اقليمي بدلون؛ پاکستان کې تودوخه له ۵۰ درجو اوښتې
د پاکستان په يو شمير سيمو کې د حرارت درجه له ۵۰ سانتي ګراد اوښتې او مېندوارو ښځو، ماشومانو او د پاخه عمر کسانو ته د احتیاط سپارښتنه شوې. کارپوهان د تودوخې لوړې درجې، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو یو لامل اقلیمي بدلون ښيي.
۵۳ سانتي ګراد درجې ګرمي
د پاکستان هوا پيژندنې ادارې دوشنبه د ۲۰۲۴م کال د می ۲۷مه اعلان وکړ چې د سيند په موهنجو دارو کې چې د نړۍ له سترو لرغونو ښارونو څخه يو دی، د حرارت درجه د سانتیګراد په کچه ۵۳ ته پورته شوې ده.
مېندواره مېرمنو ته خبرداری
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې په نهایت ګرمې هوا کې مېندواره مېرمنې، ماشومان او زاړه افراد تر ټولو ډېر له خطر سره مخامخ وي.
د ښوونځيو رختصول
د پاکستان حکومت د ګرمې هوا له کبله د ښوونځیو د تړلو او د آزموینو د تعویق ته اچولو امر کړی دی.
د بېړني حالت اعلان
پاکستان همدارنګه په روغتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی او په زرونو موقتي کمپونو يې چمتو کړي دي.
د نورو ګرمو څپو وړاندوینه
د پاکستان د اقليم بدلون وزارت په جون مېاشتې کې هم د تودښې دوو نورو څپو وړاندوينه کړې چې لا ډېرې سېمې به وځپي.
پاکستان کې سېلابونه
پاکستان په وروستیو کلونو کې سېلابونو هم سخت ځپلی دی. هرکال د پاکستان په سېلابونو کې په سلونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
افغانستان کې سېلابونه
په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې سېلابونو په سلهاوو کسان وژلي او درانه زیانونه ېې اړولي دي. بغلان، سرپل او غور ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي.
هند او بنګله دیش کې سایکلون رمال
د ۲۰۲۴م کال د می ۲۷مې رپوټونو په حواله د رمال په نوم سايکلون يا طوفان په بنګله دیش کې ۱۶ کسان وژلي. دغه طوفان په مجموع کې ۳ اعشاریه ۷۵ میلیونه خلک اغیزمن کړي دي.
په لسونو زره کورونه تخریب شوي
د بنګله دیش حکومت اعلان ويلي چې دې طوفان یوازې په دغه هېواد کې ۳۵ زره او ۴۸۳ کورونه له منځه وړي او ۱۱۵زه او ۹۹۲ کورونه ېې تخریب کړي دی.
سایکلون رمال
رپوټونه وايي په بنګله دیش کې د رمال سایکلون يا طوفان د سمندر څپې راپورته کړې چې له کبله ېې ښارونه سیلابونو لاندې کړي دي.
هندوستان
په هندوستان کې سایکلون رمال لږ تر لږه ۶ کسان وژلي. رپوټونه وايي طوفان د سمندر څپې راپورته کړې چې له کبله ېې ښارونه سیلابونو لاندې کړي دي. انځور د هندوستان د کلکتې ښار دی.
ټایلنډ
د ټایلند حکومت هم په وروستیو کې اعلان وکړ چې په ټولو سېمو کې د حرارت درجه لوړه شوې او په ځانګړې توګه ناروغانو ته ېې سپارښتنه کړې وه چې له کورونو بهر ونه وځي.
په اروپا کې سړه څپه
د ګرمې هوا نه علاوه په سړې هوا او ورښتونو کې هم بې نظمي ليدل کيږي. د روان کال د اپريل په ۲۱مه د آلمان په یو شمېر سيمو کې سړې څپې چلېدلې او په ځينو سېمو کې درنه واوره وورېده.