Jump to content

تېڅو ناکامورا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


تېڅو ناکامورا
د تېڅو ناکامورا انځور
د تېڅو ناکامورا انځور
د تېڅو ناکامورا انځور

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۵ سېپتمبر ۱۹۴۶(1946-09-15)
فوکووکا، جاپان
مړینه ۴ ډېسمبر ۲۰۱۹ (۷۳ کال کلن)
جلال اباد، افغانستان
د مړینې لامل د ګولۍ زخمونه
تابعیت جاپان

افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

نور نومونه کاکا ناکامورا

کاکا مراد

عملي ژوند
کار/مسلک طبي ډاکټر
کاروونکي ژبه جاپاني ژبه ،  پښتو   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
وېبپاڼه
وېبپاڼه www.peshawar-pms.com

تېڅو ناکامورا (جاپاني ژبه: 中村 哲 – انګلیسي: Tetsu Nakamura) یو جاپانی ډاکټر او د پېښور-کای په نامه د یوې جاپانۍ موسسې، چې په افغانستان کې طبي خدمات وړاندې کوي، مشر و. نوموړی په افغانستان کې د "کاکا ناکامورا" یا "کاکا مراد" په نامه مشهور و. کاکا مراد په سوله او نړیوال تفاهم کې د فیليپين رامن مګسېسې جایزه (Ramon Magsaysay Award) – چې د اسيا نوبل جایزه هم بلل کېږي – اخیستې وه.

پروژې

[سمول]

جاپانی ال اصله ډاکټر ناکامو ناکاموا چې د ژوند په وروستی کال کې یې د ولسمشر غنی نه د افغانستان افتخاري تابیعت ترلاسه کړ په هیواد کې ګڼ شمیر پروژې پلې کړې. نوموړی چې د جاپانې موسیسې پي ام اس سره د رئیس په توګه په افغانستان کې دنده ترسره کوه په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کې ډیرې لوې پروژې پلې کړې. د کاکامورا له مهمو پروژو څخه په ننګرهار ولایت کې د پاکو اوبو د کابو ۱۷۰۰ څاګانو کښل له ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۰ م کال پورې د مروارید کانال چې په ګمبیري دښته کې سلګونه زره جریبه ځمکه خړوبوي جوړول وو. ددې ترڅنک ښاعلی ناکامورا په یاده دښته کې د باد د مخنیوی لپاره ۷ سوه زره ونې کینه ولې او همدارنګه یې په یاده سیمه کې د خلکو د تفریح کولو لپاره یو لوی پارک د کابو ۷۵ ډوله میوو فارم مسجد او داسې نور ګڼ شمیر کارونه وکړل.

ژوند

[سمول]

هم وګوره

[سمول]