Jump to content

نصرت فتح علي خان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نصرت فتح علي خان
نصرت فتح علي خان
نصرت فتح علي خان

د شخص مالومات
پيدايښت
فيصل اباد   ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه
لندن   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
هديره فيصل اباد   ويکيډاټا کې (P119) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت پاکستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
پلار فتح علي خان   ويکيډاټا کې (P22) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه اوردو ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
نګار جايزه   ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې[۳]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
د انگلينډ په شاهي نندارې کې د قوالي وړاندې کولو پر مهال

نصرت فتح علي خان (۱۳ د اکتوبر، ۱۹۴۸ ز. - ۱۱ د اگست، ۱۹۹۷ ز.) (انگرېزي :Nusrat Fatheh Ali Khan) د قوالي سندرو يو پاکستانی سندرغاړی و. هغه د اوسيني پاکستان په فيصل اباد ښار کې چې پخوا ېې نوم ليالپور و زېږېدلی .د نصرت فتح علي خان په دويم پښت کې برتانوی ـ هندی او لومړی پښت ېې د نيکه لخوا د افغانستان گڼل شوی . د نصرت فتح علي خان کورنۍ د افغانستان درباري کلاسيکه سندارا (موسيقي) چې نن سبا د هند کلاسيکه موسيقي نومېږي د خپل پښت لخوا هند ته وروړې او د قوالي په برخه کې ېې خپل ځېل ساتلی .

کورنۍ مخينه

دنصرت فتح علي خان د پلار نوم استاد فتح علي خان و . پلار يي هم د درباري غزلو نوميالی استاد و . نصرت فتح علي خان څلور خويندې لري او دوه وروڼه دي . موسيقي ېې له آره ورته پاتې وه چې همدا رنگه ېې آر د هغه ځوی نصرت فتح علي خان ته پاتې شوه . د نصرت فتح علي خان نيکه د افغانستان څخه د وخت برتانوي هند ته ورکډه شوی و چې بيا وروسته ېې پوره پښت د پاکستان د زېږېدو سره همالته مېشت شو. شېخ دروېش د نصرت فتح علي خان نيکه سره لکه لارښود له افغانستان څخه هجرت کړی . نصرت فتح علي خان په ختيځه موسيقۍ کې مخور شوی او د ختيځې موسيقۍ د دود له مخې ېې د مخامخ سندربولۍ ، غزلبولۍ په غونډو کې يا هم د سندرو د استادۍ په غورواي محفل کې ېې د وخت د غزل او قوالي استادانو لخوا منل شوی او په استادۍ لقب ېې نازولی .

زده کړې

استاد نصرت فتح علي خان له پیله خپل پلار څخه د موسيقي ابتدايی تعليم ترلاسه کړی . تر څنگ ېې د عام ښوونځي زده کړې تر لسم ټولگي پورې بشپړې کړي . ويل کېږي چې د وخت موسيقي په زده کړو کې يو ماشوم ته زده کړه د موسيقي د عالاتو څخه پيلېده نو ځکه د نصرت فتح علي خان پلار هم دی د تبلې زده کړې ته کېناوه او تر څنگ ېې ورته د غږ هنر چې اعلاپ گڼل کېږي ورزده کړل .وروسته د پلار د مړينې څخه ېې د تيوري په اړخ کې خپل د ترونو لکه استاد مبارک علي خان ، استاد سلامت علي خان او نوازش علي خان څخه ېې بشپړه زده کړه ترلاسه کړه .وروسته د کلاسيکو زده کړو ېې ابتدايه هنري خپرونې ېې د قوالي ځېله پیل شوې .

هنري پيل

خپل هنري پیل ېې د راډيو پاکستان څخه په يوې خپرونې کې چې نوم ېې (جشن بهارا) و په کال ۱۹۶۴م زېږدي کې کړی . لومړنۍ سندره ېې په ۱۵ کلنۍ کې ويلې ده . سندره ېې پاړسي وه او شعر ېې د امير خسرو بلخي و . استاد نصرت فتح علي خان په شپږو ژبو کې سندرې جوړې کړي دي ، دا شپږ ژبې اوردو ، پاړسي ، سرايکي ، هندي ، عربي ، انگرېزي او پنجابي دي .

هنري لاسته راوړنې

استاد نصرت فتح علي خان په نړېواله کچه شهرت لري او د همدې شهرت له کبله ېې ډېرې لاسته راوړنې درلودې. پخپل هېواد پاکستان کې ېې ډېرې جايزې او ستاينليکونه ترلاسه کړي .

مړينه

استاد نصرت فتخ علي خان د پښتورگو ناروغي درلوده کله چې په ۱۱م د اگست ۱۹۹۷م زېږدي کې د پښتورگو د ناروغۍ له کبله په ځای پرېوت نو ېې درملنې لپاره انگلينډ ته ولېږداوه هلته ېې درملگرو غوښتل چې نوي پښتورگي ورواچوي د زړه د کمزورۍ له کبله پرې فشار راغی او همالته ومړ . دی پخپل پلرني هديرې کې چې فيصل آباد کې ده خښ کړی شو . له نصرت فتح علي خان څخه ۱۲۰ سندريزه ټولگې پاتې دي .

سرچينې

نصرت فتح علي خان سره د پاکستان ټلويزيون لخوا شوې مرکه

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0002163/ — د نشر نېټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵
  2. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/134929507
  3. MusicBrainz artist ID: https://musicbrainz.org/artist/5968383c-11c1-4c5b-ada0-504a38cec8e7 — د نشر نېټه: ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱ — خپرونکی: MetaBrainz Foundation