Jump to content

کريول ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
The printable version is no longer supported and may have rendering errors. Please update your browser bookmarks and please use the default browser print function instead.
کريول ژبه
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځانګړې وېشنيزه

کریول ژبه (په انګلیسي: Creole) يا رامنځته شوې ژبه [۱] یوه ثابته او طبیعي ژبه ده چې له څو بېلابېلو ژبو د يو ځای کېدو څخه رامنځته شوې ده. په بل عبارت،يوه مرکبه ژبه هغه وخت کریول کیږي کله چې یو باثباته حالت ته ورسیږي او د ماشومانو لخوا د مورنۍ ژبې په توګه زده شي. کریول په حقیقت کې پراخ شوي پیجنونه دي چې ګرامري او غږيز بدلونونه یې خپل کړي دي. [۲]

کريول په حقيقت کې د يو مستعمره يا اغېز لاندې هېواد د ځايي ژبې سره د استعمارګر هېواد د ژبې ترکيب دی. کريولي ژبې معمولاً په داسې ځايونو کې رامنځته شوي چې هلته له غلامانو يا کاريګرو کار اخيستل کېده، لکه کیریبین ، د هند سمندر ، او د آرام سمندر ټاپوګان. ډېری یې د اروپایی استعمار د پراختیا پایله ده او د دوی کلمې له انګلیسي، فرانسوي، اسپانيايي او پرتګالي ژبو څخه اخیستل شوي دي. [۳]

اړوند

  • جميکايي کريول
  • منځګړیتوب ژبه
  • پیجن ژبه
  • مختطله ژبه
  • ډیریک بیکرټن

سرچينې

  1. «زبان آمیختهٔ مادری، زبان آمیخته» [زبان‌شناسی] هم‌ارزِ «creole»؛ منبع:
  2. کمری، برنارد, ویراستار (۱۳۸۷). اطلس زبان ها. تهران: انتشارات دانشگاه تهران. صص. ۲۰۱. شابک ۹۷۸-۹۶۴-۰۳-۵۷۹۱-۰.
  3. کمری، برنارد, ویراستار (۱۳۸۷). اطلس زبان ها. تهران: انتشارات دانشگاه تهران. صص. ۲۰۱. شابک ۹۷۸-۹۶۴-۰۳-۵۷۹۱-۰.