Jump to content

د کربلا جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کربلا جګړه
عامه معلومات
عمومي معلومات
د پېښې نېټه
۱۰ اکتوبر ۰۶۸۰ (Gregorian) (۰۶۸۰ (Gregorian)) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۲°۳۶′۵۵″شمال ۴۴°۰۱′۵۳″ختیځ / 32.6153°شمال 44.0314°ختيځ / 32.6153; 44.0314 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د کربلا جګړه په61 هجري سپوږمیز کي د محرم پر 10 نېټه چي د 680 زیږدیز کال د اکتوبر له 13 نیټې سره سمون خوري رامنځ ته سول. دا جګړه د اسلام د پېغمبر اکرمد لمسي حسين بن علي د کوچني لښکر او د کوفې د اموي واکمن عبيدالله بن زياد ترمنځ د کربلا په نامه يوه ځاى ته څېرمه پېښه سول. د تاریخونو پر بنسټ په یاده جګړه کي د حسینؓ لښکر په بشپړه توګه نابود او خپله حسینؓ په شهادت ورسېدی. پاته کسان چي د نوموړي کورنۍ بلل کېده د ابن زیاد له لوري ژوند ونیول سوه، او د اموي واکمنۍ پلازمیني دمشق ته یې ولېږل.

د کربلا د جګړې لامل د حسین بن عليؓ له لوري د یزید بن معاویه واکمني او رهبري ناروا بلل وه. حسینؓ ادعا کوله چي د یزید واکمني د مسلمانانو لپاره پر ظلم او ستم ولاړه ده او دئ به یې نه یوازي دا چي هیڅکله ونه مني، بلکي په وړاندي به یې راپورته سي. د حسینؓ ددې ادعاء په وړاندي يزيد بن معاويه پر نوموړي باندي سخت فشار راوړ، خو دې فشار کومه پایله ورنکړه بلکي حسینؓ جګړې ته چمتو سو. د حسینؓ د ادعاء او پاڅون خبره چي کله د عراق کوفې ښار ته ورسېدل، د هغه ځای یوشمېر اوسېدونکو سمدستي په توطیه باندي لاس پوري کړ او له حسینؓ څخه یې وغوښتل چي لمړئ عراق ته ورسي ترڅو له هغه ځایه په ګډه باندي د یزید په وړاندي جګړه پیل کړي، خو ددوی دغه ملاتړ یوازي یوه بهانه وه او چي څنګه حسینؓ عراق ته ورسېدی، دوی نه دا چي ملاتړ یې ونکړ، بلکي دده پر ضد یې له یزیدي لښکرو سره ملګرتیا هم پیل کړه.

عراق ته تر رسېدو وروسته د حسینؓ لښکر د عمر بن سعد له فوځ سره چي د یزید له خوا د ټاکل سوي عراقي واکمن عبیدالله ابن زیاد له لوري رالېږل سوی وو، مخامخ سو او دواړو د یوبل په وړاندي د جګړې لیکي منظمي کړې. څرنګه چي د حسینؓ لښکر د عمر بن سعد تر لښکرو څو برابره کم وو، نو ځکه جګړې هم تر یوې ورځي زیات وخت ونه نیوی او حسینؓ تر خونړي نښتي وروسته د دښمن له لوري شهید سو.

پایله

[سمول]

د کربلا جګړه که څه هم چي له فوځي اړخه ډېره کوچنۍ وه، خو په اسلامي نړۍ کي یاده پېښه ځکه خونړي ګڼل کیږي، چي د حضرت محمدﷺ کورنۍ ته پکښي ستر زیان ورسېدی. د اسلامي تاریخونو له مخي د اموي خلافت واکمن یزید په دې جګړه کي خپل حیثیت له پوښتني سره مخ کړ، او بېلابیلو اسلامي تاریخ پوهانو پر نوموړي باندي ډول ډول ښه او بد نظرونه ورکړه، چي له امله یې مسلمانان تر کلونو کلونو پوري په اختلافاتو کي ښکېل سوه.