Jump to content

جان هونیاډي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان هونیاډي
Hunyadi János (هنګري) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Hunedoara (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۴۰۷[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۱ اگسټ ۱۴۵۶[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Zemun (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
ښخولو ځای
ژبې
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
وروڼه او خويندې
N. Hunyadi (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
اړين معلومات
مهمې پېښې
جګړه

جان هونیاډ یا جان هونیاډي ( ۱۳۸۷ – ۱۴۵۶ ) د هنګري هیواد پوځي او سیاسي مشر او سیمه ییز واکمن وو، چي په ۱۳۸۷ لمریز کال کي د هنګري سلطنت په لویدیځ کي د هنډوارا په ښار کي وزېږېدی. نوموړي د 1441 زیږدیز کال څخه تر خپل مرګ پوري د عثماني امپراتورۍ په وړاندې د پولو د دفاع مسولیت په غاړه درلود، او د 1446 او 1453 کلونو تر منځ د ارډیل (ټرانسلوانیا) د سلطنت تاریخي سیمي او د هنګري د سلطنت تر واک لاندي یو شمېر سیمو له واليانو څخه وو. جان هونیاډي د عثماني واکمنۍ په وړاندي د سختو جګړو سره سره چي نوموړي ورباندي مشهوره وو، دوه ځله پرله پسې د هغوی څخه ماته هم وخوړه چي لمړۍ ماته یې په 1444 او دوهمه یې په 1448 کال کي رامنځ ته سول، او عثماني واکمنۍ د زرګونو سرتیرو په تلفاتو ورکولو سره نوموړی تیښتي ته اړ ایستی.

د هنګري، رومانیا، سربیا او بلغاریا په تاریخونو کي د هغه جګړو او تلفاتو له امله چي جان عثمانیانو ته واړول، د بېلابیلو ټبرونو ترمنځ د یو ځواکمن شخص په توګه پېژندل کیږي.

په پنځلسمه زیږدیزه پېړۍ کي د روم پاپ پیوس جان هونیاډي ته د مسیح د اتل لقب ورکړ. د عثماني واکمنۍ په تاریخونو کي بیا جان یو له هغه کسانو څخه دی چي په پنځلسمه پېړۍ کي يې زرګونه ترک مسلمانان او عثماني سرتیري شهیدان کړه او د هنګري سلطنت ته یې د مسلمانانو د ننوتلو مخه څو کاله ډپ کړې وه.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6ff4s5m. Subject named as: John Hunyadi. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ذکر کېدنه: Great Norwegian Encyclopedia. Store norske leksikon ID: János_Hunyadi. Subject named as: János Hunyadi. اثر ژبه: بوکمول ژبه. ISSN: 2464-1480.
  3. ذکر کېدنه: Sapere.it. De Agostini ID: Hunyadi,+János+(reggente+d'Ungheria). Subject named as: János Hunyadi. اثر ژبه: اېټاليايي ژبه. د خپرولو نیټه: ۲۰۰۱. Publisher: De Agostini Editore.