Jump to content

بري ګولډ واټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بري ګولډ واټر
Barry Goldwater (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Phoenix (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲ جنوري ۱۹۰۹[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۹ مې ۱۹۹۸[۴][۵][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
stroke (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
ګوند
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
جګړه
جوړښت
جایزې

بري موریس ګولډ واټر (زوکړه د ۱۹۰۹ کال د جنوري ۲یمه - مړینه د ۱۹۹۸ کال د مې میاشتې ۲۹مه) یو امریکایی سیاستوال او د متحده ایالاتو د هوایي ځواک افسر و، چې پنځه دورې (۱۹۵۳ – ۱۹۵۶، ۱۹۶۹ - ۱۹۸۷) له ارېزونا څخه د متحده ایالاتو سناتور او په ۱۹۶۴ کال کې د جمهوریت ګوند په استازولۍ ولسمشرۍ ته نوماند و. ګولډواټر هغه سیاستوال دی چې تر ډېره ورته په ۱۹۶۰ لسیزه کې د امریکا د محافظه کار سیاسي غورځنګ د رغونې لپاره د یو سپرغي په توګه امتیاز ورکول کېږي. د متحده ایالاتو د ۱۹۶۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو له لاسه ورکولو سره سره ډېری سیاسي شنونکي او تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه په متحده ایالاتو کې د محافظه کار غورځنګ بنسټ جوړ کړ، ځکه پر جمهوري غوښتونکي ګوند د خلکو د سازمان او د محافظه کارانو تسلط د امریکا په سیاست کې د اوږدمهال لپاره له ګوند سره د خلکو په وفادارۍ کې بنسټيز بدلون رامنځته کړ. چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې يې د ریګان له انقلاب سره مرسته وکړه. هغه همدارنګه د امریکا پر ازادي غوښتونکي غورځنګ د پام وړ اغېز درلود.[۱۱][۱۲]

ګولډواټر په فونېکس کې زېږدلی چې هغه مهال د ارېزونا د خاورې برخه و او هلته یې دخپل لوی کورني پلورنځي په مدیریت کې مرسته وکړه. دویمې نړیوالې جګړې ته د متحده ایالاتو تر دننه کېدو وروسته ګولډواټر د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې د زېرمو یو کمیسیون ترلاسه کړ. د پیلوټ په توګه وروزل شو او په یو نوي رامنځته شوي کنډک کې چې په ټوله نړۍ کې يې جنګي سیمو ته الوتکې او تجهیزات لېږدول د بېړۍ د قومندان په توګه وګومارل شو. ګولډواټر تر جګړې وروسته په ۱۹۴۹ کال کې د فونېکس ښار شورا ته وټاکل شو او په ۱۹۵۲ کال کې يې د ټاکنو له ګټلو سره د متحده ایالاتو سنامجلس/ مشرانو جرګې ته لار ومونده.

ګولډواټر په سنا کې د نیوډيل (د عمومي کاري پروژو یو پرګرام، ژباړن) میراث رد کړ او له محافظه کارائتلاف/ پیوستون سره یې د نیوډيل پیستون پر وړاندې مبارزه وکړه. ګولډواټر همدارنګه په سیاسي مسائلو کې له منځ لارې څخه تر لېبرال پورې د خپل ګوند د غړو په ننګولو کې د یو خپلسري سیاستوال په توګه پېژندل کېده. په فونېکس کې د NAACP  (د رنګین پوستو د پرمختګ لپاره ملي ټولنه) غړی او د توپیریز چلند د له منځه وړلو فعال ملاتړ و. ګولډ واټر د ۱۹۵۷ او ۱۹۶۰ کلونو د مدني حقونو له قوانینو او د متحده ایالاتو د اساسي قانون له ۲۴م تعدیل څخه ملاتړ وکړ. خو هغه یوه پرېکړه چې هغه یې پر نژادي برابرۍ د خپل باور له امله خواشینی کړ په جبري توګه یې د ۱۹۶۴ کال د مدني حقوقو له قانون سره مخالفت وکړ او احساس یې وکړ چې دوه مادې يې په ځانګړي ډول دویمه او اوومه له اساسي قانون سره په ټکر او د فېدارل دولت احتمالي تېری دی. ګولډ واټر په ۱۹۶۴ کال کې یوه لویه ټاکنیزه حوزه جوړه کړه تر څو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو په مقدماتي سیالیو کې بریالی شي. ګولډواټر که څه هم د یو اپیسکوپالین (پورتیستان کلیسا ته منصوبه یوه مذهبي څانګه، ژباړن) په توګه رالوی شو د خپل پلار له طرفه لومړنی یهودی مذهبی نوماند و چې د یو امریکایي ګوند له خوا ولسمشری ته نوماند شو. په پای کې د ګولدواټر پلټ فارم/چارچوکاټ ونه شوی کولی د رایې ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړي او د ۱۹۶۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د فعلي دیموکرات لېډون. بي جانسون له خوا په لوی تاریخي توپیر له ماتې سره مخ شو. ګولډ واټر بېرته په ۱۹۶۹ کال کې سنا ته راوګرځېد او په خارجي سیاست او دفاعي چارو کې متخصص شو. ګولډ واټر  د یو نامتو سیاستوال په توګه پر خپلو اوصولو د ویاړ او ژمنتیا له امله د خپلو همکارانو تر منځ درناوي درلود، په ۱۹۴۷ کال کې يې په بریالۍ توګه له ولسمشر ریچارډ نېکسون څخه د استعفا غوښتنه وکړه ځکه د واټرګېټ د رسوایۍ د پټولو شواهد ډېر شول او استیضاح نږدې وه.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ګولډواټر په سنا کې په خپله وروستۍ بانفوذه دوره کې په ۱۹۸۰ کال کې له لږ اختلاف سره په ټاکنو کې بریالی شو. ګولډواټر په ۱۹۸۶ کال کې د ګولډ واټر نیکلز  قانون پر تصویب څار درلود. چې  په مسلم ډول د هغه له اړینو قانوني لاسته راوړنو څخه و چې ملکي ځواک یې په دفاع وزارت کې غښتلی کړ. په ورپسې کال له سنا څخه تقاعد شو او د کنګرې استازی جان مکېن یې ځای ناستی شو، هغه خپل سلف د داسې یو کس په توګه وستایه چې "د جمهوري غوښتونکو ګوند یې له یو ختیځ نخبه پال سازمان څخه د رونالډ ریګان د ​​​​​ټاکنو لپاره په یو مناسب بستر بدل کړ" ګولډواټر په ۱۹۸۰ کال کې کله چې "د ټاکنو لپاره وخت" ویناوالۍ وروسته بیرغ لېږدوونکی و په شدید ډول د رېګان له ټاکنیزو مبارزاتو څخه ملاتړ وکړ. ریګان د ګولډواټر د مخکني مدیریت ډېری اوصول په خپلو ټاکنیزو مبارزاتو کې منعکس کړل. د واشنګټن پوست ستون لیکونکی جورج وېل دې ټکي ته متوجه شو او ویې لیکل: "موږ … چې په ۱۹۶۴ کال کې هغه ته رایې ورکړې، باوري یو چې هغه بریالی شو یوازې د رایو شمېرلو ۱۶ کاله دوام وکړ."

د ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه د ګولډواټر نظریې د هغه د کار د پای په نږدې کېدو سره په زیاتېدونکي ډول ازادي غوښتونکې شوې. له سنا څخه تر وتلو وروسته د ګولډ واټر نظریې د ازادې غوښتونکو نظریو په توګه تثبیت شوې. هغه په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د پېټ رابرټسون او د هغه په څېر نورو کسانو پر پیسې جوړونکې پانګونې نیوکه وکړه … چې له هغه څخه یې د یو مذهبي سازمان د رامنځته کولو هڅه وکړه. د خپل ژمني کال په بهیر کې يې په پوځ کې په ښکاره ډول د خدمت کوونکو هم جنس پالانو، چاپېریال ساتنې، د هم جنس پالانو له حقونو، د ماشوم لرې کولو/سقط له حقوقو او د هم جنسه جوړو لپاره د زوی ولی نیولو له حقوقو څخه ملاتړ وکړ او د ماري جوانا/چرس طبي درمل یې قانوني اعلان کړل.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

لومړنی ژوند او کورنۍ مخینه

[سمول]

ګولډواټر په فونېکس کې زېږېدلی چې هغه مهال د ارېزونا د خاورې یوه برخه وه، د بارون. اېم. ګولډواټر او د هغه د مېرمنې هاتي جوزفین "جوجو" وېلیم زوی و. د پلار کورنۍ یې د ګولډواټر لوی پلورنځی جوړ کړی و چې په فونېکس کې یو لوی او لوکس پلورنځی و. د ګولډ واټر پلرنی نیکه مېشل ګولډ واټر یو پولنډۍ یهودی و چې په ۱۸۲۱ کال کې په کونین کې زېږېدلی و چې هغه مهال د پولنډ د کانګرېس یوه برخه وه. هغه په ۱۸۴۸ کال د انقلابونو په دوام لندن ته مهاجرت وکړ. میشل لندن ته تر رسېدو لږ ځنډ وروسته خپل نوم په انګریزي مایکل ګولډواټر ته واړوه. مایکل د یوې انګرېزې یهودي کورنۍ له لور ساره نتان سره د لندن د یهودانو په لوی عبادت ځای کې واده وکړ. ګولډواټریان وروسته متحده ایالاتو ته کډوال شول لومړی د کالفورینیا او سانفراسیسکو ته ورسېدل او وروسته د ارېزونا په خاوره کې مېشت شول هلته مایکل ګولډواټر یو کوچنی پلورنځی پرانیست چې وروسته یې درېيو زامنو هېنري، بارون او موریس له خوا پراختیا ومونده. موریس ګولډواټر (زوکړه ۱۸۵۲ - مړینه ۱۹۳۹) د ارېزونا سیمه ییز او ایالتي قانون جوړوونکی، د ارېزونا د پرسکاټ ښاروال او وروسته د ارېزونا ایالت د سنا رییس و.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د ګولډواټر پلار یهودی و خو هغه د خپلې مور په باورونو یو سقفۍ/ اپیسکوپال شو چې د پروټسټان مذهب یوه څانګه ده. هاتي وېلیم په نیو انګلنډ کې د مېشتې یهودي کورنۍ اړوند د روډ ټاپو د راجر وېلیم له خدای پالې کورنۍ څخه وه. د ګولډواټر پلار په فېنیکس کې په یوه سقفي کلیسا کې واده وکړ. ګولډواټر په خپل ټول عمر کې يو سقفی پاتې شو که څه هم ځینې وختونه یې په ندرت ځان یهود باله. هغه په داسې حال کې چې تر ډېره یې په کلیسا کې ګډون نه کاوه، داسې څرګندونه وکړه " که چېرې یو نر په مذهبي او اخلاقي لارو عمل وکړي، هغه په واقعي ډول یو مذهبي سړی دی- او دا کلیسا ته د هغو د تګ له شمېر سره څه اړیکه نه لري. د هغه د تره لومړنی زوی جولیوس ګولډ واټر بوداییزم ته مخه کړه او د جوډو شینشو کشیش شو چې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې يې له اسیر شویو جاپاني - امریکایانو سره مرسته وکړه.[۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

سرچينې

[سمول]
  1. ذکر کېدنه: ISFDB. Internet Speculative Fiction Database author ID: 121635. Subject named as: Barry Goldwater. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. ذکر کېدنه: Discogs. Discogs artist ID: 892899. Subject named as: Barry Goldwater. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. "Senator Barry Goldwater". نه اخيستل شوی 1 June 2021.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  5. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Barry-Goldwater. Subject named as: Barry Goldwater. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6nc6106. Subject named as: Barry Goldwater. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  8. سرچينې تړی: https://jamanetwork.com/journals/jamainternalmedicine/article-abstract/568621.
  9. سرچينې تړی: http://crosscut.com/2011/01/11/politics-government/20540/Arizona-Distasteful-political-climate-didnt-breed/.
  10. National Aviation Hall of Fame ID: barry-morris-goldwater.
  11. Internet Accuracy Project, Senator Barry Goldwater Archived November 15, 2018, at the Wayback Machine.. Retrieved September 23, 2010.
  12. Poole, Robert (August–September 1998), "In memoriam: Barry Goldwater", Reason (Obituary), archived from the original on June 28, 2009
  13. Menand, Louis (March 19, 2001). "He knew he was right". The New Yorker. Archived from the original on January 9, 2021. نه اخيستل شوی August 13, 2020.
  14. Williamson, Kevin D. (April 29, 2013). "Desegregation, before Brown". National Review. Archived from the original on August 21, 2020. نه اخيستل شوی August 13, 2020.
  15. "Goldwater's vote against Civil Rights Act of 1964 unfairly branded him a racist". July 19, 2014. Archived from the original on September 24, 2021. نه اخيستل شوی September 24, 2021.
  16. Kurt F. Stone (2010). The Jews of Capitol Hill: A Compendium of Jewish Congressional Members. Scarecrow Press. p. 191. ISBN 978-0810877382.
  17. Evans, Harold; Buckland, Gail; Baker, Kevin (1998). The American Century. Knopf. p. 515. ISBN 0679410708. The first major candidate known to be of ethnic Jewish origin, Goldwater used to joke that only half of him could join an exclusive country club.
  18. Murray Friedman (2006). The Neoconservative Revolution: Jewish Intellectuals and the Shaping of Public Policy. Cambridge University Press. pp. 96–97. Goldwater did not run as a Jew and did not seek the support of other Jews. He did not go out of his way to support Israel, either. On the other hand, he never disavowed his Jewish antecedents. ... Whether Goldwater should be seen as Jewish is an open question.
  19. White 1965، م. 217.
  20. Linkins, Jason (July 13, 2009). "John McCain: 'Don't Ask Don't Tell' Not A 'Civil Rights Issue'". Huffington Post. Archived from the original on October 28, 2020. نه اخيستل شوی January 16, 2021.
  21. The Associated Press (June 11, 1993). "Goldwater Backs Gay Troops". The New York Times. ISSN 0362-4331. Archived from the original on January 26, 2021. نه اخيستل شوی January 16, 2021.
  22. "Barry Goldwater on the Military Ban". www.cs.cmu.edu. Archived from the original on April 11, 2022. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  23. "GOLDWATER CALLS OPPOSITION TO GAYS IN MILITARY 'DUMB'". Deseret News. August 22, 1993. Archived from the original on December 8, 2020. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  24. "Goldwater blasts GOP on military gays". Tampa Bay Times. Archived from the original on April 11, 2022. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  25. Marc Lallanilla (April 21, 2013). "6 Surprising Environmentalists". livescience.com. Archived from the original on April 18, 2021. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  26. Farber, Daniel A. (2017). "The Conservative as Environmentalist: From Goldwater and the Early Reagan to the 21st Century". SSRN Electronic Journal. doi:10.2139/ssrn.2919633. ISSN 1556-5068. Archived from the original on June 19, 2022. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  27. Grove, Lloyd (July 28, 1994). "Barry Goldwater's Left Turn". The Washington Post. Archived from the original on September 14, 2000. نه اخيستل شوی August 24, 2017.
  28. "Who's better on gay rights, Mitt Romney or Barry Goldwater?". Baltimore Sun. Archived from the original on April 11, 2022. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  29. "Goldwater on Gay Rights". www.latimes.com. July 28, 1994. Archived from the original on April 11, 2022. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  30. "Goldater Backs Lifting Gay Ban". Los Angeles Times. June 11, 1993. Archived from the original on April 11, 2022. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  31. Reuters (August 7, 1992). "Goldwater Opposes GOP on Abortion". Los Angeles Times. Archived from the original on August 6, 2019. نه اخيستل شوی January 16, 2021.
  32. Roth, Bennett (April 13, 2011). "Planned Parenthood Once Had GOP Pals". Roll Call. Archived from the original on January 6, 2021. نه اخيستل شوی January 16, 2021.
  33. "Sexuality and Family in the Political Spotlight". Los Angeles Times (په انګليسي). August 4, 2000. نه اخيستل شوی June 22, 2022.
  34. "COLUMN ONE : Pariahs in Their Own Party : Gay and lesbian Republicans are dismayed to find the GOP becoming increasingly hostile as '96 nears. Some struggle for acceptance, but others feel betrayed and are ending a lifetime allegiance". Los Angeles Times (په انګليسي). October 6, 1995. نه اخيستل شوی June 22, 2022.
  35. Eckholm, Erik (March 4, 2014). "Republicans From the West Give Support for Gay Marriage". The New York Times (په انګليسي). ISSN 0362-4331. نه اخيستل شوی June 22, 2022.
  36. "History of Medical Marijuana In Arizona". Nature's Medicines. Archived from the original on September 29, 2020. نه اخيستل شوی January 16, 2021.
  37. Scheer, Robert (November 19, 1996). "Reefer Madness: Feds Go Ballistic on Pot Measures". Los Angeles Times. Archived from the original on April 11, 2022. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  38. Dish, The Daily (September 20, 2006). "Goldwater". The Atlantic. Archived from the original on April 11, 2022. نه اخيستل شوی April 11, 2022.
  39. Kathleen Garcia (2008). Early Phoenix. Arcadia Publishing. p. 62. ISBN 978-0738548395.
  40. apps.azlibrary.gov/officials/Legislators/person/527
  41. Zornik, George. "Thoroughly modern grandmothers". High beam. Archived from the original on April 30, 2013. نه اخيستل شوی March 3, 2012.
  42. "Barry Goldwater". The Washington Post. May 13, 1997. Archived from the original on February 1, 2021. نه اخيستل شوی March 30, 2010.
  43. 'State Mourns Death of Morris Goldwater,' The Arizona Republic, April 12, 1939, p. 1
  44. Clymer, Adam (May 29, 1998). "Barry Goldwater, Conservative and Individualist, Dies at 89". The New York Times. Archived from the original on March 7, 2013.
  45. Goldberg 1995، مم. 22–27 [27].
  46. A Jewish essayist famously remarked of Goldwater: Golden, Harry Golden (November 22, 1963), "The Taboo", Time, archived from the original on August 17, 2013, I have always thought that if a Jew ever became President, he would turn out to be an Episcopalian.
  47. Woo, Elaine (June 24, 2001). "J.A. Goldwater Dies". The Washington Post. Archived from the original on August 27, 2017. نه اخيستل شوی February 20, 2022.
  48. Goldberg 1995، م. 21.