قادر خان
قادر خان | |
---|---|
قادر خان په کال ۲۰۱۲ کي
| |
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۲ اکتوبر ۱۹۳۰ کابل، افغانستان |
مړینه | ۳۱ ډېسمبر ۲۰۱۸ (۸۱ کال کلن)[۱][۲] ټورنټو |
د مړینې لامل | قوي پرمختللی فلالیزم |
تابعیت | |
نسل | پښتون |
دين | اسلام[۳] |
اولاد | سرفراز خان |
عملي ژوند | |
تعلیم | اسماعیل یوسف کالج |
تخصص تعلیم | ښاري انجنيري |
تعلیمی اسناد | ډېپلومه |
کار/مسلک | لوبګر |
کاروونکي ژبه | هندي ، پښتو ، اوردو ژبه |
جايزې | |
پدما شري په آرټ کې (۲۰۱۹)
د فلمفېر جايزه د ښه ډیالوګ لپاره (لپاره د: انگار ) (۱۹۹۳) د فلمفېر جايزه د غوره مزاحيه رول لپاره (لپاره د: باپ نمبري بېټا دس نمبري ) (۱۹۹۱) د فلمفېر جايزه د ښه ډیالوګ لپاره (لپاره د: مېري آواز سونو ) (۱۹۸۲) |
|
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
قادر خان يو افغان — هندی فلمي آداکار دی چي په ١٩٣٧م کال په کابل کې زیږیدلی دی. د پلار نوم یې عبدالرحمن دی چي اصلا د کندهار او مور یې اقبال بیګم د پښین وه. قادر خان درې وروڼه لرل، شمس الرحمن، فضل الرحمن او حبیب الرحمن. ښاغلۍ قادر خان په خټه کاکړ، پښتون دی. قادر خان په سینما کې د کار کولو له کبله ډیرې جایزې او ایوارډونه هم تر لاسه کړي. زیاتره جايزې یې یا په فلمونو د بهترینې کومیډۍ او یا د ښه ډیالوګ لیکلو له کبله تر لاسه کړي.
قادر خان او هندي سینما
[سمول]په خټه افغان قادرخان څو لسیزې نه یوازې د هندي فلمونو لیکوال پاتې شوی، بلکې د هندي سینما د یو مخکښ اکټر په توګه یې هم په دې سینما کې ځان ته جلا مقام او ارزښت خپل کړی.
قادر خان په هندي سینما خپل سفر له داغ فلم څخه په ۱۹۷۳ م کال کې پيل کړ. په دې فلم راجیش کنه له نوموړې سره لوبیدلی و. تر دې پيل راوروسته قادر خان په شا او خوا درې سوو هندي فلمونو کې کار کړی دی. البته هغه تر دې مخکې د لسګونو هندي فلمونو لپاره مکالمې لیکلې وې.
قادر خان او امتیاب بچن ډېر ښه دوستان دي او په ډیرو فلمونو کې شریک کار کړی، له دې ډلې، دو اور دو پنج، مقدر کا سکندر، میسټر نټورلال، سوهاګ، کولي او شاهنشاه د دواړو مشهور شریک فلمونه دي. قادرخان د کولي نمبر ۱ او نورو فلمونو مکالمې هم لیکلې دي.
زدکړې
[سمول]قادر خان د بمبيي له پوهنتون سره د تړلي اسمعیل یوسف کالج څخه فارغ شوی دی. نوموړې څه وخت د محمد حاجي سابو صادق په کالج د استاد په توګه هم تدریس کړی دی. قادر خان پر دې سربیره دیني زده کړې هم کړې، د قران پاک حافظ دی، د د یو شمیر کلتوري او دیني ټلویزوني خپرونو چلوونکی هم پاتې شوی دی.
ناروغي او مړینه
[سمول]قادر خان د کاناډا په یو روغتون کې بې هوشه او په مصنوعي تنفس پايېده. نوموړې له اوږدې مې مودې راهېسې ناروغ او د کاناډا په همهغه روغتون کي وفات سو.
سرچینې
[سمول]- ↑ "Veteran actor Kader Khan passes away at 81, confirms family". January 1, 2019. بياځلي په January 1, 2019.
- ↑ "Veteran actor-writer Kader Khan passes away at 81". January 1, 2019. بياځلي په January 1, 2019.
- ↑ Wahab, Siraj (30 September 2014). "Kader Khan in Makkah for Haj". Arab News. بياځلي په 3 October 2014.
- ↑ "Veteran Bollywood actor performs Haj discreetly". Arab News. 8 October 2014. بياځلي په 21 January 2015.
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P40
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P812
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P512
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P166
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي