Jump to content

کنیټیکټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کنیټیکټ انګلیسي: Connecticut Connecticut د متحده ایالاتو په شمال ختیځ او د نوي انګلستان سویلي برخه کي یو ایالات دی. دا ایالت په ختیځ کي د روډ ټاپو ایالت، په شمال کي د میساچوسټس، لویدیځ کي نیویارک او په سویل کي د لونګ ټاپو سټریټ سره ګډه پوله لري، چي پلازمینه یې هارټفورډ او ترټولو لوی ښار یې برجپورټ نومیږي. کنیټیکټ که څه هم د نیو انګلینډ سیمي برخه ده ، خو ډیری وختونه د نیویارک او نیو جرسي سره په درې اړخیزه سیمه کي شمېرل کیږي. د یاد ایالت نوم د کنیټیکټ سیند له نوم څخه چې یو لوی سیند دی او ایالت په نږدې دوه برخو ویشي، سرچینه اخلي. د "کنیټيکټ" کلمه په اصل کي د انګلیسي ژبي څخه اخیستل سوې ده چي په الګونکوین ژبو کي د "لنګ سمندري سیند" مانا ورکوي. [۱]

کنیټیکټ په متحده ایالاتو کي د مساحت له پلوه دریم کوچنی، د نفوس له مخې نهه ویشتم او د نفوسو په کثافت کي [۲] د امریکا د پنځوسو ایالتونو په منځ کي قرار لري. د سویلي او لویدیځ کنیټکټ ډیری برخه (چې د ایالت ډیری نفوس هم پکښي مېشت دی) د نیویارک د میټرو پولیټین سیمې برخه ده؛ او له اتو سیمو څخه درې هغه یې د احصایې له مخي د نیویارک ښار په ګډه احصایوي ساحه کي راځي، کوم چې د درې ایالتونو د ساحې په نوم هم یادیږي. د کنیټیکټ د نفوسو مرکز په نیو هیون کاونټي کي د چیشیر ښار دی، چې د درې ایالتونو په ساحه کي موقعیت لري.

  1. Trumbull, James Hammond (1881). [[[:کينډۍ:كتب جوجل]] Indian Names of Places, Etc., in and on the Borders of Connecticut: With Interpretations of Some of Them]. Harford, Connecticut: Press of the Case, Lockwood & Brainard Company. p. 60. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  2. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named census table 18