Jump to content

البرټ شپېر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
البرټ شپېر
اړوند
زېږون‌ځای
Mannheim (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۹ مارچ ۱۹۰۵[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې نېټه
۱ سپټمبر ۱۹۸۱[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د مړينې ځای
د مړينې لامل
stroke (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
غړی د
کچه او لوړوالی
لوړوالی
۱٫۸۷ متر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې

برتولد کنراد هرمان البرټ شپېر (زوکړه: د ۱۹۰۵ زکال د مارچ ۱۹مه – مړینه: د ۱۹۸۱ زکال د سپټمبر لومړۍ نېټه) جرمنی معمار و چې د دویمې نړیوالې جګړې په ډېر مهال کې یې د نازي جرمني د تسلیحاتو او پوځي تولیداتو د وزیر په توګه خدمت وکړ. نوموړی چې د اډولف هېټلر له نږدې متحدینو څخه و په نورنبرګ محکمه کې محاکمه او په ۲۰ کاله بند محکوم شو.

شپېر چې تحصیل یافته معمار و په ۱۹۳۱ زکال کې له نازي ګوند سره یوځای شو. په معمارۍ کې د هغه وړتیاوې لامل وګرځېدې، نوموړی په ګوند کې په مخ پر زیاتېدونکي ډول وده وکړي او په ګوند کې هېټلر ته د نږدې کړۍ غړیتوب ترلاسه کړي. هېټلر د رایش د لومړي وزیر د دفتر او په نورنبرګ کې د نازي ګوند د غونډو د تالار د طراحۍ او جوړېدو چارې ور وسپارلې. په ۱۹۳۷ زکال کې هېټلر شپېر په برلین کې د ټولو ودانیزو چارو څارونکی وټاکه. په دغه ځایګي کې نوموړي د استوګن کولو د مرکزي ادارې مسئولیت پر غاړه درلود او له برلین څخه یې یهودي وګړي وویستل. د ۱۹۴۲ زکال په فبروري میاشت کې شپېر د رایش د تسلیحاتو او پوځي تولیداتو وزیر وټاکل شو. د ګمراه کوونکو شمېرو په وړاندې کولو سره نوموړي ځان د تسلیحاتو د تولید په ډګر کې د خارق العاده فعال کس په توګه څرګند کړ او د دې اعتبار یې خپل ګاڼه چې جرمني یې په جګړه کې فعاله ساتلی. په ۱۹۴۴ زکال کې شپېر د جنګي الوتکو د جوړولو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړه. دغه چاره لامل وګرځېده چې په جنګي هڅو کې له غلامو کارګرانو څخه کار واخلي.  [۱۰]

له جګړې وروسته شپېر د ۲۴ نیول شوو «لویو جنګي مجرمینو» څخه و چې د نورنبرګ په محکمه کې د نازي رژیم په جنایاتو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شو. نوموړی د جنګي او بشریت ضد جرمنو، تر ډېره هم له غلامو کارګرانو څخه د کار اخیستو په تور مجرم وګڼل شو خو په کلکه سره یې د اعدام د حکم له منلو ډډه وکړه. په بشپړه توګه د ۲۰ کاله بند له تېرولو وروسته په ۱۹۶۶ زکال کې ازاد شو. نوموړي په بند کې له خپلو لیکنو څخه د خپلو دوه ژوند لیکونو؛ په دریم رایش کې دننه (Inside the Third Reich)، شپانډوا: محرمانه خاطرات (Spandau: The Secret Diaries) د بنسټ په توګه کار واخیست. د شپېر کتابونه بریالي و؛ ځکه چې عامه وګړو لیوالتیا لرله د هغو څه اړوند وپوهېږي چې د رایش دننه تېر شوي و. شپېر په ۱۹۸۱ زکال کې د مغزي سکتې له امله ومړ. د معمارۍ اړوند د هغه د شخصي آثارو څخه څه نه دي پاتې شوي.

شپېر د خپلو ژوند لیکونو او مرکو پر بنسټ له ځانه د داسې سړي انځور پرېښود چې نه و توانېدلی د دریم رایش په وحشتناکو جنایاتو خبر شي او له دغې چارې یې هم شدیده پښېماني لرله. هغه د هلوکاسټ اړوند له سمې خبرتیا او په هغو کې د لاس لرلو اړوند انکار ته دوام ورکړ. دغه انځور له جګړې څخه په وروسته لسیزو کې د هغه په تاریخ لیکنې اغېز درلود چې له امله یې هغه په «افسانوي شپېر» واوښت: د غیر سیاسي تکنوکرات په توګه د هغه څرګندېدل چې د جرمني د جنګي ماشین د انقلابي کولو مسئولیت یې پر غاړه درلود. دغه افسانوي انځور په ۱۹۸۰مه لسیزه کې هغه مهال مخ پر زوال شو، کله چې د وسلو په برخه کې د جرمني خارق العاده چارې نازي تبلیغاتو ته اړوندې وبلل شوې. آدام توز د تخریب د بیې (The Wages of Destruction) په نامه اثر کې لیکي چې دغه نظریه چې شپېر یو غیرسیاسي تکنوکرات دی «ناسمه» ده. مارتین کیچن؛ د شپېر: د هېټلر معمار (Speer: Hitler's Architect) په نامه اثر کې لیکي چې د جرمني له خوا د وسلو په تولید کې زیاتوالی د هغو سیسټمونو له امله و چې د شپېر د ځای ناستي (فریتز تاد) له خوا رامنځته شوي و، په داسې حال کې چې شپېر د هغو «په وروستۍ حل لاره» کې ښکېل و.

لومړني کلونه او شخصي ژوند[سمول]

شپېر د مانهایم ښار د یوې متوسطې طبقې په کورنۍ کې وزېږېد. نوموړی د البرټ فریدریش شپېر او لوئیزه ماتهېلدې ویلهماین (هومل) له دریو زامنو څخه دویم و. په ۱۹۱۸ زکال کې د دوی کورنۍ له مانهایم څخه کډه وکړه او په هایډلبرګ کې خپل بل کور ته کډه شول. د نورنبرګ د محکمې مرستیال هنري ټي. کېنګ چې وروسته یې د شپېر اړوند کتاب هم ولیکه ویلي چې د «شپېر د ځوانۍ پر مهال د هغوی په کورنۍ کې مینې او لیوالتیا شتون نه درلود». د هغه ورور ارنست او هرمن به په ماشومتوب کې نوموړی ځوراوه. شپېر په لوبو کې فعال و او غره ختنې او واورې ښوویدنې ته یې مخه کړه. نوموړي د خپل پلار او نیکه لارې ته دوام ورکړ او د معمارۍ په برخه کې یې زده کړې وکړې. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

شپېر له دې امله چې په ۱۹۲۳ زکال کې اقتصادي ستونزو د هغه د والدینو عواید راکم کړي کړي د یوه پرمختللي پوهنتون پر ځای یې د کارلسروهه په تخنیکي پوهنتون کې د معمارۍ په زده کړې پیل وکړ. په ۱۹۲۴ زکال کې هغه مهال چې مالي کړکېچ کرار شو نوموړی د مونیخ د ټکنالوژۍ مخکښ پوهنتون ته ولاړ. په ۱۹۲۵ زکال کې هغه بل پوهنتون ته ولاړ خو دا ځل هغه ځان د برلین تخنیکي پوهنتون ته تبدیل کړ چېرې چې نوموړي د هاینریش تسنو تر نظر لاندې زده کړې وکړې چې شپېر هم ډېر له هغو اغېزمن و. په ۱۹۲۷ زکال کې د پوهنتون د وروستیو ازموینو له بشپړولو وروسته د تسنو مرستیال وګمارل شو چې دغه ځایګی د یوه ۲۲ کلن ځوان لپاره ډېره د ویاړ خبره وه. په دې سره شپېر په داسې حال کې چې د ماسټرۍ په کچه یې زده کړې کولو نورو ټولګیو ته یې تدریس کاوه. په مونیخ کې شپېر له روډولف ولټرز سره نږدې اړیکې جوړې کړې چې هغه هم د تسنو تر نظر لاندې زده کړې کړې وې او د دوی ملګرتیا ۵۰ کاله دوام وکړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۹۲۲ زکال په نیمايي کې شپېر له مارګاریت ویبر (۱۹۰۵- ۱۹۸۷ زکال) څخه خواستګاري وکړه چې د یوه بریالي صنعت ګر لور وه او ۵۰ تنه کارګران یې لرل. د دغې اړیکې پر وړاندې د شپېر ځیرکې مور ډېره لیوالتیا وه نه ښوده ځکه چې پوهېده د ویبر کورنۍ له ټولنیز پلوه شاته پاتې وه. د دغه مخالفت سربېره دوی دواړو د ۱۹۲۸ زکال د اګست په ۲۸مه په برلین کې واده کړ؛ اووه کاله وخت یې ونیو چې مارګاریت ته د خپل خصر په کور کې د ژوند کولو بلنه ورکړل شي. دوی دواړو شپږ ماشومان لرل، خو البرټ شپېر له ۱۹۳۳ زکال وروسته په مخ پر زیاتېدوني ډول له خپلې کورنۍ لرې و. [۲۳][۲۴]

د ګوند معمار تو[سمول]

د ۱۹۳۱ زکال په جنوري میاشت کې شپېر په نازي ګوند کې د غړیتوب غوښتنه ورکړه او د ۱۹۳۱ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه د نازي ګوند ۴۷۴۴۸۱م غړی شو. په همدغه کال کې د اقتصادي ستونزو د بیا رامنځته کېدو په درشل کې د معاشونو د کمښت له امله شپېر د تسنو د همکارۍ له دندې څخه استعفا ورکړه او مانهایم ته یې په دې هیله کډه وکړه چې هلته به د یو معمار په توګه وکولای شي د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي. وروسته له دې چې وه یې نشو کولای خپلې هیلې ته ورسېږي پلار یې د خپلو املاکو د یوې برخې د مدیر په توګه هغه ته کوچنۍ دنده ورکړه. د ۱۹۳۲ زکال په جولای میاشت کې شپېر د رایشتاګ په ټاکنو کې له خپل ګوند سره د مرستې په موخه برلېن ته ولاړ. هلته یې له خپل ملګري کارل هانکه سره ولیدل چې د نازي ګوند له چارواکو څخه و او خپل دغه ځوان معمار ملګری یې جوزف ګوبلز ته ور وپېژنده څو په برلین کې د ګوند د مرکزي دفتر په جوړېدو کې ترې کار واخلي. د دفتر له بشپړېدو وروسته شپېر بېرته منهایم ته راوګرځېد او هېټلر هم د ۱۹۳۳ زکال په جنوري میاشت کې واک ته ورسېد. [۲۵][۲۶]

په ۱۹۳۳ زکال کې د نورنبرګ د لوی لاریون تنظیم کوونکو له شپېر وغوښتل څو د دغه لاریون په طراحي او د هغو لپاره د تالار په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي؛ دغې چارې د لومړي ځل لپاره نوموړی له هېټلر سره په اړیکه کې کړ. نه د لاریون تنظیم کوونکو او نه هم روډولف هېس د هغه د طرحو د تائید اړوند پرېکړې کولو ته چمتو و، همدا و چې هېس خپله شپېر په مونیخ کې د هېټلر دفتر ته ولېږه څو د طراحۍ اړوند د هغه رضایت ترلاسه کړي. دغه چاره لامل وګرځېده شپېر د لومړي ځل لپاره په نازي ګوند کې «د نازي ګوند د غونډو او لاریونونو د هنري او فني جوړښت د کمېشنر په توګه» ملي ځایګی ومومي. [۲۷][۲۸]

وروسته له هغه چې هېټلر واک ته ورسېد، نوموړي د صدارت د ودانۍ د بیارغونې په طرح پیل وکړ. د ۱۹۳۳ زکال په پای کې هغه له پاول ټروسټ سره هوکړه وکړه چې ټوله دغه ودانۍ بېرته ورغوي. هیټلر چې د ګوبلز لپاره د شپېر له چارو څخه اغېزمن شوی هغه یې د ټروسټ لپاره د ودانۍ د جوړولو مسئول وټاکه.[۲۹][۳۰][۲۹][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Stated in: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Albert-Speer. Subject named as: Albert Speer. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. Image of grave: Tumba%20de%20Albert%20Speer.jpg.
  6. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  7. Stated in: Union List of Artist Names. Union List of Artist Names ID: 500027934. د خپرولو نیټه: ۹ نومبر ۲۰۱۶. Retrieved: ۱۴ مې ۲۰۱۹. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  8. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: nm0817553. Retrieved: ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۳.
  9. Stated in: datos.bne.es. Retrieved: ۲۴ فبروري ۲۰۲۴. National Library of Spain ID: XX1127632. اثر ژبه: اسپانیایي ژبه.
  10. Kitchen 2015، مم. 174–175.
  11. Fest 1999، مم. 11–13.
  12. van der Vat 1997، م. 23.
  13. Taylor 2010، م. 124.
  14. King 1997، م. 27.
  15. Kitchen 2015، م. 15.
  16. Schubert 2006، م. 5.
  17. van der Vat 1997، مم. 33–34.
  18. Sereny 1995، مم. 71–73.
  19. van der Vat 1997، مم. 34–36.
  20. Kitchen 2015، مم. 18–19.
  21. Sereny 1995، م. 63.
  22. Kitchen 2015، مم. 17–18.
  23. Sereny 1995، مم. 47–49.
  24. Kitchen 2015، مم. 327–328.
  25. Kitchen 2015، م. 24.
  26. Kitchen 2015، مم. 25–26.
  27. van der Vat 1997، م. 49.
  28. Sereny 1995، مم. 100–101.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ Sereny 1995، مم. 101–103.
  30. Kitchen 2015، مم. 41–42.
  31. Kitchen 2015، م. 41.