Jump to content

والټر سکاټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سر والټر سکاټ، لومړنی بارون (زوکړه ۱۵ اګسټ ۱۷۷۱ –  مړینه ۲۱ سپتمبر ۱۸۳۲)، یو بریتانوي تاریخ پوه، ناول لیکونکی، شاعر او ډرامه لیکونکی و. د هغه زیاتره اثار د اروپا او سکاټلنډ د کلاسلیک ادبیاتو په توګه پاتې دي، په تېره بیا د ایوانهو (۱۸۱۹)، راب روی (۱۸۱۷)، ویورلي (۱۸۱۴)، زړه مرګ مړینه (۱۸۱۶)، د میډلوټین زړه (۱۸۱۸) او د Lammermoor ناوې (۱۸۱۹) ناولونه او د هغه حکایتي شعرونه لکه ماریمون (۱۸۰۸) او د جهیل ښځه (۱۸۱۰). هغه د اروپا او امریکا پر ادبیاتو باندې زیات اغېز غورځولی دی. [۱]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

والټر سکاټ د ۱۷۷۱ کال د اګسټ په ۱۵ د اډینبورګ د زاړه ښار په کالج وینډ کې په یوه دری پوړیزه اپارتمان کې نړۍ ته سترګې وغړولې، دا هغه ځای و چې د کاوګېټ له لارې د ایډنبورګ زاړه پوهنتون ته یوه نرۍ کوڅه وروتلې وه. هغه د والټر سکاټ (۱۷۲۹-۱۷۹۹) نهم ماشوم و (شپږ نور یې په وړکتوب کې مړه شوي و)، چې د سکاټ قبیلې د یوې برخې غړی او د سیګنټ لیکونکی و او د هغه مېرمن، اني روټرفورد چې د ډانیل روټرفورډ خور او د سوینټون د قبیلې لمسیان او د هالیبرټون د کورنۍ څخه و (هغه نسب چې په Dryburgh Abbey کلیسا کې یې د ښخېدو حق په میراث کې تر لاسه کړی و).[۲][۳]

والټرد هالیبورټونیانو له لارې چې د لندن د املاکو د یوه څښتن جیمز بورټون د تره زوی و، د «هالیبورټون» په تخلص سره نړۍ ته سترګې وغړولې، چې د هغه زوی معمار دسیموس برټون هم ورته تخلص درلوده. والټر د کلارینس کلب غړی شو، چې برټونیان یې هم غړي وو.[۴][۵][۶]

په ۱۷۷۳ کال کې کله چې سکاټ ماشوم و نو د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ هغه ګوډ کړ، همدا ناروغۍ وه چې د هغه ژوند او لیکل یې تر خپل اغېز لاندې راوست.[۷][۸]

د دې لپاره چې د هغه ګوډوالی ښه والی ومومي نو په ۱۷۷۳ کال کې د سکاټلنډ یوې کلیوالي سیمې، Sandyknowe ته چېرې چې د هغه د پلرني نیکه او انا ځمکې وي د هغوی د کورنۍ پخواني کور یعنې Smailholm Tower ته ولیږل شو. دلته یې له خپلې ترور، جیني سکاټ څخه زده کړه تر لاسه کړه او له هغې څخه یې د خبرو ډولونه او زیاتره داستانونه او افسانې زده کړي چې وروسته د هغه په اثارو کې له ورایه ښکاریدل. د ۱۷۷۵ کال په جنوري کې هغه ایډنبورګ ته راغی او د هغه کال په دوبي کې یې له خپلې ترور، جیني سره د سویلي انګلستان په سومرسټ کې په ګرمو اوبو سره د خپلې پښې درملنه پیل کړه. د ۱۷۷۶ کال په ژمي کې، هغه بیرته Sandyknowe ته ولاړ او دا ځل یې هڅه وکړه چې په راتلونکي دوبي کې په Prestonpans کې په اوبو سره د خپلې پښې درملنه وکړي.[۹][۱۰]

په ۱۷۷۸ کال کې، سکاټ بېرته ایډنبورګ ته د شخصي زده کړې لپاره راغی تر څو د ښوونځي لپاره تیاری ونیسي او له خپلې کورنۍ سره د هغوی په نوي کور کې یو ځای ژوند پیل کړي، دا کور په George Square کې لومړنی کور و چې جوړ شوی و. د ۱۷۷۹ کال په اکټوبر کې، هغه د ایډنبورګ په شاهي لېسه کې شامل شو. دا نو هغه مهال و چې هغه کولای شول چې وګرځي او د دې ښار او شاوخوا سیمو په کتلو یې پیل وکړ. نوموړي به جسورانه رومانونه، شعرونه، تاریخ او سفري کتابونه لوستل. هغه ته د جیمز میچل له خوا په ریاضیاتو او لیکلو کې خصوصي زده کړه ورکول کېده او له هغه نه یې د سکاټلنډ د کلیسا د تاریخ په اړه زده کړه تر لاسه کړه. [۱۱]

په ۱۷۸۳ کال کې، د هغه مور او پلار باور درلوده چې اوس پیاوړی شوی دی، نو هغه یې د شپږو میاشتو لپاره د سکاټلنډ به پولو کې کیلسو ته د هغې ترور ته ور ولیږه. هلته نوموړی د کیلسو ګرامر ښوونځي کې شامل شو، چېرې چې یې له جیمزبالانټاین او د هغه له ورور جان سره لیده کاته وشو، چې بیا وروسته هغوی د هغه سوداګریز شریکان او چاپوونکي شول.[۱۲]

ظاهري بڼه

[سمول]

په وړکتوب کې د ګوزڼ ناروغۍ له امله، سکاټ یو ګوډ سړی معرفي شوی دی. په ۱۸۲۰ کې هغه داسې را پېژندل شوی: «یو جګ او چارشانه سړی (که څه هم د هغه پښه د ګوزڼ له امله عیب موندلی و او ګوډ ګوډ به یي حرکت کاوه)، نه مزی نه ډنګر، ډېره لویه ټنډه لرونکی، لنډه پزه لرونکی، پورتنی شونډ یي غټ او نسبتاْ غوښن، تازه او ریڼ پوستکی لرونکی، شین سترګی، زیرک او څلاک او د سپینو ویښتانو لرونکی کس». که څه هم پیاده تګ ته مصمم کس و، خو زیاتره تګ راتګ به یې پر اس باندې کاوه.[۱۳]

زده کوونکی

[سمول]

سکاټ په ۱۷۸۳ کال کې چې ۱۲ کلن و په ایډنبورګ پوهنتون کې یې د کلاسیک ادبیاتو پر زده کړې پیل وکړ، چې تر خپلو ټولګیوالو یو کال کشر و. د ۱۷۸۶ کال په مارچ میاشت کې هغه د خپل پلار په دفتر کې کار زده کول پیل کړ او د سیګنیټ لیکونکی شو. د ښوونځي او پوهنتون په دوره کې هغه له اډم فیرګوسن سره ملګری شو، چې د هغه پلار پروفیسور آډم فیرګوسن د ادبي سالونونو کوربه و. سکاټ له نابینا شاعر ټوماس بلک لوک سره ولیدل، چا چې هغه ته ځینې کتابونه په پور ورکړل او هغه یې د جیمز مکفرسون له اشعارو سره بلد کړ. د ۱۷۸۶-۱۷۸۷ کلونو په ژمي کې، ۱۵ کلن سکاټ، سکاټلنډۍ شاعر رابرټ بورنز سره په همدې یوه سالون کې ولیدل چې دا د هغوی یوازینی ملاقات و. کله چې بورنز یوه چاپ شوي شعر «د سولې عدالت» ولید نو پوښتنه یې وکړه چې د دې شعر لیکونکی څوک دی، سکاټ یوازې د هغه شعر لیکونکی جان لانګهورن ورته یاد کړ او بورنز ترې مننه وکړه. سکاټ دا پېښه په خپلو خاطرو کې بیانوي، چې ما د لیکوال نوم اډم ته په غوږ کې ووایه او هغه بیا بورنز ته وویل؛ دا ډوله بله پېښه په Literary Beginnings کې تکرار شوه.[۱۴][۱۵][۱۶]

کله چې تصمیم ونیول شو چې هغه باید وکیل شي، نو پوهنتون ته ولاړ تر څو حقوق ولولي، چې لومړی یې په اخلاقي فلسفه کې (له ډوګالډ سټیوارټ) او نړیوال تاریخ کې (له الیکسانډر فرازر تیټلر) څخه په ۱۷۸۹-۱۷۹۰ کلونو کې درسونه ولوستل. د پوهنتون په دې دویمه دوره کې سکاټ د محصلینو په فکري فعالیتونه ډېر ښه وځلید. هغه په ۱۷۸۹ کال کې ادبي ټولنه رامنځته کړه او په دا بل کال تفکري ټولنه ته وټاکل شو، چې یو کال وروسته بیا د کتابتون مسوول او د خزانې منشي شو.[۱۷][۱۸]

د حقوقو د درسونو له بشپړولو وروسته، سکاټ په ایډنبورګ پوهنتون کې د حقوقو پوهنځی پیل کړ. هغه خپل لومړنی سفر د وکیل د منشي په توګه د سکاټلنډ په مرتفع سیمو کې پیل کړ، چې د یوه کس د ایستلو یا اخراج په اړه و. هغه په ۱۷۹۲ کال کې د وکیلانو په پوهنځي کې شامل شو. نوموړي د فیټرکارین له ویلیامینا بیلشیز سره ناکامه عاشقانه رابطه درلوده، خو هغې د سکاټ له ملګري سر ویلیام فوربز سره واده وکړ. د ۱۷۹۷ کال په فبروري کې، د فرانسوي یرغل ګواښ سکاټ او د هغه زیاتره ملګري پر دې باندې قانع کړل چې د ایډنبورګ د سلطنتي داوطلبانو د رڼا له اژدهاوو سره یو ځای شي، چې هلته یې د ۱۸۰۰ لسیزې تر لومړیو پورې خدمت وکړ او د سرپرست او منشي په توګه وټاکل شو. په هغه کال کې ورځني تمرینونه چې د سهار له ۵ بجو به پیلیدل، د هغه عزم او ارادې ښکارندوی ده چې هغه دا رول پر غاړه اخیستی و. [۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "Famous Fellows". Society of Antiquaries of Scotland. لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Edinburgh University Library (22 October 2004). "Homes of Sir Walter Scott". Edinburgh University Library. لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Family Background". Walter Scott. Edinburgh University Library. 24 October 2003. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Who were the Burtons". The Burtons' St Leonards Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Beattie, William (1849). Life and Letters of Thomas Campbell, In Three Volumes, Volume II. Edward Moxon, Dover Street, London. مخونه 55. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. The Athenaeum, Volume 3, Issues 115–165. J. Lection, London. 1830. مخونه 170. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Cone, T E (1973). "Was Sir Walter Scott's Lameness Caused by Poliomyelitis?". Pediatrics. 51 (1): 33. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Robertson, Fiona. "Disfigurement and Disability: Walter Scott's Bodies". Otranto.co.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ مې ۲۰۱۴ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Sandyknowe and Early Childhood". Walter Scott. Edinburgh University Library. 24 October 2003. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "No 1 Nos 2 and 3 (Farrell's Hotel) Nos 4 to 8 (consec) (Pratt's Hotel)". Images of England. English Heritage. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۱ مې ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Edinburgh University Library (22 October 2004). "Homes of Sir Walter Scott". Edinburgh University Library. لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "School and University". Walterscott.lib.ed.ac.uk. 24 October 2003. لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. C. R. Leslie, 1855. "Letter to Miss C Leslie dated 26 June 1820" in Autobiographical recollections. ed. Tom Taylor, Ticknor & Fields, Boston.
  14. Lockhart, pp. 378–379.
  15. "Literary Beginnings". Walterscott.lib.ed.ac.uk. 11 December 2007. لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Lockhart, p. 38.
  17. Hewitt, David (2004) "Scott, Sir Walter (1771–1832)", Oxford Dictionary of National Biography. doi:10.1093/ref:odnb/24928
  18. "School and University". Walterscott.lib.ed.ac.uk. 24 October 2003. لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. J. G. Lockhart, 1872. The Life Of Scott. Ch. 2 p.49
  20. J. G. Lockhart, 1872. The Life Of Scott. Ch. 2.