جیمز ابرام ګارفیلډ
جیمز ابرام ګارفیلډ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۱۹ نومبر ۱۸۳۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱] |
مړینه | 19 سپټمبر 1881 (50 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۱] |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم [۱۲]، د زړه حمله (ناروغي) ، سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 183 سانتي متره |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [۱۳]، قانونپوه ، ليکوال [۱۴]، پوځي ځواک |
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه [۲]، لاتيني ژبه ، يوناني ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | تورن جنرال |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
سمول |
جیمزابرام ګارفیلډ (د نومبر ۱۹ مه،۱۸۳۱ – د سپتمبر ۱۹مه، ۱۸۸۱ ز) د امریکا د متحده ایالاتو شلم ولسمشر و، چې د ۱۸۸۱ ز کال له مارچ میاشتې څخه یې تر سپټمبر میاشتې پورې خدمت وکړ. ګارفیلډ د یوه وژونکي له خوا د ده له ولسمشرۍ څخه د څلورو میاشتو په تېرېدوسره په ډزو وویشتل شو او دوه میاشتې وروسته مړ شو. نوموړی یوازنی ولسمشر و چې د ټاکل کېدو پر مهال یې د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس غړیتوب درلود.
ګارفیلډ د لرګیو په یوه خونه کې په غربت سره وزېږېد او د اوهایو په شمال ختیځ کې را لوی شو. له ویلیامز کالج څخه په فراغت، ګارفیلډ قانون ولوست او وړاندې له دې چې په ۱۸۵۷ ز کال کې د جمهوري غوښتونکي په توګه سیاست ته دننه شي، د وکیل په توګه یې دنده ترسره کړه. هغه د اوهایو ایالت د سنا جرګه ګۍ د غړي په توګه له ۱۸۵۹ز کال څخه تر ۱۸۶۱ ز کال پورې خدمت وکړ. ګارفیلډ د کنفدریشن د بېلوالي مخالف و او د کورنۍ جګړې پر مهال یې د اتحادیې په ځواکونو کې د تورن جنرال په توګه خدمت وکړ، په مېډیل کریک (Middle Creek)،شیلو (Shiloh) او چیکاماګا (Chickamauga) نښتو کې یې جګړه وکړه. د لومړي ځل لپاره نوموړي په ۱۸۶۲ ز کال کې کانګرس ته لار ومونده چې د اوهایو ایالت د ۱۹ مې حوزې استازولي وکړي. له جګړې وروسته په کانګرس کې ګارفیلډ د خپل خدمت پر مهال د سروزرو له معیار څخه په کلکه ملاتړ وکړ او د یوه پیاوړي ویناوال په توګه مشهور شو. په لومړیو کې هغه له راډیکالو جمهوري غوښتونکو سره د بیارغونې په برخه کې موافق و، خو وروسته یې د خپلواکو کسانو لپاره د مدني حقونو د ورکړې څخه په ملاتړ د اعتدال لار غوره کړه.
په ۱۸۸۰ ز کال کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې استازو ګارفلیډ، هغه کس چې سپینې ماڼۍ ته د لار موندنې په لټه کې نه و، په ناڅاپي ډول په خپله ۳۶ مه رای اچونه کې د ګوند د نوماند په توګه وټاکه. د ۱۸۸۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوموړي، په ډېره کمه کچه د ځان لپاره ټاکنیز کمپاین ترسره کړ او په ډېرې سختۍ یې د دیموکرات نوماند وینفیلډ سکاټ هانکوک (Winfield Scott Hancock) ته ماته ورکړه. د ولسمشر په توګه د ګارفیلډ لاسته راوړنې، په اجرائیوي ګومارنو کې د سنا جرګې د واک پر ځای د ولسمشریزې ماڼۍ د واکونو بېرته ترلاسه کول، د پوسټ په اداره کې د فساد پر وړاندې مبارزه او د سترې محکمې لپاره د قاضي القضات ګومارل و.
د ۱۸۸۱ ز کال د جولای په دویمه، د دندې له لټون څخه ستړي شوي چارلس جی. ګیوتیو (Charles J. Guiteau) په واشنګټن کې د بالتیمور او پوتوماک د اوسپنۍ پټلۍ په تم ځای کې په ګارفیلډ ډزې وکړې. ټپونه یې داسې نه وو چې د مړینې لامل یې وګرځي، خو د ډاکټرانو د ناسمې درملنې له امله یې زخمونه مکروبي شول او د ۱۸۸۱ ز کال د سپټمبر په ۱۹ مه مړشو. ګیوتیو د ۱۸۸۲ ز کال په جون میاشت کې اعدام شو.
د ۱۸۸۰ ز.کال ولسمشریزې ټاکنې
[سمول]ګارفیلډ چې په وروستیو کې د شېرمن په ملاتړ سنا ته لار موندلې وه، د ۱۸۸۰ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو د مبارزو په فصل کې ژمن و چې د جمهوري غوښتونکي ګوند له خوا په نوماندۍ کې به له شرمن څخه ملاتړ کوي، خو له دې سره د کنوانسیون له پیل وړاندې، یو شمېر جمهوري غوښتونکو ، لکه: له فیلادلفیا څخه وارټن بارکر، په دې نظر و چې ګارفیلډ د نوماندۍ لپاره غوره ټاکنه ده. ګارفیلډ له دغې څوکۍ سره خپله هر ډول لېوالتیا رد کړه، خو ده ته ډېر پام د دې لامل شو، څو شرمن د خپل جنرال (lieutenant's)په هیلو شکمن کړي. د شرمن په خوا کې نوماندۍ ته مخکښ کسان بلېن او پخوانی ولسمشر ګرانټ و، خو یو شمېر نورو نوماندانو هم یو شمېر استازي له ځان سره لرل.[۱۵][۱۶][۱۷]
په همدغه مهال کې جمهوري غوښتونکی ګوند په دوه برخو ووېشل شو: سټالوارټس (Stalwarts )، چې د شته فدرال دولت له ملاتړیز سیستم څخه یې ملاتړ کاوه او هاپ بریډس (Half-Breeds) چې په مدني خدمتونو کې یې اصلاحات غوښتل. د کنوانسیون په پیل کې د نیویارک سناتور روسکو کانکلېنګ (Roscoe Conkling) چې د سټالوارټس ډلې مشر او د پخواني ولسمشر یولیسیز اس ګرانټ پلوی و) وړاندیز وکړ چې، ټول استازي باید ژمنه وکړي چې په عمومي ټاکنو کې له خپل وروستي نوماند نه ملاتړ وکړي. کله چې د لویدیځې وریجینیا درې استازو له دغه ډول ژمنې انکار وکړ، کانکلېنګ هڅه وکړه، څو دوی له کنوانسیون څخه وباسي. ګارفیلډ د هغوی په دفاع کې اوچت شو او د قضاوت په برخه کې د دوی د حق د خوندیتوب څخه په ملاتړ یې خپله له احساساتو ډکه وینا وکړه. ټولو له کانکلېګ سره مخالف وکړ او هغه هم له خپل درېځ څخه واوښت. دغې وینا، د ګارفیلډ ملاتړي خوښ کړل، هغو چې باور درلود، چې د بل هر وخت په پرتله هغه یوازنی کس دی چې کولای شي، د ډېرو استازو رایې خپلې کړي.[۱۸][۱۹]
د مخکښو نوماندانو په اړه له ویناوو وروسته، ګارفیلډ پورته شو، څو د شرمن نوم هم د نوماندانو په نوملړ کې راولي. د شرمن د نوماندۍ لپاره د هغه وینا د هرکلي وړ وګرځېده، خو استازو د راتلونکي ولسمشر په توګه د شرمن لپاره په ډېره کمه کچه لېوالتیا وښوده. په لومړي پړاو رایه اچونه کې ګرانټ د ۳۰۴ رایو په ګټلو تر ټولو مخکښ او بلېن د ۲۸۴ رایو په لرلوسره دویم ځایګی خپل کړ. شرمن د ۹۳ رایو په لرلو درېیم ځایګی ونیو. په راتلونکو رایه اچونو کې ډېر ژر د بلېن او ګرانټ د پلویانو ترمنځ کړکېچ رامنځته شو، ځکه یوه هم نه شو کولای، د نوماندۍ لپاره ۳۷۹ رایې خپلې کړي. د ویسکانسین د پلاوي غړي جرمیا مکلېن رسک (Jeremiah McLain Rusk) او د انډیانا استازي بنجامین هاریسون(Benjamin Harrison) د کړکېچ د هواري په موخه تور آس لرونکي – ګارفیلډ ته د ګرانټ ضد رایو د لېږد په لټه کې و. ګارفیلډ د رایو په ۳۵ پړاو کې ۵۰ رایې ترلاسه کړې. ګارفیلډ خپل د اوهایو پلاوي ته اعتراض وکړ او څرګنده یې کړه، چې دی د نوماندۍ په لټه کې نه دی او هېڅکله یې له شرمن سره د خیانت نیت نه دی لرلی، خو استازو د ده مخالفت رد او ده ته یې رایه ورکړه. د رایې ورکوونې په بل پړاو کې د شرمن او بلېن نږدې ټولو پلویانو خپله رایه د ګارفیلډ په ملاتړ وکاروله او د جمهوري غوښتونکو د نوماندۍ لپاره یې ۳۹۹ رایې خپلې کړې. د پخواني ولسمشر ګرانټ ډېری پلویانو تر پایه پورې د هغه ملاتړ وکړ او په ګوند کې د سټلوارټ کوچنۍ ناراضه ډله رامنځته شوه. د دې لپاره چې د ټاکنیز ټکټ لپاره د دغې ناخوښې ډلې ملاتړ هم ترلاسه شي، د نیویارک د ګمرک پخوانی عاید ټولوونکی او د کانکلینګ سیاسي ډلې غړی چسټر اې آرتور، (Chester A. Arthur) د ولسمشر د مرستیال په توګه نوماند کړای شو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
ولسمشري ( ۱۸۸۱ ز)
[سمول]کابینه او لوړه
[سمول]ګارفیلډ د خپلې بریا او لوړې ترمنځ واټن کې، د داسې کابینې په جوړولو بوخت شو، چې د کانکلېنګ او بلېن د مخالفو ډلو ترمنځ د سولې فضا رامنځته کړي. د بلېن ملاتړو استازو د ګارفیلډ له نوماندۍ زیات ملاتړ کړی و، چې د مین ښار (Maine) سناتور په کې د بهرنیو چارو وزارت افتخاري ځایګی خپل کړ. بلین نه یوازې د ولسمشر نږدې سلاکار و، هغه هڅه کوله، په سپینه ماڼۍ کې په ټولو پېښېدونکو چارو باید خبر واوسي، ان داسې هم ویل کېږي چې، د هغه په غیاب کې به یې یو شمېر راپورچیان(جاسوسان) موجود وو. ګارفیلډ د مالیې وزارت لپاره له مینيسوټا څخه ویلیام وینډوم (William Windom)، له لویزیانا څخه د سمندري ځواکونو د وزارت لپاره ویلیام ایچ هنټ (William H. Hunt) ، د دفاع یا جنګ وزارت لپاره رابرټ ټوډ لېنکولن (Robert Todd Lincoln) او له لوا ایالت څخه ساموئل جی کرېک ووډ (Samuel J. Kirkwood) د کورنیو چارو وزارت لپاره نوماندان کړل. له نیویارک څخه په استازولۍ یې توماس لیمویل جیمز(Thomas Lemuel James) د پوستي خدمتونو د عمومي مشر په توګه وټاکه. ګارفیلډ له پنسلوانیا څخه وین مک ویګ (Wayne MacVeagh) چې د بلېن کلک مخالف و، د لوی څارنوال په توګه وټاکه. بلین هڅه وکړه چې د دغې ګومارنې د سبوتاژ کولو په موخه، ګارفیلډ اړ کړي چې د مک وېګ مخالف، ویلیام ای چاندلر (William E. Chandler)، د هغه د مرستیال په توګه وټاکي، خو د سنا له خوا د چانلدر د ټاکل کېدو رد کېدل، د مک وېګ د استعفا مخه ونیوله.v[۲۶][۲۷][۲۸]
له دې امله چې د کابینې ټاکلو د ګارفیلډ فکر مغشوش کړی و، د هغه پیلنۍ (افتتاحیه) وینا، د تل په څېر د هغه د ویناوو په معیار برابره نه وه . ده په خپله وینا کې د افریقايي الاصله امریکایانو د مدني حقونو اړوند مهم ټکي ته اشاره وکړه او و یې ویل:" آزادي تر هغه مهاله خپل ټول برکات نه شي رامنځته کولای، تر هغو چې قانون او یا هم اداره، د هر غوره وګړي (تبعه) پر وړاندې کوچنی خنډ رامنځته کوي".[۲۹][۳۰][۳۱]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118716379 — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11974061g — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-A-Garfield — subject named as: James A. Garfield — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xw4php — subject named as: James A. Garfield — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/381 — subject named as: James Abram Garfield — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32338.htm#i323377 — subject named as: James Abram Garfield — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Darryl Roger Lundy — پنځوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/garfield-james-abram — subject named as: James Abram Garfield
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=jamesabramgarfieldj — subject named as: James A. Garfield
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/22714 — subject named as: James Abram Garfield — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=21285 — subject named as: James Abram Garfield — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/119995 — خپرېدونېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ ليکوال: Candice Millard — خپروونکی: Anchor Books
- ↑ پیوستون : 118716379 — خپرېدونېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ Doenecke 1981، مم. 17–19.
- ↑ Peskin 1978، مم. 456–457.
- ↑ Peskin 1978، مم. 454–455.
- ↑ Peskin 1978، مم. 464–465.
- ↑ Ackerman 2003، مم. 81–83.
- ↑ Peskin 1978، مم. 480–481.
- ↑ Ackerman 2003، مم. 110–114.
- ↑ Peskin 1978، مم. 475–477.
- ↑ Peskin 1978، مم. 472–475.
- ↑ Ackerman 2003، مم. 96–101.
- ↑ Peskin 1978، مم. 466–469.
- ↑ Doenecke 1981، مم. 33–36.
- ↑ Peskin 1978، مم. 555–561.
- ↑ Peskin 1978، مم. 519–521.
- ↑ Peskin 1978، م. 539.
- ↑ Peskin 1978، مم. 538–540.
- ↑ Caldwell 1965، م. 330.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1881ز مړينې
- 19 سپټمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2048
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P103
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- د عسکري خدمتونو لړليک د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P607
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227