Jump to content

ماريا اي. بيسلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ماريا اي. بيسلي
ماريا اي. بيسلي
ماريا اي. بيسلي

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۸۳۶[۱]
شمالي کارولینا [۱]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړينې نېټه کال 1913 (76–77 کاله)[۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک

ماريا اي. بيسلي (née Hauser، ۱۸۳۶-۱۹۱۳) يوه امریکايۍ سوداګره (متشبثه) او مخترعه وه. په شمالي کارولينا کې زېږېدلې، بيسلي په ميخانيکي کارونو کې له پياوړې لېوالتيا سره ستره شوه او له خپل نېکه څخه يې د بيلر (بيرل) د جوړولو مسلک زده کړ. د ۱۸۷۸ او ۱۸۹۸ز کلونو په منځ کې، هغې په متحده ايالاتو کې د پنځلسو اختراعاتو حق امتياز په خپل نوم کړ چې په دې کې دا اختراعات شامل دي: د پښو ګرمونکی، يوه پرمختللې د ژوند بېړۍ او د اورګاډو لپاره له پټلۍ د کوزېدو يوه اله، په هر حال، د يوې مخترعې په توګه د هغې بنسټيزه بريا د بيلر جوړولو ماشینونو او کار کې له يوې ځانګړتيا څخه سر راپورته کړ. بيسلي د اختراع د ثبت جواز د تيلو معياري شرکت ته ورکړ، هغې خپل کار د «World's Industrial and Cotton Centennial Exposition» او د «World's Columbian Exposition» (د کولمبيا نړیوال نندارتون) کې وړاندې کړل او د بيلرونو د طرحه کولو او جوړولو د دوه شرکتونو بنسټ يې کېښود (له دوی څخه يو يې وروسته په ۱.۴ ميليونه امریکايي ډالرو وپرول شو چې په ۲۰۲۱ ز کال کې له ۴۲۲۲۲۹۶۳ امريکایي ډالرو سره برابر نرخ دی).

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

ماريا هوزر په شمالي کارولينا کې په ۱۸۳۶ز کال کې په يوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلې وه. مور يې انا جوهانا اسپاچ او پلار يې کرسچن هاوزر و او کرسچن د کارخونې مالک و. په ځوانۍ کې ماريا په ميخانيک کې ژوره لېوالتيا وښوده او د خپل پلار د کارخونې په ماشینونو او د نېکه د مايعاتو په کارځای کې يې د ځان بلدولو لپاره وخت تېر کړ. په ديارلس کلنۍ کې، هغې يوه کوچنۍ کښتۍ جوړه کړه، کومې چې د دې وړتيا درلوده چې هغه او د هغې سپی په خوندي ډول ولېږدوي. سربېره پر دې، نوموړې د بل چا له مرستې پرته، په يواځې ځان د ډېرو کار کونکو اوبو کارخونو د جوړولو لپاره پېژندل کېږي. د هغې یو نېکه، جيکب هاوسر، په کينټاکي کې د مايعاتو د توليد د کارځای څښتن و او کله به چې ماريا د هغه او د هغه سوداګرۍ لیدلو لپاره ورتله، نو هغې ته د بيلرونو د جوړولو د کار په اړه معلومات تر لاسه شول او د هغې نېکه يوې غوره طريقې ته اړتيا درلوده، د کومې لپاره چې هغه په دې مشهور و چې د موندلو په لټون کې يې تر ۱۰۰۰ ميله لرې ځايه سفرونه کوي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ماريا په شمالي کارولينا کې له يو ډاکتر سره واده وکړ چې جان کيو بيلي نومېدو او د هغه نوم يې خپل کړ. دوی دوه زامن درلودل: چې يو يې «سي. اسکر» او بل يې «والټر» نومېدو. د ۱۸۶۱ز کال په شا اوخوا کې، څنګه چې کورنۍ جګړه په پيل کېدو وه، «جان کيو» ناروغ شو. ماریا بيسلي خپله کورنۍ په کینټاکي کې د خپل نېکه کور ته ولېږدوله (کوم کور چې هغه وروسته نوموړې ته په وصيت کې ورکړ). دوی دلته د لږ تر لږه لسو کلونو لپاره ژوند وکړ. ورسته بيسلي پرېکړه وکړه چې په لرې شمال کې د هغوی د زامنو لپاره د زده کړې ښه فرصتونه دي، له همدې کبله يې په کينټاکي کې خپله ځمکه وپلورله او له کورنۍ سره بيا وکوچېدل، دا ځل د پينسلوانيا فيلاډيلفيا ته ولاړل.[۴][۵][۹]

مسلک

[سمول]

په فلاډيلفيا کې د خپل ژوند پر مهال، بيسلي د ښار په لارښود کتابونو کې خپل مسلک د «لباس جوړونکې» په توګه ثبت کړ، خو په ۱۸۷۶ز کال کې، کله چې په فلاډيلفيا کې د سل کلنۍ ننندارتون پيل شو، بيسلي د ماشينونو په تالار کې د نندارو لپاره اکثر تله راتله. دې تجربې هغه وهڅوله چې دخپلو اختراعاتو طرحه جوړه کړي. په ۱۸۷۸ او ۱۸۷۹ز کلونو کې، نوموړې د اختراع خپل لومړی حق امتياز تر لاسه کړ: دا د پښو تودولو يوه پرمختللې اله وه او د وريتولو د ارکارې يوه طرحه وه.[۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۸۸۰ز کال کې، بيسلي په ډېرې اغېزناکې طريقې سره د جوړولو لپاره د یو نوي ماشين د اختراع مخکې وړلو پرېکړه وکړه. نوموړې د جوړولو د طريقې د ارزولو لپاره په ټول هېواد کې د بيلر جوړولو بېلا بېلو سوداګريو څخه ليدنه وکړه او دا پايله يې تر لاسه کړه چې تر ټولو ستونزمن پړاو يې د بيلر د ميلونو په شا اوخوا کې د کړيو د لګولو کار و. نوموړې په ۱۸۸۱ او ۱۸۸۲ز کلونو کې د بيلر د کړيو جوړولو د ماشين حق امتياز ثبت کړ، کوم چې هغې د «World's Industrial and Cotton Centennial Exposition» نندارتون کې په ۱۸۸۴ز کال کې نندارې ته وړاندې کړ. د هغې اختراع د صنعتي بيلر پر توليد څرګندې اغېزې وکړې (يو ماشين په ورځني ډول کولای شول تر ۱۷۰۰ پورې بيلرونو ته کړۍ جوړې کړي) او د هغې حق امتياز جواز معياري تيلو شرکت ته د يو ماشین پر سر په يوه مياشت کې د ۱۷۵ امريکايي ډالرو په بدل کې ورکړل شو. بيسلي له دې بريا څخه ګټه واخيسته او د بيلر په اړوند يې لږ تر لږه پنځه نور ماشينونه او صنعتي پروسې ايجاد کړې. په داسې حال کې چې هغې د خپلو اختراعاتو امتياز ثبتولو ته دوام ورکړ، نوموړې خپلو سوداګريزو شريکانو ته د نيمه حقوقو په لېږدولو سره مالي مرستې خوندي کړې. د مالي مرستې په ملاتړ سره، نوموړې په ۱۸۸۴ز کال کې د «بيسلي معياري بيلر جوړولو شرکت» بنست کېښود، په کوم کې چې هغې اکثريت ونډې درلودې. اوه کاله وروسته، دا شرکت د « American Barrel and Stave Company» په نوم يو شرکت د ۱.۴ ميليونه امريکايي ډالرو په بدل کې تر لاسه کړ (په ۲۰۲۱ز کال کې دا مبلغ د ۴۲۲۲۲۰۶۳ امریکايي ډالرو برابر دی).[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

تر ۱۸۹۱ز کال پورې، کله چې هغې په شيکاګو کې ژوند کاوه، بيسلي په رسمي دول د خپل ځان لپاره د يوې مخترعې په توګه تبليغات کول او هغه د « Wabash Avenue Subway Transportation Company» شريکه بنسټګره او رئيسه شوه، کوم شرکت چې په پام کې درلوده چې په شيکاګو کې د ځمکې لاندې د سرکونو نوی سيستم جوړ کړی. يو کال مخکې، نوموړې د « Chicago Barrel company» شرکت يوه شریکه وګرځېده (دې شرکت هم بيلرونه او هم د بيلرونو اړوند نور ماشينونه جوړول) چې په دې شرکت کې په ابتدايي ډول ۵۰۰۰۰۰ امريکايي ډالره پانګونه شوې وه. په ۱۸۹۳ز کال کې د بيسلي اختراعات د کولمبيا نړيوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول او د هغې کورنۍ په بشپړې ژمنتيا سره د هغې د کار ملاتړ کاوه: جان کيو. د اختراعاتو استازی شو، څو د هغې د طرحو لپاره په بازار موندنه کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې د دوی زوی والټر د هغې په کارځای کې د مديريت کارونه پر مخ وړل. تاريخ پوهه «بي. زرينه خان» وايي چې د رازدارۍ له قوانينو سره سره (کوم قوانين چې ميړنو ته د دوی د مېرمنو د عايد او ملکيتونو په اړوند قانوني حقوق ورکوی) جان کيو. په څرګند ډول د هر ډول هغو دعوو څخه پر تېرېدو لاسليک وکړ چې شونې وه هغه دا حقوق د خپلې مېرمنې په سوداګريزو معاملاتو درلودل، د پايلې په توګه هغه د دې ډاډ ورکړ چې د هغې مراجعین او شریکان د خپلو ژمنو د منسوخولو لپاره د يوې واده شوې ښځې په توګه د هغې د قانوني حيثيت ناسمه ګټه پورته نه کړي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۸۹۰ز لسيزې په منځ کې، بيسلي د دې موضوع په اړوند په مطالعه پيل وکړ چې خرابېدونکي توکي د اورګاډي په مټ تر اوږد واټن پورې څه ډول ورسول شي. هغې باور درلود چې ځواب د توکو د سړو ساتلو لپاره په يخچال لرونکو موټرو د تکيه کولو پر ځای، د برېښنايي کولو په مټ د اورګاډو د چټکتيا په زياتولو کې اېښی دی. نوموړې د خپلې ځمکې په شا اوخوا کې يو لنډ تجرباتي اورګاډی جوړ کړ او په داسې لارو چارو يې کار پيل کړ، په کومو کې چې په يو ساعت کې د ۱۰۰ ميله چټکتيا سره مرستې او زغملو لپاره اورګاډی بيا طرحه شي. د ۱۸۹۵ز کال په مارچ مياشت کې، «جيمز جي. هلس، پارکر کرټينډن«» او «جان ډبليو. هيل» د ۲۰۰ ميلیونه امريکايی ډالرو په پانګې سره « Inter Ocean Electric Railway company» شرکت کې شامل شول (کوم چې په هغه وخت کې په لويديځ کې تر ټولو زياته ورکړل شوې پانګه وه)، او دې شرکت اعلان وکړ چې په پام کې لري د نيويارک، شيکاګو او سان فرانسيسکو تر منځ له ځمکې يو لوړ برېښنايي اورګاډې پټلۍ جوړه کړي، په کوم کې چې بيسلي د يو نوي او غوره اورګاډي تر شا بنستيزه طراحه او هڅونکې قوې په توګه وړاندې شوه. د هغې په ثبت شويو مرستو کې تر ډېره بريده ايروډايناميکل شکل لرونکي موټر، د اورګاډي انجنير ته د ليکې د لا زېاتې نژدې لیدلو کې مرسته کونکي يو ټيليسکوپي چشمې او د اورګاډي د ايکسل په شاو خوا کې د سړو اوبو او هوا د څرخولو يوه اله شامل دي چې په دې ډول د زيات ګرمېدو د پېښو خطر کموي. نوموړې په ۱۸۹۸ز کال کې د اورګاډي د پټلۍ د موټرو له پټلۍ څخه د ښکته کېدو د مخنیوي د لارو حق امتياز هم تر لاسه کړ.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ پاڼه: 268–269 — https://dx.doi.org/10.1093/OSO/9780190936075.003.0010
  2. "Beasley, Charles Oscar". Encyclopedia of Pennsylvania Biography (په انګليسي). Vol. 15. Lewis Historical Publishing Company. 1924. p. 335.
  3. Fries, Adelaide Lisetta, ed. (1924). Descendants of Adam Spach: Autobiography and Memoirs of Adam Spach and His Wife (په انګليسي). Wachovia Historical Society. pp. 29 & 71.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "A Woman's Great Invention: Mrs. Maria E. Beasley contrives and perfects a machine for making barrels". The Indianapolis Journal. May 26, 1888. p. 2. نه اخيستل شوی December 18, 2021.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Khan, B. Zorina (2020). Inventing ideas : patents, prizes, and the knowledge economy. New York, NY: Oxford University Press. pp. 268–269. doi:10.1093/oso/9780190936075.003.0010. ISBN 978-0-19-093611-2. OCLC 1121423678.
  6. "A Lady Inventor". The Newton Enterprise. May 31, 1888. p. 2. نه اخيستل شوی December 16, 2021.
  7. Oldham, Edward A. (May 24, 1896). "A Woman's Railroad: From New York to Chicago in ten hours". The Tennessean. p. 11. نه اخيستل شوی December 20, 2021.
  8. Safford, Bessie A. (February 19, 1897). "Woman and Home: A big transportation project originated by a woman". The Champaign Daily Gazette. p. 6. نه اخيستل شوی December 18, 2021.
  9. "C. Oscar Beasley, 67, Dies Suddenly". The Philadelphia Inquirer. February 5, 1928. p. 5. نه اخيستل شوی December 19, 2021.
  10. Stanley, Autumn (1995). Mothers and Daughters of Invention: Notes for a Revised History of Technology (په انګليسي). Rutgers University Press. pp. 347–348. ISBN 978-0-8135-2197-8.
  11. Safford, Bessie A. (February 19, 1897). "Woman and Home: A big transportation project originated by a woman". The Champaign Daily Gazette. p. 6. نه اخيستل شوی December 18, 2021.
  12. Oldham, Edward A. (May 24, 1896). "A Woman's Railroad: From New York to Chicago in ten hours". The Tennessean. p. 11. نه اخيستل شوی December 20, 2021.
  13. "She Has a Barrel: Mrs. Maria E. Beasley". The Inquirer. June 16, 1888. p. 2. نه اخيستل شوی December 19, 2021.
  14. کينډۍ:Cite patent
  15. کينډۍ:Cite patent
  16. Merritt, Deborah J. (1991). "Hypatia in the Patent Office: Women Inventors and the Law, 1865-1900". The American Journal of Legal History. 35 (3): 263. doi:10.2307/845974. ISSN 0002-9319. JSTOR 845974 – via JSTOR.
  17. Khan, B. Zorina (2000). ""Not for Ornament": Patenting Activity by Nineteenth-Century Women Inventors". The Journal of Interdisciplinary History. 31 (2): 187. doi:10.1162/002219500551514. ISSN 0022-1953. JSTOR 207141. S2CID 145256405 – via JSTOR.
  18. Khan, B. Zorina (2020). Inventing ideas : patents, prizes, and the knowledge economy. New York, NY: Oxford University Press. pp. 268–269. doi:10.1093/oso/9780190936075.003.0010. ISBN 978-0-19-093611-2. OCLC 1121423678.
  19. "Chicago's Proposed Subway". Lancaster Intelligencer. August 12, 1891. p. 4. نه اخيستل شوی December 20, 2021.
  20. Khan, B. Zorina (2020). Inventing ideas : patents, prizes, and the knowledge economy. New York, NY: Oxford University Press. pp. 268–269. doi:10.1093/oso/9780190936075.003.0010. ISBN 978-0-19-093611-2. OCLC 1121423678.
  21. Khan, B. Zorina (2000). ""Not for Ornament": Patenting Activity by Nineteenth-Century Women Inventors". The Journal of Interdisciplinary History. 31 (2): 187. doi:10.1162/002219500551514. ISSN 0022-1953. JSTOR 207141. S2CID 145256405 – via JSTOR.
  22. "New Incorporations". Chicago Tribune. November 25, 1890. p. 11. نه اخيستل شوی December 20, 2021.
  23. "A Big Capital". Argus-Leader. March 30, 1895. p. 1. نه اخيستل شوی December 20, 2021.
  24. "New York in Ten Hours: Audacious Project of an Energetic Woman of Chicago". The Chicago Chronicle. July 7, 1895. p. 17. نه اخيستل شوی December 20, 2021.
  25. کينډۍ:Cite patent
  26. کينډۍ:Cite patent
  27. کينډۍ:Cite patent
  28. کينډۍ:Cite patent
  29. "Notes on Science: Invented by a Woman". Independent Review. February 5, 1904. p. 6. نه اخيستل شوی December 22, 2021.
  30. Khan, B. Zorina (September 12, 2005). The Democratization of Invention: Patents and Copyrights in American Economic Development, 1790-1920 (په انګليسي). Cambridge University Press. p. 153. ISBN 978-0-521-81135-4.