Jump to content

خمير روج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
The printable version is no longer supported and may have rendering errors. Please update your browser bookmarks and please use the default browser print function instead.
خمير روج
د شخص معلومات
عملي ژوند
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

خمير روج هغه نوم دی، چې په عام ډول د کمبوديا د کمونيست ګوند “Communist Party of Kampuchea (CPK)” غړو او د پراختيا له مخې هغه نظام ته ورکړل شوی و، چې له لارې يې ياد ګوند د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ز کالونو تر منځ پر کمبوديا باندې حکومت وکړ. خمير روج نوم په ۱۹۶۰ز لسيزه کې د وخت دولت رئيس نورودوم سيهانوک “Norodom Sihanouk” له لورې رامينځته شو، چې موخه يې ورڅخه د خپل هېواد ډول ډول يا غيرمتجانس او د کمونيست په مشرۍ مخالفينو څرګندول وو، چې نوموړی ورسره په ۱۹۷۰ز کال کې له واک څخه له لرې کېدلو وروسته يو ځای شو. [۱]

د خمير روج پوځ د ۱۹۶۰ ز لسيزې د وروستيو پر مهال د ختيځې کمبوديا په ځنګلونو کې په بطي ډول جوړ شوی و، چې د شمالي ويتنام د پوځ وېټ کانګ “Viet Cong”، “The Pathet Lao” او د چین د کمونيست ګوند “Chinese Communist Party (CCP)” له لورې يې ملاتړ وشو. که څه هم پوځ په اصل کې د چين د کمونيست ګوند په سلا د سېهانوک پر وړاندې وجنګېده، مګر خمير روج خپل دريځ بدل کړ او وروسته له هغې يې د سېهانوک ملاتړ وکړ، چې نوموړی د لون نول “Lon Nol” له لورې د ۱۹۷۰ زکال کودتا کې له واکه لرې کړای او نول امريکا پلوی خمير جمهوريت رامېنځته کړل. د دوی پر وړاندې د امريکا له لورې د پراخه بم غورځونې له مبارزې سره سره، خمير روج پوځ هغه وخت د کمبوديا کورنۍ جګړه وګټله، چې په ۱۹۷۵ زکال کې يې د کمبوديا پلازمېنه ونيوله او خمير جمهوريت “Khmer Republic” يې نسکور کړ. له خپلې بريا څخه وروسته خمير روج د پول پوټ “Pol Pot”و نيون چيا “Nuon Chea”، اينګ ساري “Ieng Sary”، سون سين “Son Sen” او خيو سامفان “Khieu Samphan” په مشرۍ په سمدستي ډول په زور سره د هېواد د سترو ښارونو خالي کول پيل کړل. په ۱۹۷۶ز کال کې يې د هېواد نوم ديموکراتيک کمبوديا “Democratic Kampuchea” ته بدل کړ. [۲][۳][۴][۵][۶]

د خمير روج رژيم خورا استبدادي، ټولواک، پردی مخی [بېګانه پرست]، نژاد پال، متعصب، ظالم او دردونکی و. د نظام د ټولنيز تګلارو د پر مخ وړلو او موها لوټ پلاو “Moha Lout Plaoh” له امله ډېرې مړينې رامنځته شوې، چې وروستۍ کړنه د چين د “Great Leaf Forward” تګلارې پېښې يا يو ډول تقليد و، چې د چين د سترې وچکالۍ “Great Chinese Famine” لامل شوې وه. د اشتراکي کولو له لارې د کرنيز سمون برخه کې د خمير روج هڅې په ورته ډول د پراخه وچکالۍ لامل شوې، په داسې حال کې چې ان د درملو د عرضې برخه کې د بشپړې ځان بسياينې په اړه ټينګار يې د ملاريا په څېر د درملنې وړ ناروغيو څخه د زرګونو تنو د مړينې لامل شو. د خمير روج نظام په سلګونو زره خپل سياسي مخالفين ووژل او پر ملي سوچه والي باندې يې د نژادپالنې ټينګار د کمبوديا د لږه کيو د عام وژنې لامل شو. د نظام د غړو له لورې د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۸ز کالونو تر منځ يا د نسل وژنې پاکولو پر مهال د پېژندل شويو ورانکارو عناصرو پر وړاندې له محکمې پرته په دار ځړول (اعدامونه) او ځورونې تر سره شوې. په پای کې د کمبوديا عام وژنه له ۱،۵ څخه تر ۲ ميليونه تنو يا د کمبوديا د ٪۲۵ نفوس د مړينې لامل شوه. [۷][۸][۹]

د چين کمونيست ګوند په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د خمير روج ستر ملاتړ او تمويل کاوه او له ماو زيډنګ له لورې يې تاييد کېده. اټکل شوې ده چې نظام لپاره د چمتو شوې بهرنۍ مرستې ٪۹۰ د چين له لورې کېدلې. ياد نظام په ۱۹۷۹ز کال کې هغه مهال له واک څخه لرې کړای شو، چې ويتنام پر کمبوديا باندې بريد وکړ او په چټکۍ سره يې د خمير روج د ځواکونو ډېری برخه له مينځه وېوړه. خمير روج له دې څخه وروسته تايلېنډ ته وتښتېد، چې حکومت يې دوی د کمونيست ويتناميانو پر وړاندې د لاسپوځي ځواک په توګه وګڼل. خمير روج په ۱۹۸۹ زکال کې د جګړې تر پايه پورې د ويتاميانو او د کمبوديا د نوي ولسي جمهوريت د حکومت پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړ. د خمير روج په ګډون د کمبوديا تبعيد شويو حکومتونو تر ۱۹۹۳ز کال پورې د پام وړ نړيوال ملاتړ په مرسته ملګرو ملتونو کې د کمبوديا څوکۍ وساتله او دا هغه وخت و، چې پاچاهي بېرته ورغول شوه او د کمبوديا دولت نوم د کمبوديا پاچاهۍ “Kingdom of Cambodia” ته بدل شو. يو کال وروسته د خمير روج نظام زرګونه چريکي جنګياليو د حکومت له لورې عمومي بخښنه کې ځانونه تسليم کړل.

په ۱۹۹۶ زکال کې د اينګ ساري له لورې د ملي اتحاديې ديموکراتيک خوځښت “Democratic National Union Movement” په نوم نوی سياسي ګوند جوړ شو؛ اينګ ساري ته د خمير روج د مسرتيال مشر په توګه د ونډې له امله د عمومي بخښنې ډاډ ورکړل شوی و. ياده اداره د ۱۹۹۰ز لسيزې نيمايي کې په پراخه کچه ړنګه او په پای کې ۱۹۹۹ز کال کې په بشپړ ډول تسليم شوه. په ۲۰۱۴زکال کې د خمير روج نظام مشران نيون چيا او خيو سامفان د ملګرو ملتونو په ملاتړ محکمې له لورې د ټول عمر بند سزا واورول شوه؛ محکمې هغوی د خمير روج د عام وژنې مبارزه کې د ونډو له امله د انسانيت ضد جرمونو له امله محکوم کړل. [۱۰][۱۱]

ارپوهنه

د خمير روج “Khmer rouges” اصطلاح چې فرانسويان يې سور پوستو خميرانو ته کاروي، د پاچا نورودوم سېهانوک له لورې رامېنځته او وروسته د انګريزي ويونکو له لورې د “Khmer Rouge” ناسمې نسخې په بڼه ومنل شوه. دا اصطلاح په کمبوديا کې واک ته د هغو کمونيست ګوندونو يو په بل پسې راتګ ته ويل کېدله، چې د کمبوديا کمونيست ګوند او وروسته د ديموکراتيک کمبوديا ګوند کې يې تکامل وکړ. پوځ يې په پرله پسې ډول د کمبوديا اوښتونيز پوځ “Kampuchean Revolutionary Army” او د ديموکراتيک کمبوديا ملي پوځ “National Army of Democratic Kampuchea” په توګه پېژندل کېده. [۱۲][۱۳]

نظريه

د کمونيست فکر اغېز

د خوځښت نظريه د ۱۹۷۶ز کال پر مهال د واک د هڅې له مخې بڼه غوره کړې وه، چې د پول پوټ په مشرۍ تش په نوم “Party Centre” په کې د خپلې مشرۍ نورو سيمه ييزو عناصرو ته ماتې ورکړه. د پارټي سنټر ګوند نظريې په پياوړي ډول د خمير ملتپالنې پردي پال بڼه له کمونيزم عناصر سره يو ځای کړه. تر يوې اندازې د ګوند د محرميت او ټولنه ته د خپل ځان ورپېژندې څرنګوالي کې د بدلونونو له امله يې د سايسي دريځ پوهنيزې ژباړې پراخه توپير لري، چې له خورا مارکسيست-ليننست خوځښت په توګه ژباړنې څخه د مارکسيست ضد «کروندګر اوښتون» په توګه مشخص کولو پورې پراخه لړۍ جوړوي. لومړۍ ژباړنه باندې د تاريخپوه بين کېرنان “Ben Kiernan” له لورې نيوکه شوې ده، نوموړی ادعا کوي چې ياده ژباړه د کمونيست ضد هوسا ليد څخه سرچينه اخلي. د ګوند مشرانو او انديالانو چې زياتره يې د ۱۹۵۰ز لسيزې پر مهال د فرانسې د کمونيست ګوند خورا سټالين پلوې نظريې تر اغېز لاندې راغلي وو، يوه بېله او ټاکنيزه “post-Leninist” نظريېته وده ورکړه، چې د سټالين اصالت (سټالينيزم)، ماو اصالت (ماويزم) او د فرانتز فانون “Frantz Fanon” د استعمار پلوې نظريې د عناصرو پر بنسټ تر لاسه شوه. د ۱۹۷۰ز لسيزې په لومړيو کې خمير روج د اينور هوکزها “Enver Hoxha” د البانيا موډل په پام کې ونيو، چې د دوی په باور هغه مهال تر ټولو پرمختللی کمونيست دولت و. [۱۴]=

که څه هم خمير روج نظام خپلې ځانګړتياوې په خورا بې سارې بڼه څرګندې کړې، مګر داسې ښکاري چې زياتره يې د ماوېست نظريې تر اغېز لاندې وې. لکه: د اوښتون د سنګر په توګه د ښاري کارګرې ډلې په پرتله پر کليوالي بزګر پوړ باندې تمرکز، د چين د “Great Leap Forward” ډول نوښتونو باندې ټينګار، انساني چلند کې د شخصي ګټو د له منځه وړلو هيله، د ټولنيز ژوند او خواړو برخه کې پرمختګ او د تخنيکي پوهې په اړه پر درک شوي عمومي فکر يا حس باندې تمرکز. د دې تر څنګ هغوی چې خميريان نه وو او د بزګر پوړ د پام وړ برخه يې نيولې وه، د نژاد له امله له دندو څخه ګوښه کړای شول. د بين کېرنان له نظره «دا نه هغه کمونيست کارګر اوښتون و، چې کارګر پوړ ته يې لومړيتوب ورکاوه او نه د ټولو بزګرانو په ګټه کروندګر اوښټون و». [۱۵][۱۶]

سرچينې

  1. "Khmer Rouge". Encyclopedia.com. لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Chandler, David P. (2018). Brother Number One: A Political Biography Of Pol Pot. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-429-98161-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Strangio, Sebastian. "China's Aid Emboldens Cambodia". Yale Global Online. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "The Chinese Communist Party's Relationship with the Khmer Rouge in the 1970s: An Ideological Victory and a Strategic Failure". Wilson Center. 13 December 2018. لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Hood, Steven J. (1990). "Beijing's Cambodia Gamble and the Prospects for Peace in Indochina: The Khmer Rouge or Sihanouk?". Asian Survey. 30 (10): 977–991. doi:10.2307/2644784. ISSN 0004-4687. JSTOR 2644784. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "China-Cambodia Relations". Radio Free Asia. لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. McLellan, Janet (1 April 1999). "5". Many Petals of the Lotus: Five Asian Buddhist Communities in Toronto (چاپ 1st). University of Toronto Press. مخونه 137. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-8225-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Chandler, David (2007). A History of Cambodia. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1578566969. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Ratner, Steven R.; Abrams, Jason S. (2001). Accountability for Human Rights Atrocities in International Law: Beyond the Nuremberg Legacy (چاپ 2nd). Oxford University Press. مخونه 272. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-829871-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. (په 17 January 2012 باندې). Cambodia profile. BBC News.
  11. (په 2008 باندې). No Redemption – The Failing Khmer Rouge Trial By Allan Yang. Harvard International Review.
  12. Becker, Elizabeth (1998). When the War was Over: Cambodia and the Khmer Rouge Revolution. PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1891620003. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. DeRouen, Karl R. (2007). "Cambodia (1970–1975 and 1979–1991)". Civil Wars of the World: Major Conflicts Since World War II, Volume 1. ABC-CLIO. مخونه 231. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781851099191. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Jackson, Karl D (1992). Cambodia, 1975–1978: Rendezvous with Death. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691025414. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Gidley, Rebecca (2019). Illiberal Transitional Justice and the Extraordinary Chambers in the Courts of Cambodia (په انګليسي ). Springer. مخونه 48. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-030-04783-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. (په 7 August 2014 باندې). Why the world should not forget Khmer Rouge and the killing fields of Cambodia.