر ټولو لوی پښتون مېشته ښار وي. [۴۹][۵۰][۵۱]
ایران
[سمول]د سویلي او مرکزي آسیا تر څنګ، پښاته د ایران په ختیځو او شمالي برخو کې په کمه کچه موندل کېږي. د ۱۶۰۰ لسیزې له نیمایي نه سندونه ښیي چې، درانيو پښتنو د صفوي ایران په خراسان ولایت کې ژوند کاوه. په ایران کې د غلجي پښتنو له لنډې واکمنۍ وروسته، نادرشاه د کندهار وروستی خپلواک غلجی واکمن حسین هوتک له ماتې سره مخامخ کړ. نادر شاه د افغانستان په سویل کې د دراني واکمنۍ د ملاتړ لپاره، حسین هوتک او د غلجي پښتنو لوی شمېر د شمالي ایران مازندران ولایت ته جلا وطنه کړل. د دې جلاوطنه ټولنو پاتې شوني، که څه هم اوس په ایراني ټولنه کې جذب شوي دي، د پښتون نسب ادعا کوي. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې، د څو کلونو په اوږدو کې په ایراني خراسان ولایت کې د دراني پښتنو شمېر ډېر زیات شو. وروسته دا سیمه د دراني سترواکۍ یوه برخه شوه. د افغانستان دویم درانی پاچا تیمورشاه، په مشهد کې زیږیدلی دی. په ختیځ کې د دراني واکمنۍ په وخت کې، آزاد خان افغان، چې یو قومي غلجي پښتون و او د افشاري واکمنۍ پر مهال د اذربایجان دویم مشر و، د لنډې مودې لپاره د ایران او آذربایجان په لویدیځو سیمو کې واک ترلاسه کړ. په ۱۹۸۸ز کال کې د یوې نمونوې سروې له مخې: د ایران د خراسان ولایت په سویلي برخه کې د ټولو افغان کډوالو ۷۵٪ درانی پښتانه وو.[۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]
په نورو سیمو کې
[سمول]هندي او پاکستاني پښتنو د دې هېوادونو د بریتانیې له مشترک المنافع اړیکو نه ګټه اخیستې ده او د ۱۹۶۰ ز لسیزې په اوږدو کې یې عصري ټولنې په عمده توګه په انګلستان، کاناډا، استرالیا، بلکې په نورو ټولګټو هېوادونو (او متحده ایالاتو) کې رامنځ ته کړې دي. ځینې پښتانه په منځني ختیځ کې، لکه: په عربي ټاپووزمه کې هم مېشت شوي دي. د بېلګې په توګه، شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ پښتانه، د فارس خلیج هېوادونو ته د ۱۹۷۶ او ۱۹۸۱ ز کلونو ترمنځ کډه شول، چې د پاکستاني کډوالو ۳۵٪ یې جوړوله. [۵۹]
په افغانستان کې د ۱۹۷۰ ز لسیزې د څو جګړو له امله ،د کډوالو بېلابېلې څپې (نه یوازې افغان پښتانه، بلکې یو شمېر تاجیک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او افغان سیکان هم) د پناه غوښتونکو په توګه له دې هېواد نه کډه شول. [۶۰]
۱.۳ میلیونه افغان کډوال، په پاکستان کې او یو میلیون په ایران کې مېشت دي. نورو د پاکستان له لارې په بریتانیا، امریکا او د اروپايي ټولنې هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده. [۶۱]
قبیلې
[سمول]د پښتنو د قومونو يوه مهمه ځانګړتیا د قبايلو پېچلی سیستم دی. پښتانه په لویه کچه قبایلي خلک دي، خو د ښاري کېدو لومړیتوب په پښتنو ټولنه کې هم بدلون راوستی دی، ځکه چې د کلیوالو پښتنو د راتګ له امله، د کندهار، پېښور، کوټې او کابل په څېر ښارونه، په چټکۍ سره د ودې په حال کې دي. سربېره پر دې، بیا هم ډېر خلک د بېلابېلو قومونو له پتې ځانونه معرفي کوي. [۶۲]
قبيلوي سيستم د جوړښت څو کچې لري: هغه قبيله چې پښتانه په کې وېشل شوي دي، له څلورو لویو ډلو نه دي: سړبني، بيټني، غرغشتي او کرلاڼي، چې ورپسې تبار (قبيله) راځي بيا په خیلونو وېشل کېږي چې د خيل په نامه ياېيږي، په پایله کې په کوچنیو ډلو وېشل کېږي چې د پلارنۍ یا پلارګنۍ په نوم یادېږې، چې ور پسې هر یو له څو پراخوکورنیو نه جوړ شوی دی چې د کهول په نوم یادېږي.[۶۳]
د پښتنو اوسنی پېژند
[سمول]د تاريخپوهانو، وگړپوهانو او پخپله پښتنو ترمېنځ يو داسې بحث دی چې پښتانه د آر له مخې څوک دی. او ددوی په هکله تر ټولو منل شوی او عام اندونه دا دي:.[۶۴]
- پښتانه مسلمانان دي چې د پښتونولی په لار روان دي، او په همدې توگه پښتو د هغوی لومړنی ژبه ده.[۶۵]
- د قيس عبدالرشيد، چې په دوديزه توگه د لومړني پښتون په توگه ياد شوی، د نوموړي د کيسې له مخې پښتون هغه توکم دی چې آر او اصل يې تر پخواني افسانوي پېر پورې رسېږي.
دغه درې پېژندونه د پښتنو د پلرني نسب، ژبتوکميز، او مذهبي کلتوري پېژند په توگه څرگندونه کوي.
توکميزه پېژندنه
[سمول]توکم هغه څه ته وییل کیږی کله چی خلګ مشترک کلتور ، ژبه ، تاریخ او په یو ځانګړی جغرافیه کی ژوند ولری توکم بلل کیږي . پښتانه هم د یوی ژبي فرهنګ ، عنانوي دودو ، ولسی ادبیات ګډ تاریخ په درلودلو سره د یوه بشپړ او ځانګړی توکم بڼه غوره کړي ده. او ددي په رامنځ ته کیدو کي زرګونه کاله لګیدلی دی.
کلتوري پېژندنه
[سمول]کلتور دیو ملت او توکم په پيژ ندلو کی پراخه ونډه لري . پښتانه د ځانګړی کلتور لری د مثال په توګه اتڼ چي د پخوانیو اریایانو څخه پاتي میراث دي او همدارنګه ملمه پالنه ، ځانګړي پښتني دودیزي جامي ، لنډی چي پخوانیو اریایی سرودونو ته ورته دي په پښتنی ټولنه کی ډیر مروج دي . پښتونولي يو ځانګړي قانون دي په پښتنو کښي چي د کمزوري ساتنه ، میلمه پالنه او وعده پوره کول ځانګړتیاوي لري.
ځوځاتي پېژندنه
[سمول]د پښتنو ځوځاتي پېژندنه د دوی د لرغوني دود پښتونولۍ پر بنسټ کېږي. د دې لپاره چې څوک پښتون وشمېرل شي نو بايد پلار يې پښتون وي. د همدغه دود له مخې د دوی د ټبرونو او قبيلو ځوځاتي دود تر اوسه پورې ژوندی دی.
هڅوب
[سمول]د پښتنو هڅوب (فرهڼ) د ډېرو پېړيو د اوښتنو او پړاوونو د تېرېدلو وروسته جوړ شوی. د پښتنو د اسلام نه دمخه دودونه ډېر لرغوني دودونه گڼل کېږي چې آن د يوناني پاچا سکندر اعظم تر وختونو پورې او په ۳۳۰ مخ زېږيز پېر کې د هغه د امپراطوريو تر وختونو پورې چې د ملي نڅا په توگه ژوندي پاتې دي، رسېږي د سکندر مقدوني لومړی قرارګاه په اراکوزيا (د کندهار اوسني معروف او ارغسان سيمه) بلل سويده . خو د ادبياتو او موسيقۍ بڼه يې په لويه کچه د پارسي دود نه اغېزمنه شوې او هغه سيمه ايز موسيقي الات چې پښتنو خپل کړي او يا يې هم په بله بڼه ژباړلي د سيمې له مېشتو هڅوبونو (فرهڼونو) نه اغېزه اخيستې. د پښتنو هڅوب بې جوړې دی، د دوی فرهڼ د خپل آرني رواجونو سره سره په لويه کچه د منځنۍ، سوېلي او لوېديځې آسيا د دودونو نه اغېزمن شوی.
ژبه
[سمول]پښتانه په پښتو ژبه خبرې کوي، پښتو ژبه د هندواروپايي ژبو د کورنۍ څخه يوه ژبه ده او په هندواروپايي کورنۍ کې د هندواريايي ژبو د ډلې څخه بیا په ختیځو اریاني ژبو کښي شامله ده . اريايي ژبي په دوو ډلو ویشل سوي دي چي ختیځي او لو یدیځي بلل کیږي .
په ختیځه ډله کښي پښتو , پامیري او اوسیتي ژبي دي او په لویدیځه برخه کښي پاړسي , بلوڅي,کردي او لري ژبي راځي .
پښتو ژبه د خپلو لرغونو خویندو ژبو لکه باختري , اویستا ته ډيره نژدي ژبه ده چي وس يوازي پښتو ژبه پکښي ژوندي ده .
پښتو ژبه د افغانستان د دوو رسمي ژبو څخه یوه رسمي ژبه ده او په پوهه او دفتري چارو کي استعماليږي خو له بده مرغه که څه هم پښتانه په پاکستان کي دوهم لوي توکم دي خو دد غه هیواد پښتانه په خپله مورني ژبه د زدکړو محرومه دي .
دين
[سمول]پښتانه په لويه کچه سُني مسلمانان دي او د حنفي مذهب لارويان دي. د پښتنو يوه وړه برخه شعيه مسلمانان هم جوړوي چې هم په افغانستان او هم پاکستان کې داسې وړې مذهبي ډلگۍ شته.[۶۶] [۶۷] . ډېر پښتانه نامتو ديني عالمان هم دي لکه مولانا اعظم، مولانا محمد عبيد الله نهركارېزي Maulana Aazam Archived 2016-09-27 at the Wayback Machine. چي د افغانستان د تاريخ تر ټولو ستر ليکوال ګڼل کيږي او تر پنځه سوه زيات آثار يې تر ؤسه چاپ سوي دي، مولا اعظم د نقيب التفاسير، تفسير الاعظمين، تفسير نقيبي او نور التفاسير تر سر ليکونو لاندي په لسګونو ټوکونو کي د قرآن کريم تفسيرونه هم ليکلي دي؛ همدا راز ډاکټر محمد مُحسن خان چې قرآن شريف يې انگريزي ته ژباړلی دی په همدې توگه صحيح البخاري او ډېری نور ديني کتابونه هم انگريزي ته ژباړل شوي.[۶۸] .
پښتو ادبيات
[سمول]پښتو ادبیات په دوو برخو ویشیل شوی دی . اول ولسی ادبیات دی چی پکښي لنډي، ملي نظمونه،ټپي ، کاکړي غاړي او متلونه دي. لنډي د شکل او جوړښت څخه پخواني اریایي سرودونو ته ورته دي او ځانګړي شاعر یي معلوم نه دي . دمثال په توګه:
دخالو لښکری راغلي زه به ګومل ته دخپل یار دیدن ته ځمه
دوهم برخه هغه شعرونه دي چي په ځانګړي سبک وییل شوي دي . مشهور سبکونه لکه د رحمان بابا، خوشحال خان خټک او د حمید مومند شعرونه یادولاي شو . رحمان بابا یو صوفي شاعروو خو خوشحال خټک حماسي شعرونه ډیر وییلي دي . د لوي احمدشاه بابا په شعرونو کي د هیوادني مینه ډیره لیدل سوي ده.
لکه: چی تمامه دنیا یو خواته بلخوا سی زمایادیږی ستا خالی تش ډګرونه د ډلی تخت هیرومه چی را یاد سی زمادښکلي پښتونخوادغرو سرونه
په شاعرانو کي د پښتني میرمونو ونډه هم پراخه ده لکه نازو انا او داسی نور.
پښتونولي
[سمول]ورځښت
[سمول]هنرونه
[سمول]بنسټونه
[سمول]ښځې
[سمول]ښځي په پښتني ټولنه کي ځانګړي مقام لري. په لوستو ښځو کښی ډاکټراني , نر ساني او ښوونکي لیدلاي شو.
خو پښتانو کي وس هم ښځي اکثره د کور کورني کارونه او دکو چنیانو روزنه ور په غاړه ده او په سیاست , سپورت کي شتوالي ډیر لږ در سترګو کیږي خو بیا یو شمیر پښتنی میرمني سته چي په سیاست کي فعاله ونډه لري .
دنوبل جایزي ګټونکي ملاله یوسفزي هم په خټه پښتنه ده .پښتني میرمنو د ښکلایګرو په مقابل کي حتی په جګړو کی برخه اخیستي ده چي ښه مثال یی د میوند ملاله ده . د ستر امپراطور احمدشاه بابا مور زرغونه انا یو هو ښياره ښځه وه .
پښتونو کي ځیني دودونه شته چي د پښتني ښځو اساسي حوق یي در پښو لاندي کړي دي د مثال په توګه په بدو کي دښځو ور کول . چي یو بیګناه مریمن د ورور یاهم د پلار د بدو په جرم ورکول کيږی .
دا هم وگورۍ
[سمول]ويکيخونديځ کې د پښتانه اړوند دوتنې شته. |
يادښتونه او سرچينې
[سمول]- Note: population statistics for Pashtuns (including those without a notation) in foreign countries were derived from various census counts, the UN, the CIA World Factbook, Ethnologue, and the Joshua Project.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Lewis, Paul M. (2009). "Pashto, Northern". SIL International. Dallas, TX: Ethnologue: Languages of the World, Sixteenth edition. نه اخيستل شوی 18 September 2010.
Ethnic population: 49,529,000 possibly total Pashto in all countries.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ "United Arab Emirates: Demography" (PDF). Encyclopædia Britannica World Data. Encyclopædia Britannica Online. نه اخيستل شوی 15 March 2008.
- ↑ 42% of 200,000 Afghan-Americans = 84,000 and 15% of 363,699 Pakistani-Americans = 54,554. Total Afghan and Pakistani Pashtuns in USA = 138,554.
- ↑ "Ethnologue report for Southern Pashto: Iran (1993)". SIL International. Ethnologue: Languages of the World. نه اخيستل شوی 5 May 2012.
- ↑ Maclean, William (10 June 2009). "Support for Taliban dives among British Pashtuns". Reuters. نه اخيستل شوی 6 August 2009.
- ↑ Relations between Afghanistan and Germany Archived 16 January 2017[Date mismatch] at the Wayback Machine.: Germany is now home to almost 90,000 people of Afghan origin. 42% of 90,000 = 37,800
- ↑ "Ethnic origins, 2006 counts, for Canada". 2.statcan.ca. 2006. Archived from the original on 1 نوامبر 2009. نه اخيستل شوی 17 April 2010.
{{cite web}}
: Check date values in:|archive-date=
(help) - ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ "Abstract of speakers' strength of languages and mother tongues – 2001". Census of India. 2001. Archived from the original on 1 February 2008. نه اخيستل شوی 17 March 2008.
- ↑ "20680-Ancestry (full classification list) by Sex – Australia". 2006 Census. Australian Bureau of Statistics. Archived from the original (Microsoft Excel download) on 10 مارس 2008. نه اخيستل شوی 2 June 2008.
{{cite web}}
: Check date values in:|archive-date=
(help) Total responses: 25,451,383 for total count of persons: 19,855,288. - ↑ Williams, Victoria; Taylor, Ken (2017). Etiquette and Taboos around the World: A Geographic Encyclopedia of Social and cultural customs (په انګليسي). ABC CLIO. p. 231. ISBN 978-1-4408-3820-0.
- ↑ Nyrop, Richard F; Seekins, Donald M (1986). Afghanistan: A Country Study by United States Department of the Army (په انګليسي). United States Department of the Army, American University. p. 105.
- ↑ Eusufzye, Khan Shehram (2018). "Two identities, twice the pride: The Pashtun Sikhs of Nankana Saheb". Pakistan Today. نه اخيستل شوی 31 May 2020.
One can sense a diminutive yet charming cultural amalgamation in certain localities within the town with the settling of around 250 Pashtun Sikh families in the city.
Ruchi Kumar, The decline of Afghanistan's Hindu and Sikh communities, Al Jazeera, 2017-01-01, "the culture among Afghan Hindus is predominantly Pashtun"
Beena Sarwar, Finding lost heritage, Himal, 2016-08-03, "Singh also came across many non turban-wearing followers of Guru Nanak in Pakistan, all of Pashtun origin and from the Khyber area."
Sonia Dhami, Sikh Religious Heritage – My visit to Lehenda Punjab Archived ۲۸ ژانویه ۲۰۲۱, at the Wayback Machine., Indica News, 2020-01-05, "Nankana Sahib is also home to the largest Sikh Pashtun community, many of whom have migrated from the North West Frontier Provinces, renamed Khyber-Pakhtunwa."
Neha, Pak misusing Durand Line to facilitate terrorists, says Pashtun, Siasat Daily, 2019-09-20, "The members of the Pashtun and Afghan Sikh community living in Europe and UK have gathered in Geneva"
Sabrina Toppa, Despite border tensions, Indian Sikhs celebrate festival in Pakistan, TRT World, 2019-04-16, "Hasanabdal is home to around 200 Sikh families that have primarily moved from Pakistan’s Khyber Pakhtunkhwa province, including Pakistan’s former tribal areas. The majority are Pashtun Sikhs who abandoned their homes and took refuge near Sikhism’s historical sites." - ↑ David, Anne Boyle (2014-01-01). Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects. De Gruyter Mouton. p. 76. ISBN 978-1-61451-231-8.
- ↑ Rashid, Salman (11 November 2011). "Pakhtuns". The Express Tribune. Pakistan.
- ↑ Center, Missions Advanced Research and Communication (1980). South Asia. Missions Advanced Research and Communication Center. ISBN 978-0-912552-33-0.
The majority of Afghanistan ' s people are Pashtuns or Tajiks, both of Persian origin
- ↑ Tyagi, Vidya Prakash (2009). Martial races of undivided India. Gyan Publishing House. ISBN 978-81-7835-775-1.
The ancestry of the Pashtuns are eastern Iranian
- ↑ Indian Defence Review. Lancer International. 2006.
the Pashtuns and Balochis [...] the two Iranian tribal groups dominate the ...
- ↑ Inc, IBP (4 April 2013). Afghanistan Labor Policy, Laws and Regulations Handbook: Strategic Information and Regulations. Lulu.com. ISBN 978-1-4387-8020-7.
The majority of Afghanistan's population consist of the Iranian peoples, notably the Pashtuns and Tajiks.
- ↑ Minahan, James B. (10 February 2014). Ethnic Groups of North, East, and Central Asia: An Encyclopedia. ABC-CLIO. ISBN 9781610690188 – via Google Books.
- ↑ Bodetti, Austin (11 July 2019). "What will happen to Afghanistan's national languages?". alaraby.
- ↑ Chiovenda, Andrea (2019-11-12). Crafting Masculine Selves: Culture, War, and Psychodynamics in Afghanistan. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-007355-8.
Niamatullah knew Persian very well, as all the educated Pashtuns generally do in Afghanistan
- ↑ "Hindu Society and English Rule". The Westminster Review. The Leonard Scott Publishing Company. 108 (213–214): 154. 1877.
Hindustani had arisen as a lingua franca from the intercourse of the Persian-speaking Pathans with the Hindi-speaking Hindus.
- ↑ Hakala, Walter N. (2012). "Languages as a Key to Understanding Afghanistan's Cultures" (PDF). National Geographic. Archived from the original (PDF) on 14 March 2018. نه اخيستل شوی 13 March 2018.
In the 1980s and '90s, at least three million Afghans--mostly Pashtun--fled to Pakistan, where a substantial number spent several years being exposed to Hindi- and Urdu-language media, especially Bollywood films and songs, and being educated in Urdu-language schools, both of which contributed to the decline of Dari, even among urban Pashtuns.
{{cite web}}
: Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help) - ↑ Dalal, Mangal (8 January 2010). "When men were men". The Indian Express. Archived from the original on 11 February 2010. نه اخيستل شوی 23 August 2013.
She's a Pathan girl who speaks Hindi and Urdu well and was spectacular in the screen test. It was pure luck.
- ↑ Misdaq, Nabi (2005). Afghanistan: Political Frailty and Foreign Interference. Routledge.
- ↑ "Hybrid Census to Generate Spatially-disaggregated Population Estimat". United Nations world data form. Archived from the original on 17 May 2020. نه اخيستل شوی 2 August 2020.
- ↑ "Northern Pashtun in United Arab Emirates". Joshua project.
- ↑ Afganistan in 2018. A Survey of the Afghan People (PDF). The Asia Foundation. 2018. p. 283.
- ↑ "Afghanistan - The World Factbook". www.cia.gov. نه اخيستل شوی 2021-01-19.
- ↑ "Pakistan - The World Factbook". www.cia.gov. نه اخيستل شوی 2021-01-19.
- ↑ Kiani, Khaleeq (28 May 2018). "CCI defers approval of census results until elections". Dawn. نه اخيستل شوی 26 May 2020.
On the national level, Pushto stood second with 18.24pc population reporting it as mother tongue...
- ↑ "What Languages Are Spoken In Pakistan?". World atlas. 30 July 2019.
- ↑ Romano, Amy (2003). A Historical Atlas of Afghanistan. The Rosen Publishing Group. p. 28. ISBN 0-8239-3863-8. نه اخيستل شوی 17 October 2010.
- ↑ Syed Saleem Shahzad (20 October 2006). "Profiles of Pakistan's Seven Tribal Agencies". نه اخيستل شوی 21 April 2010.
- ↑ "The Changed World of South Asia: Afghanistan, Pakistan, and India after September 11" (PDF). Usfca.edu. Archived from the original (PDF) on 8 July 2021. نه اخيستل شوی 14 December 2021.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Nath, Samir (2002). Dictionary of Vedanta. Sarup & Sons. ISBN 978-81-7890-056-8.
- ↑ Caldwell, Dan (2011-02-17). Vortex of Conflict: U.S. Policy Toward Afghanistan, Pakistan, and Iraq. Stanford University Press. ISBN 978-0-8047-7666-0.
- ↑ "Peshawar, pakols and namkeen karahi". Aurora Dawn. نه اخيستل شوی 30 October 2019.
- ↑ Glassé, Cyril; Smith, Huston (2003). The New Encyclopædia of Islam. Rowman Altamira. ISBN 9780759101906.
The Pashto-speaking tribesman who live in Afghanistan, where they are one of the main ethnic groups, and in Pakistan, where they are generally called by the variant term Pathan (Hindi and Urdu).
- ↑ "The 'Kabuliwala' Afghans of Kolkata". BBC News. 23 May 2015.
- ↑ "Study of the Pathan Communities in Four States of India". Khyber.org. Archived from the original on 14 May 2008. نه اخيستل شوی 30 January 2008.
- ↑ Ali, Arshad (15 February 2018). "Khan Abdul Gaffar Khan's great granddaughter seeks citizenship for 'Phastoons' in India". Daily News and Analysis. نه اخيستل شوی 21 February 2019.
Interacting with mediapersons on Wednesday, Yasmin, the president of All India Pakhtoon Jirga-e-Hind, said that there were 32 lakh Phastoons in the country who were living and working in India but were yet to get citizenship.
- ↑ "Frontier Gandhi's granddaughter urges Centre to grant citizenship to Pathans" (په انګليسي). The News International. 16 February 2018. نه اخيستل شوی 28 May 2020.
- ↑ Bhattacharya, Ravik (15 February 2018). "Frontier Gandhi's granddaughter urges Centre to grant citizenship to Pathans" (په انګليسي). The Indian Express. نه اخيستل شوی 28 May 2020.
- ↑ "Pashtun in India". Joshua Project.
- ↑ Alavi, Shams Ur Rehman (11 December 2008). "Indian Pathans to broker peace in Afghanistan" (په انګليسي). Hindustan Times.
Pathans are now scattered across the country, and have pockets of influence in parts of UP, Bihar and other states. They have also shone in several fields, especially Bollywood and sports. The three most famous Indian Pathans are Dilip Kumar, Shah Rukh Khan and Irfan Pathan. “The population of Pathans in India is twice their population in Afghanistan and though we no longer have ties (with that country), we have a common ancestry and feel it’s our duty to help put an end to this menace,” Atif added. Academicians, social activists, writers and religious scholars are part of the initiative. The All India Muslim Majlis, All India Minorities Federation and several other organisations have joined the call for peace and are making preparations for the jirga.
- ↑ "Pashtun, Pathan in India". Joshua Project.
- ↑ "Bollywood actor Firoz Khan dies at 70". Dawn. 27 April 2009. نه اخيستل شوی 6 June 2020.
- ↑ Finnigan, Christopher (29 October 2018). ""The Kabuliwala represents a dilemma between the state and migratory history of the world" – Shah Mahmoud Hanifi". London School of Economics.
- ↑ Windfuhr, Gernot (2013-05-13). Iranian Languages. Routledge. pp. 703–731. ISBN 978-1-135-79704-1.
- ↑ "DORRĀNĪ – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. نه اخيستل شوی 4 April 2021.
- ↑ "ḠILZĪ – Encyclopaedia Iranica". www.iranicaonline.org. نه اخيستل شوی 2021-04-04.
Nāder Shah also defeated the last independent Ḡalzay ruler of Qandahār, Shah Ḥosayn Hotak, Shah Maḥmūd’s brother in 1150/1738. Shah Ḥosayn and large numbers of the Ḡalzī were deported to Mazandarān (Marvī, pp. 543-52; Lockhart, 1938, pp. 115-20). The remnants of this once sizable exiled community, although assimilated, continue to claim Ḡalzī Pashtun descent.
- ↑ "DORRĀNĪ – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. نه اخيستل شوی 4 April 2021.
raided in Khorasan, and “in the course of a very few years greatly increased in numbers”
- ↑ Dalrymple, William; Anand, Anita (2017). Koh-i-Noor: The History of the World's Most Infamous Diamond. Bloomsbury Publishing. ISBN 978-1-4088-8885-8.
- ↑ "ĀZĀD KHAN AFḠĀN". iranicaonline.org. نه اخيستل شوی 4 April 2021.
- ↑ "DORRĀNĪ – Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org. نه اخيستل شوی 4 April 2021.
According to a sample survey in 1988, nearly 75 percent of all Afghan refugees in the southern part of Persian Khorasan were Dorrānī, that is, about 280,000 people (Papoli-Yazdi, p. 62).
- ↑ Jaffrelot, Christophe (2002). Pakistan: nationalism without a nation?. Zed Books. p. 27. ISBN 1-84277-117-5. نه اخيستل شوی 2010-08-22.
- ↑ "Afghanistan's refugees: forty years of dispossession". Amnesty. 20 June 2019.
- ↑ "Young Afghan refugees and asylum seekers in the UK". UN university. 18 June 2018.
- ↑ "Minority Rights Group Pashtuns". Minority Rights Group.
- ↑ Wardak, Ali (2003). "Jirga – A Traditional Mechanism of Conflict Resolution in Afghanistan" (PDF). United Nations. p. 7. Archived from the original (PDF) on 7 October 2006. نه اخيستل شوی 10 October 2006.
- ↑ Pashtun Britannica On-Line (retrieved 18 January 2007).
- ↑ Understanding Pashto د پېنسلوينيا د پوهنتون گازيت (retrieved 18 January 2007).
- ↑ پښتون د امريکا د کانگرېس کتابتون (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).
- ↑ مانا او عمل Archived 2006-12-08 at the Wayback Machine., Afghanistan Country Study: مذهب, د الينيوس تخنيکي انستيتيوت (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).
- ↑ The Noble Quran (په ۹ ټوکونو کې), Arabic-English Archived 2006-06-28 at the Wayback Machine., ( ed. Dr. Muhammad Muhsin Khan) (retrieved ۱۸ جنوري ۲۰۰۷).
نورې لوستنې او باندنۍ تړنې
[سمول]
- Ahmad, Aisha and Boase, Roger. 2003. "Pashtun Tales from the Pakistan-Afghan Frontier: From the Pakistan-Afghan Frontier." Saqi Books (March 1, 2003). ISBN 0-86356-438-0.
- Ahmed, Akbar S. 1976. "Millennium and Charisma among Pathans: A Critical Essay in Social Anthropology." London: Routledge & Kegan Paul.
- Ahmed, Akbar S. 1980. "Pukhtun economy and society." London: Routledge and Kegan Paul.
- Banuazizi, Ali and Myron Weiner (eds.). 1994. "The Politics of Social Transformation in Afghanistan, Iran, and Pakistan (Contemporary Issues in the Middle East)." Syracuse University Press. ISBN 0-8156-2608-8.
- Banuazizi, Ali and Myron Weiner (eds.). 1988. "The State, Religion, and Ethnic Politics: Afghanistan, Iran, and Pakistan (Contemporary Issues in the Middle East)." Syracuse University Press. ISBN 0-8156-2448-4.
- Caroe, Olaf. 1984. "The Pathans: 500 B.C.-A.D. 1957 (Oxford in Asia Historical Reprints)." Oxford University Press. ISBN 0-19-577221-0
- Dani, Ahmad Hasan. 1985. "Peshawar: Historic city of the Frontier." Sang-e-Meel Publications (1995). ISBN 969-35-0554-9.
- Dupree, Louis. 1997. "Afghanistan." Oxford University Press. ISBN 0-19-577634-8.
- Elphinstone, Mountstuart. 1815. "An account of the Kingdom of Caubul and its dependencies in Persia, Tartary, and India: comprising a view of the Afghaun nation." Akadem. Druck- u. Verlagsanst (1969).
- Habibi, Abdul Hai. 2003. "Afghanistan: An Abridged History." Fenestra Books. ISBN 1-58736-169-8.
- Hopkirk, Peter. 1984. "The Great Game: The Struggle for Empire in Central Asia." Kodansha Globe; Reprint edition. ISBN 1-56836-022-3.
- Wardak, Ali "Jirga - A Traditional Mechanism of Conflict Resolution in Afghanistan" Archived 2006-10-07 at the Wayback Machine., 2003, online at UNPAN (the United Nations Online Network in Public Administration and Finance).
- "A Study of the Greek Ancestry of Northern Pakistani Ethnic Groups Using 115 Microsatellite Markers." A. Mansoor, Q. Ayub, et al.Am. J. Human Genetics, Oct 2001 v69 i4 p399.
- "Is One of the Lost Tribes the Taliban?" Archived 2011-09-27 at the Wayback Machine. -- from Moment Magazine (April 2007)
- "The Pashtun People of Afghanistan" Archived 2009-02-11 at the Wayback Machine. -- from Road Junky Online travel guides (2007)
- Paddy Docherty,The Khyber Pass: A History of Empire and Invasion: A History of Invasion and Empire. 2007. Publisher: Faber and Faber.ISBN-10: 0571219772
- "Taliban may have origin in ancient tribe of Israel: Anthropologist finds many similarities" -- from the San Francisco Chronicle (October 2001)
== نور نظريات ==لوی افغانستان داوطن ودان وطن داده لوی افغان وطن
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- Webarchive template warnings
- سرچينو تېروتنې: تاريخ
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- مخونه چې ناملاتړي پاراميتر لرونکي سرچينې لري
- سرچينو تېروتنې: بهرنۍ تړنې
- ليکنې چې ژبه لرونکي ويوکي لري پښتو
- تائيد په کار ده "اړوند توکميزه ډله"
- سټاک وېشنيزه سره د ويکيسيند په مختلفو تړنې لري
- پښتانه
- د افغانستان توکمونه
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره