Jump to content

مايويزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مايويزم
毛泽东思想 (چينايي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخه د

مائوېزم چې د مائوتسه تونګ د فکر په توګه هم پېژندل کېږي د مارکسېزم – لینېنېزم هغه ډول دی چی مائوتسه تونګ له صنعتي کېدو وړاندې د چین د جمهوریت په بزګري ټولنه او وروسته هم د چین د خلکو په جمهوریت کې د یو سوسیالېستي انقلاب د رامنځته کېدو په موخه پراختیا ورکړه. د مائوېزم او سنتي مارکسېزم – لینېنېزم ترمنځ توپیر په دې کې دی چی په یوه طبقاتي ټولنه کې یوازې د کمونېستو انقلابیونو پر ځای د ترقي غوښتونکو واحده جبهه له صنعتي کېدو وړاندې مهال کې مخکښ انقلابونه رهبري کړي. په دغه نظریه کې انقلابي پراکسېس (طبیعي یا نفساني هڅې) لومړنی او ارتدکس ایډیالوژي دویم ځایګی لري؛ دا د ښاري مارکسېزم – لینېنېزم څرګندوی و چې له صنعتي کېدو وړاندې چین له شرایطو سره همغږی شوی و. وروستیو نظریه ورکوونکو بیا دغه لیدلوري ته کار وکړ چې ګویا مائو، مارکسېزم – لینېنېزم د چین له شرایطو سره همغږی کړ؛ دوی استدلال کاوه چې هغه په واقعیت کې مارکسېزم – لینېنېزم تازه کړ او پر مټ یې مائوېزم کولای شي په نړیواله توګه په ټوله نړۍ کې وکارول شي. دغه ایډیالوژي تر ډېره د مارکسېزم – لینېنېزم – مائوېزم په نامه پېژندل کېږي څو د مائو له اصلي نظریاتو سره یې توپیر وشي. [۴][۵][۶][۷]

مائوېزم له ۱۹۵۰مې لسیزې څخه د ۱۹۷۰مې لسیزې تر وروستیو یا په چین کې د ډنګ شیائوپینګ د اقتصادي اصلاحاتو تر مهاله د چین د کمونېست ګوند او همدارنګه په ټوله نړۍ کې د مائوېستي انقلابي خوځښتونو سیاسي او پوځي ایډیالوژي وه. په ۱۹۶۰ زکال کې د چین او شوروي ترمنځ د انشعاب له رامنځته کېدو وروسته د چین کمونېست ګوند او د شوروي اتحاد کمونېست ګوند دواړو ادعا لرله چې له مارکسېزم – لینېنېزم څخه د خپل سم تفسیر له مخې د نړیوال کمونېزم ایډیالوژیکه مشري پر غاړه لري. [۸][۹]

د مائوېزم اصطلاح د مائو د ملاتړو له خوا رامنځته شوې، په داسې حال کې چې خپله مائو تل هغه رد کړې او «د مائوتسه تونګ د فکر» له اصطلاح څخه یې ګټنه غوره بللې ده. [۱۰][۱۱]

نړیوال اغېز

[سمول]

له ۱۹۶۲ زکال وروسته د چین د کمونېست ګوند له خوا په نړیوال کمونېستي خوځښت کې د شوروي د سرلارۍ ننګول د ټولې نړۍ په کمونېستي ګوندونو کې د اختلافاتو لامل وګرځېدل. په لومړیو کې د البانیا کارګر ګوند د چین له کمونېست ګوند سره ودرېد. ورته مهال په سویل ختیځه آسیا کې د برما د کمونېست ګوند، د ټایلنډ د کمونېست ګوند او د اندونیزیا د کمونېست ګوند په څېر د اصلي کمونېستي جریان ډیری کمونېستي ګوندونو همدغه چاره ترسره کړه. خو یو شمېر نورو آسیايي کمونېستي ګوندونو لکه د ویتنام کمونېست ګوند او د کوریا د کارګرانو ګوند بیا هڅه وکړه منځلاری دریځ خپل کړي. [۱۲]

د کمبودیا سره خمرونه (کمونېست ګوند) کولای شو د مائوېستي رژیم بشپړه کاپي وبولو، په داسې حال کې چې مائوېستانو او مارکسېستانو ادعا لرله چې د کمبودیا کمونېست ګوند په کلکه سره له مارکسېستي دوکتورینو منحرف شوی دی؛ له همدې امله یې په تبلیغاتو کې مائوېستي چین ته د هغو لږ شمېر ارجاعات د چینایانو له نقد سره مخ وو. [۱۳]

په ۱۹۷۶ زکال کې د مائو له مړینې وروسته د مائوېزم تر ولکې لاندې د نړیوالو کمونېستي خوځښتونو د بیاځلي تنظیم په موخه بېلابېلې هڅې وشوې. په لویدیځ او شاته پاتې (دریمه) نړۍ کې پرېمانه ګوندونه او بنسټونه جوړ شول چې د چین له کمونېست ګوند سره یې له خپلو اړیکو ملاتړ کاوه. هغوی د دې لپاره چې د شوروي پلوه سنتي کمونېستي ګوندونو سره یې توپیر وشي ځانونه یې تر ډېره د کمونیستي ګوندونو (مارکسېست – لینېنېست) یا انقلابي کمونېستي ګوندونو په توګه بلل. د چین د کمونېست ګوند ملاتړي خوځښتونه په ډېری مواردو کې د زده کړیالانو د راډیکالېستي څپې پر بنسټ و چې د ۱۹۶۰مې او ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال یې ټولې نړۍ ته پراختیا ومونده.

یوازې یو کلاسیک لویدیځ کمونېست ګوند یا د نیوزلنډ کمونېست ګوند د چین له کمونېست ګوند سره طرف واقع شو. د چین د کمونېست ګوند او مائوتسه تونګ تر مشرۍ لاندې نړیوال کمونېستي خوځښت په موازي بڼه له شوروي سره سیالۍ ته مخه کړه، په داسې حال کې چې هېڅکله یې د شوروي د ملاتړي لیدلوري په څېر تنظیم شوې او همغږې بڼه نه لرله.

افغانستان

[سمول]

د مترقي ځوانانو سازمان (شعله جاوید) په افغانستان کې مائوېستي سازمان و. دغه سازمان په ۱۹۶۵ زکال کې د اکرم یاري له خوا تاسیس او بیا د هغو لومړنی مشر هم شو؛ دوی د وګړیزې جګړې پر مټ د هماغه مهال د نظام له راپرځولو ملاتړ کاوه.

د افغانستان کمونېستي (مائوېست) ګوند په ۲۰۰۴ زکال کې د پنځو پخوانیو ورته افکارو لرونکو ګوندونو څخه تاسیس شو. [۱۴]

اسټرالیا

[سمول]

د اسټرالیا کمونېست (مارکسېست – لینېنېست) ګوند په اسټرالیا کې مائوېستي سازمان دی. دغه ګوند په ۱۹۶۴ زکال کې د مائو له افکارو څخه د ملاتړ له امله د اسټرالیا د کمونېست ګوند له انشعابي برخې جوړ شو. [۱۵]

بنګلادېش

[سمول]

په بنګلادېش کې د پوربا بنګلار سربهارا په نامه ګوند مائوېستي ګوند دی. دغه ګوند په ۱۹۶۸ زکال کې د سراج سیکدر له خوا د هغو د لومړي مشر په توګه تاسیس شو. یاد ګوند د بنګلادېش په آزادۍ غوښتونکې جګړه کې ونډه لرله.

فرانسه

[سمول]

د ۱۹۶۸ زکال د مۍ میاشتې له پېښو وروسته د فرانسوي مائوېستانو کلتوري نفوذ پراختیا ومونده. مائوېستان د فرانسوي روڼ آندو لومړنۍ ډله وه چې په خپلو نشریاتو کې یې د همجنس ګرایانو او لیزبین په حقونو ټینګار وکړ او د نوي رامنځته شوي فرانسوي فیمینېستي خوځښت سره یې مرسته وکړه.[۱۶]

ایران

[سمول]

د ایراني کمونېستانو اتحادیه (سربداران) مائوېستي ایراني بنسټ و. دغه اتحادیه په ۱۹۷۶ زکال کې د مائوېستي ډلو له اتحاد وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې په ایران کې دننه یې یو لړ پوځي اقدامات ترسره کړل. یادې اتحادیې په ۱۹۸۲ زکال کې خپل ځواکونه آمل ته په څېرمه ځنګلونو کې بسیج کړل او د اسلامپالي دولت پر وړاندې یې پاڅون وکړ. د دوی پاڅون بالاخره له ماتې سره مخ شو او له امله یې د یادې اتحادیې ډېری مشران اعدام شول. دغه اتحادیه بالاخره په ۱۹۸۲ زکال کې منحل شوه.  [۱۷]

د ایراني کمونېستانو د اتحادیې له منحل کېدو وروسته د ایران کمونېست ګوند (مارکسېست – لینېنېست – مائوېست ګوند) په ۲۰۰۱ زکال کې جوړ شو. دغه ګوند د سربدارانو د خوځښت او د ایراني کمونېستانو د اتحادیې (سربدارانو) دوام و. دغه ګوند باوري دی چی ایران یو نیمه فیوډالي – نیمه استعماري هېواد دی او هڅه کوي څو په دغه هېواد کې وګړیزه جګړه پیل کړي.

فلسطین

[سمول]

د فلسطین د آزادۍ لپاره دیموکراتیکه جبهه یو سیاسي او پوځي مائوېستي سازمان دی. د دغه جبهې اساسي سیاسي لیدلوری دا دی چی د فلسطین ملي ګټې یوازې د وګړو د انقلاب او وګړیزې جګړې پر مټ لاسرسي وړ دي.

متحده ایالات

[سمول]

له کړکېچنې ۱۹۶۰مې لسیزې وروسته (په ځانګړې توګه د ۱۹۶۸ زکال له پېښو، د بېلګې په توګه د تت عملیاتو له پیل کېدو، د مارتین لوتر کېنګ جونیور له ترور، ملي پوهنتوني اعتراضاتو او د ریچارډ نېکسون له بریا وروسته) د مائوېستي ایډیالوژۍ ملاتړو د امریکايي سوسیالېزم تر ټولو لویه او فعاله څانګه پرانیسته. [۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Le Monde diplomatique subject ID: sujet/maoisme. Quotation: "Maoïsme [...]. Du nom du dirigeant communiste chinois Mao Tsé-toung (1893-1976). Au départ, il s’agissait d’adapter les principes de Marx et de Lénine à une société massivement rurale, de « siniser le marxisme ».".
  2. Treccani's Dizionario di Storia ID: maoismo. Quotation: "maoismo Elaborazione del marxismo-leninismo operata dal rivoluzionario comunista Mao Zedong, caratterizzata, nella particolare situazione semicoloniale cinese, [...].".
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: topic/Maoism. Quotation: "The young Mao was a nationalist, and his sentiments had been strongly anti-Western and anti-imperialist even before he became attracted to Marxism-Leninism about 1919–20.".
  4. Mao, Zedong. "On Guerilla Warfare". Selected Works of Mao Tse-tung. Retrieved 11 April 2023.
  5. Lenman, B.P.; Anderson, T., eds. (2000). Chambers Dictionary of World History. p. 769.
  6. Moufawad-Paul, J. (2016). Continuity and Rupture: Philosophy in the Maoist Terrain. New York City: Zero Books. ISBN 978-1785354762.
  7. Lovell, Julia (2019). Maoism: A Global History. Knopf Doubleday Publishing Group. ISBN 978-0-525-65605-0. خوندي شوی له اصلي څخه په 2020-08-05. بياځلي په 2020-05-02.
  8. Meisner, Maurice (Jan–Mar 1971). "Leninism and Maoism: Some Populist Perspectives on Marxism-Leninism in China". The China Quarterly. 45 (45): 2–36. doi:10.1017/S0305741000010407. JSTOR 651881. S2CID 154407265.
  9. Lenman, B.P.; Anderson, T., eds. (2000). Chambers Dictionary of World History. p. 769.
  10. Wittfogel, Karl A. (1960). "The Legend of 'Maoism'". The China Quarterly (1): 72–86. doi:10.1017/S0305741000022712. ISSN 0305-7410. JSTOR 763346. S2CID 153676792.
  11. Chen, Jin (1 July 2016). 毛泽东眼里的"毛泽东". People's Daily (in چیني). بياځلي په 25 March 2023. 毛泽东不同意叫“主义”,而接受“思想”的说法,按他的意思,他是马克思、列宁的学生,不敢和他们并列,再说那时他认为自己的思想作为一种“体系”还没有成熟。 [Mao Zedong disagreed with the term 'Maoism' and preferred the term 'Mao Zedong thought' as he thought of himself as a student of Marx and Lenin hesitated to place himself alongside them. Moreover, at that time, he believed that his thoughts had not matured into a complete system.]
  12. Richards, Sam; Saba, Paul, eds. (August 1979). "The Party of Labour of Albania – A New Centre of Revisionism". Revolution. 4 (1). خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-01-24. بياځلي په 2019-10-09 – via Marxists Internet Archive.
  13. F.G. "What Went Wrong with the Pol Pot Regime". A World to Win. خوندي شوی له the original on 10 August 2011. بياځلي په 10 November 2011.
  14. "Afghanistan Maoists Unite in a Single Party". A World to Win. 2006-08-25. خوندي شوی له the original on 2006-08-25. بياځلي په 2021-01-12.
  15. "Declaration of Australian Marxist-Leninists". Marxists Internet Archive. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 January 2021. بياځلي په 16 November 2019.
  16. Crean, Jeffrey (2024). The Fear of Chinese Power: an International History. New Approaches to International History series. London, UK: Bloomsbury Academic. ISBN 978-1-350-23394-2.
  17. Gorriti Ellenbogen, Gustavo (1999). The Shining Path: a history of the millenarian war in Peru. Chapel Hill, NC: University of North Carolina Press. ISBN 978-0-807-82373-6 – via Internet Archive.
  18. Elbaum, Max (1998). "Maoism in the United States". www.marxists.org. خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-01-24. بياځلي په 2020-06-23.
  19. Twombly, Matthew (January 2018). "A Timeline of 1968: The Year That Shattered America". Smithsonian Magazine (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2021-01-24. بياځلي په 2020-06-23.
  20. Marks, Thomas A.; Rich, Paul B. (2017-05-04). "Back to the future – people's war in the 21st century". Small Wars & Insurgencies. 28 (3): 409–425. doi:10.1080/09592318.2017.1307620. ISSN 0959-2318.